مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اى هېواده!

اى هېواده زه پر تا باندې مين يم
ستا په مينه کې د زړه په سر خوږمن يم

ستا ښادي زما ښادي ده غم مې غم دى
ستا د مينې په اور سوى لوغړن يم

لافې نه وهم واقعيت درته وايم
ستا په سر زه تېر له خپل سرمال او تن يم

له امو تر سمندره زما کور يې
ستا د عشق په اور کباب په ټول بدن يم

ستا له مينې په هېڅکله منکر نه شم
زړور يم داسې نه ده چې ډارن يم

عقيده مې ده کامله په دې پوه يم
چې زه ستا په هر دښمن باندې سوبمن يم

ستا له هر رښتيني دوست سره دوست اوسم
ستا له هر وحشي دښمن سره دښمن يم

په يو لاس کې مې قلم بل کې مې توره
ښه هرچا وته څرګند پرون او نن يم

ته مې ساه يې ته مې ژوند ته مې وجود يې
ستا په لار کې باعزته او پتمن يم

له هغې لارې چې ته پرې زرغونېږې
وابه نه وړمه هم تل به په رفتن يم.

لاهور ټکر
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery