مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښتو خپرونو كې د ژباړې اړتيا

د نړۍ زياتې خپرونې د ژباړې په برخه كې هڅې كوي، چې دغه برخه ان په خپلو خپرونو كې هم ځواكمنوي او كوښښ كوي چې په خپله هره خپرونه: مجلو، ورځپاڼو او جريدو كې د پام وړ برخه وركړي. دوى د نړۍ حالات، سياسي پېښې، سايسني پرمختګونه او نورې شننې په خپله ژبه راژباړي او خپروي يې. كه څه هم هغوى په دې بخره كې اړ نه دي، چې دواړه متنونه سره څنګ تر څنګ كښېږدي او ژباړه وكړي، بلكې هلته د كمپيوټري پروګرامونو په مرسته ليكنې ژباړي، چې يوازې په ژبنيو قاعدو كې يې لاسوهنې، سمونې او زياتونې كېږي، ګونګ ټكي يې ليرې كېږي او ځينې پېچلې جملې يې بدلېږي رابدلېږي، ځكه چې په ژباړل شوي متن كې كومه پېچلتيا پاتې نه شي.
ځينې استادان ځكه وايي: "ژباړن بايد مقابلې د ليكنې پر ټولو اړخونو پوه وي، ګونګ مسايل بايد ورته پاتې نه شي". دا خو زموږ غوندې د وروسته پاتې ژبې ويونكو ته ښايي چې اصل متن څو څو ځلې ولوستل شي، بيا دې د ژباړې لپاره تيارى ونيول شي.
په پښتو خپرونو كې بايد ژباړه زياته شي، ځكه چې څو ګټې لري:
| افغانان په يو اضطراري حالت كې ژوند كوي، چې د نورو ټولنو په شان د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه هم بې برخې دي، دوى ته بايد نوي او تازه مواد له نورو ژبو څخه وژباړل شي، بيا دې د خپرونو له لارې ورورسول شي. چې هم د وخت د بېځايه ضايع كېدو مخنيوى كېږي، هم دوى د نړۍ له پرمختللي كاروان څخه خبرېږي او ځان ورسره عيارولاى شي.
| افغانان خوار او غريب خلك دي، چې د پوهنيزو كتابونو د رانيولو وس نه لري، كېدى شي يوه خپرونه ډېرې غوره ليكنې ولري، چې ژباړل شوې وي، چې په يوه خپرونه كې پر بېلابېلو موضوعګانو ليكنې راځي، په دې توګه د زياتو كسانو له ذوق او خوښې سره سم مضامين په كې موندل كېږي.
| خپرونې تر ډېرو سيمو پورې رسېږي، ځكه چې خپروونكي يې هڅه كوي، خپله خپرونه تر ليريو پرتو سيمو پورې ورسوي، نو كه څوك هڅه وكړي، هره خپرونه ترلاسه كولاى شي. اوس خو يوه دا قاعده هم راوتلې ده، چې ځينې خپرونې د خپلو خپرونو د هرې ګڼې ليكنې په انګرېزۍ كې هم چاپوي، چې بهرنيان پوه شي، په دې خپرونه كې كوم مواد چاپ شوي دي.
د ژباړو له لارې د بهرناينو تجربې او لاسته راوړنې له هېوادوالو سره شريكېږي، په ځانګړې توګه دې هغه كسان زياتې ژباړې وك ړي، چې له بهرنيو ژبو سره پوره بلد وي او يا هم اسانتياوې يې لري. تر هېواد دننه زيات ځوانان له پوهنيزو ليكنو سره مينه ښيي، داسې زيات ځوانان مو هم ليدلي، چې په خپرونو كې يوازې ژباړې لولي.
خو د دې تر څنګ زيات كسان ټينګار كوي، چې: "په خپرونو كې دې د ژباړه كچه راټيټه شي او يا دې هم هېڅ نه خپرېږي، بلكې د هغوى پرځاى دې د هېوادنيو ليكوالو ليكنې راشي، چې زموږ له ټولنې سره سمون خوري".
خو كه چېرې ژباړه نه واى، موږ به د نړۍ ستر پوهان، فلسفيان، ادبپوهان، ديني مشران او نور نابغه نه پېژندلاى، موږ په نړۍ كې هغه وخت خپل موجوديت او شتوالى مطرح كولاى شو، چې د نورو ژبو له پوهانو او د هغوى له فكرونو څخه خبر شو، يا هم ځانونه د هغوى په كتار كې ودروو. په دې منځ كې ژباړه د يوه پول رول لوبوي، چې ملتونه سره تړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery