مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

كمپيوټر او انټرنټ، يوه غوره وسيله

كه څه هم د انټرنټ او كمپيوټر له عمرڅخه ډېر وخت نه تېرېږي، خو بيا هم دغه وروستي شپېه- پنځه شپېته كاله د كمپيوټر او انټرنټ د پيلامې او پيل كلونه ګڼل كېدى شي.
كمپيوټر نړۍ ته يوه داسې وسيله شوه، چې چايې په نولسمه پېړۍ كې اټكل هم نه شواى كولاى. كه چا يې كومه خاكه په ذهن لرله، نو اوسنۍ پرمختللې بڼه به يې نه شوه انځورولاى.
خو د ژباړې په برخه كې كمپيوټر څه كوي؟
دا دى نيمه پېړۍ كې كېږي، چې د كمپيوټر يا په بله وينا ماشيني ژباړې لپاره سافټ وېرونه يا كمپيوټري اوزارونه جوړ شوي دي. چې په هماغو لومړيو كلونو كې يې د هېوادونو پانګونه وهڅوله او همغه مهال يې د نړۍ پام ځان ته راواړاوه.
هالېنډ په 1983م كال كې اووه لس ګيلدره چې اته نيم مليونه ډالره كېږي، د ژباړې د ماشين پر يوې څېړنيزې طرحې ولګولې، چې موخه يې د ژباړې په برخه كې د زياتو اسانتياوو رامنځته كول وو. همدغه لېوالتيا د نړۍ د نورو هېوادونو پام اړونه وه، چې دغه كمپيوټري ماشينونه يې نور هم پرمختللي كړل او دغه ستونزمن او ګران كار يې زياتو كسانو ته اسانه او هوسا كړ.
دغې ماشينې ژباړې ته Automatic Translation وايي، چې په لنډه موده كې يو متن په بېلابېلو پراګرافونو كې بلې ژبې ته ژباړي.
البته وړاندې به يوازې له انګرېزي څخه فرانسوي، جاپاني، روسي او الماني ژبو ته ژباړه كېده، خو اوس دغه ماشين انګرېزي ژبه په فرانسوي، الماني، اسپانوي، ايټاليايي، جاپاني، چيني او نورو... هم اړوي.
د نړۍ د دغو ژبو ويونكي زموږ په شان په دومره كړاو او ستونزو كې نه دي راښكېل. بلكې هغوى كه غواړي د بلې ژبې ګټورې او ارزښتمنې ليكنې ولولي، نو د دې ماشين په مرسته يې ژباړي او په ډېره اسانۍ سره يې لولي. هغه داسې چې په كمپيوټر كې دغه كمپيوټري پروګرام ته متن وركوي، هغه يې هم ستاسو د خوښې ژبې ته اړوي او ستاسو په واك كې يې دركوي.
دا په نړۍ كې د كمپيوټري حافظې رامنځته كېدل وو، چې يوي هېښوونكي او بېسارى پرمختګ ته يې لار اواره كړه. د همدغې ځواكمنې او كم مصرفې وسيلې په مرسته د ټولو انګرېزانو، فرانسويانو، جاپانيانو او ... ورپېښې ستونزې اوارې شوې.
هغوى په يوه دقيقه كې په زرګونو پراګرافونه په خپله ژبه او له خپلې ژبې څخه نورو هغو ته اړولاى شي. دغه پروګرامونه په انټرنټ كې هم ځاى پرځاى شوي، چې همدغه كار په څو ثانيو كې ترسره كوي او كه څوك د نړۍ په هره برخه كې وي، نو له دغه پروګرام څخه په كار اخيستلو سره هم خپل ټول هدف او خبرې نورو ته ورلېږدوي، هم د نورو ژبو ګټور توكي په خپله ژبه كې لوستلاى او كارولاى شي.
دا خو څرګنده خبره ده، چې په پرمختللو ژبو كې به نوي توري او لغتونه رامنځته كېږي او نورې اصطلاحګانې به راوځي، خو د دې پروګرام جوړوونكي كولاى شي هر كال دغه پروګرام ته يوه نوې بڼه وركړي او ټول نوي توري وروپېژني. كېدى شي دغه پروګرام ځينې جملې داسې سره واوډي، چې ګرامري تېروتنې په كې وي، خو انسان يې بيا بېرته سمونه په اسانۍ سره كولاى شي.
دا مهال اكثره موسسې او ارګانونه په دې رقابتي هڅه كې دي، چې دغه ډول نور سيسټمونه هم جوړ كړي، چې په څېړنيزو فعاليتونو كې ترې كار واخلي.
ان په اروپايي هېوادونو كې داسې نور ماشينونه هم جوړ شوي، چې غږ په تورو او توري په غږ اړوي، دغه راز كه تاسې په انګرېزي كې ورته خبرې وكړئ، دغه ماشين يې په هماغه ثانيه كې په فرانسوي، جاپانۍ يا نورو... ژبو اړوي. چې له دغه ماشين څخه زياتره په راډيوګانو كې كار اخلي او په دې برخه كې يې يو ستر انقلاب راوستلى دى.
خو له بده مرغه چې پښتو ته تر اوسه پورې په دې برخه كې هېڅ كار هم نه دى شوى. د يادونې وړ ده، چې زياتې نورې ژوندۍ ژبې هم لا له دغه نعمت څخه برخمنې شوې نه دي او كېدى شي ډېر كلونه وروسته له دغې اسانتيا څخه ګټه اوچته كړاى شي.
انټرنټ په نړۍ كې د كار و بار يوه لويه او مهمه وسيله ګرځېدلې ده، چې ټوله نړۍ يې د يوه واحد نړيوال كلي Global village غوندې سره تړلې ده، د شلمې پېړۍ ستره لاسته راوړنه انټرنټ و، د انټرنټ په دودېدو سره ګڼ شمېر خلك وزګاره شول، دا ځكه چې دغه وسيله د لسګونو او سلګونو كسانو كار په يوه وخت كې كولاى شي.
د نړۍ نور ملتونه په خپل تاريخ، كلتور او ادب پورې اړوند كتابونه او نورې خپرونې په انټرنټ كې ږدي، چې د نور خلك يې د نړۍ په هر ګوټ كې كتلاى شي. پرته لـه دې چې كومه ستونزه وګالي، كولاى شي ويې لولي، لـه ځان سره يې په خپل كمپيوټر كې خوندي كړي او ليكنه ورباندې وكړي.
لـه نېكه مرغه په دې وروستيو كې پښتو هم انټرنټ ته لاره موندلې، چې ځينې بهرمېشتي افغانان يې د لا تقويه كولو او ځواكمنولو لپاره كار كوي. اوس په انټرنټ كې پښتو وينډوز، پښتو ليكبڼې (فونټونه) او پښتو سيسټمونه شته، چې خلك كه هرځاى وي، خپل كمپيوټر ته يې راكښته كولاى شي، پرته لـه دې چې كوم لګښت يا مصرف پرې راشي، خپل كمپيوټر پښتو كولاى شي.
په دغو پښتو ويبپاڼو كې پښتو كتابونه، پښتو لنډۍ، شعرونه، تخنيكي ليكنې او نور مواد ځاى كړل شي، چې د هرې مياشتې په تېرېدو سره پراختيا مومي او باور لرم، چې په نژدې كلونو كې به پښتو هم د نورو ژبو په كتار كې ودرېږي.
خو انټرنټ داسې وسيله ده چې د نړۍ په هر ګوټ كې يې خلك كارولاى شي، بايد سمه استفاده ترې وشي، هغه انګرېزي ليكنې دې ځواب شي، چې د پښتنو پر هويت او كلتور يې سپكې سپورې ويلې دي. ځكه زيات پښتانه په نوره نړۍ كې خواره واره دي او نوي ماشومان يا تنكي زلميان چې كله دغه ډول ليكنې لولي، نو بد اغېز ورباندې كوي، يو خو كلتوري پرديتوب هغوى تر ګواښ لاندې نيولى، نو دغه مضرې ليكنې يې ذهني تېښته لا زياتوي.
هغه خپرندويې ټولنې چې په لره او بره كې كار كوي، بايد د افغانستان په تاريخ پورې اړوند كتابونه د دغو ويبپاڼو څارونكو ته ورولېږي، چې هغوى يې په پاڼه كې كښېږدي.
كه كوم مسلكي يا څانګيز قاموس هم ليكل كېږي، بايد په انټرنټ كې هم خوندي شي، ځكه په انټرنټ كې خلك لـه قاموس څخه په اسانۍ سره كار اخيستلاى شي، كه كوم تورى يې په كار وي، د الفبا په حساب سم لـه لاسه توري ته ورځي او مانا يې پيدا كوي. هلته د كتاب غوندې زيات لټون ته اړتيا ته پېښېږي.
كه چېرې د انټرنټ ارزښت او اسانتياوې په پام كې ونيول شي، زيات كسان به ورته مخه كوي، هم به يې لـه شتو معلوماتي توكو څخه سمه استفاده كوي، هم به په خپله يو څه توكي په كې خوندي كوي. نو اوس كه تاسې هم له خپلې ژبې، هېواد او ملي كلتور سره مينه لرئ، همدا نن قلم اوچت كړئ او ځان وازمويئ، چې څه كولاى شئ.

د پښتو د ودې او لا پراختيا په هيله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery