مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

"اوس خو دا ولوله..."

په نړۍ كې هر قوم كوښښ كوي، چې د پوهې په مرسته د خپل ځوان نسل ذهنونه روښانه او د پرمختګ پر لوري يې وهڅوي، همدا وجه ده چې په نړۍ كې انسان ستر بدلونونه راوستل او ان چې د زياتو پټو موجوداتو په هكله يې هم بريالۍ څېړنې وكړې.
كه څه هم د افغان ملت لپاره دا كار زيات ستونزمن دى، چې ځان دې د نړۍ له دغو پرمختللو هېوادونو سره برابر كړي، خو بيا هم كولاى شي چې لږ تر لږه ځان د پوهې په ګاڼه سمبال او په دې برخه كې لومړي ګامونه اوچت كړي.
دا د هر ليكوال او ټولنپوه دنده ده، چې د خپلې ټولنې لپاره د پرمخيون او پرمختګ لارې چارې په ګوته كړي، ځكه دا ټولنه پر خپلو ټولو وګړو پوره پوره حقونه لري.
كه څه هم اوسنۍ رساله (كتابګوټى) يوه ځانګړې ليكنه وه، چې په كوټه كې مې د جوړې شوې پښتو نړيوالې څېړنغونډې (سيمينار) لپاره مې ليكلې وه او هغه وخت لنډكۍ وه، خو ملګرو غوښتنه وكړه، چې موضوع نوره هم وغزوم، دا دى ما هم تر خپله وسه پورې خپله ټوه هڅه وكړه او دغه كتابګوټى تاسو ته وړاندې كوم. كه څه هم دغه موضوع زيات كار ته اړتيا لري، خو بيا هم: "اوس خو دا ولوله چې سترګو كې دي".
په راتلونكي كې كېدى شي سړى د همدې موضوع پر نورو جزئياتو هم كار وكړي، ځكه چې زموږ ژبه ژباړې ته زياته اړتيا لري او په كار ده، چې پر دغې اړتيا نورې ليكنې هم وشي، چې زيات ځوانان ژباړې ته وهڅېږي او له دې لارې خپلې درنې ژبې ته خدمت وكړي.


په درناوي
صالح محمد صالح
د بېنوا فرهنګي ټولنې دفتر
كندهار
1382/سلواغه/18ل كال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery