مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بې ننګ زړګي ته

زما ملګري د پنجاب په زولنو کې پراته
بې ننګ زړګيه ستا فکرونه شونډو سرو کې پراته

شونډې به څه کړم چې د خپلو خلکو وينې وينم
پښتنې خويندې سر سرتورې بې پړونې وينم

زما د خويندو عزتونه د بل په پښو کې پراته
بې ننګ زړګيه ستا فکرونه شونډو سرو کې پراته

چا چې په ژوند کې يو ارمان د ازادۍ درلوده
د پښتونخوا د لوى وطن د خپلواکۍ درلوده

هغه ملګري بې کفنه هديرو کې پراته
بې ننګ زړګيه ستا فکرونه شونډو سرو کې پراته

څوک چې په خپل ښکلي وطن کې د بل چا نوکر وي
په خپل شتمن وطن کې وږي له هر څه نهر وي

وايم د هغو دي هر څه په جنګېدو کې پراته
بې ننګ زړګيه ستا فکرونه شونډو سرو کې پراته

اختر خوشال

غزل

ستا د حسن تقاضې دي شي به تېرې
دا څو ورځې دې نخرې دي شي به تېرې

دا بې تاجه پاچاهي به دې په شا شي
د غرور دې دا څو شپې دي شي به تېرې
په ژړا او په فرياد درته شوم ويلې
هر نفس کې مې ګيلې دي شي به تېرې
افغان سر مې سرو ګوليو ته ټيټ نه شو
خير که تا ته مې سجدې دي شي به تېرې
ساقي مستې پيالې ورکړه چې نشه شي
د خوښۍ يې دا شېبې دي شي به تېرې

ستا ښکاري سترګې مې ښکار کړې زه خوشال يم
دا د مينې مرحلې دي شي به تېرې.


اختر خوشال
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery