مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

ګران د بېلتون راته وختونه ښکاري
پر زړه زما سوي داغونه ښکاري

دا ستا د مينې د خاطر لپاره
ماته خارونه هم ګلونه ښکاري

خدايږو يوه که مې ارزو پوره شي
د حسن نيت که فرېبونه ښکاري

چې په کې ستا دښکلا ذکر راځي
ځکه خواږه مې ټول شعرونه ښکاري

چې نظر وکړم لېونۍ مينې ته
خوشې عبث راته خوبونه ښکاري

چې وړي ديدن اوس د اغيار کلي ته
خاورې به خود زما اميدونه ښکاري

نراشه ورشه د يادونو چم ته
څه دې په زړه کې نن خيالونه ښکاري.

محمد رياض نراش
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery