مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتو نيولوجېزم- نيولوګېزم (لغت جوړونه- ويى رغونه) يوه ستره اړتيا

په پښتو باندې د پوهنيزو كتابونو ژباړه كه لـه يوې خوا يوه ستره اړتيا ده، لـه بلې خوا د پرمختګ او پرمختيا پرلوري يو ستونزمن ګام هم دى. په دې برخه كې كه كتابونه ژباړل كېږي، نو يوه ستونزه چې زموږ ليكوال ورسره مخ كېږي، هغه په پښتو كې د ځينو پوهنيزو اصطلاحاتو نشتوالى دى. همدا اوس هم زياتې طبي ليكنې پښتو ته راژباړل كېږي، چې اكثره انګرېزي اصطلاحات يې ټكي په ټكي رااخيستل كېږي، په په پښتو كې يې انډول (معادل) نه وي. لـه دغه ډول ليكنو څخه يوازې هغه كسان ګټه اخيستلاى شي، چې د هماغه مسلك او مهارت لارويان وي. په هغه برخه كې معلومات او مطالعه ولري. لـه دې كبله زيات ليكوالان د پوهنيزو كتابونو ژباړې ته زړه نه ښه كوي.
كه كوم طبي كتاب پښتو ته ژباړل كېږي، 30 سلنه يې لاتيني او انګرېزي اصطلاحات رااخيستل كېږي. چې محصل اړ دى، هغه اصطلاح كټ- مټ ذهن ته وسپاري، حال دا چې په پښتو كې به يې اصلي مانا ډېره ښه كېږي او معادل تورى به ورته جوړېدى هم شي، نو لـه ژبپوهانو څخه هيله كوو چې د مسلكي كتابونو د زياتوالي او د ژباړې د ښه والي لپاره طبي، ساينسي او ... قاموسونه وليكي، چې كومه ستونزه پاتې نه شي.
كه چېرې د ژبپوهنې لـه قواعدو او اصولو ناخبره كسان لغت جوړونې (نيولوجېزم) ته لاس غزوي، ښايي پايله يې ګگټوره نه وي، ژبپوهان دغه كار ښه كولاى شي.
دا مهال اكثره هغه ليكوالان پښتو نيولوجيزم ته لاس غزوي، چې په بهر كې مېشت دي او دوى ګومان كوي، چې دا هڅې به يې ولس ته د زيات قدر او درناوي وړ وي. يوه بل ښاغلي ليكوال هم د شمېرپوهنې (رياضۍ) زيات كتابونه له نورو ژبو څخه پښتو ته اړولي، خو ده ان مثبت، منفي، مساوي او تقسيم ته هم له ځانه نومونه غوره كړي، چې زده كوونكي او محصلين بيا اړ دي، لومړى د ده له جوړو شويو تورو سره ځانونه بلد كړي، بيا د كتاب منځپانګه ولولي.بايد ټينګار وشي، چې د دې پرځاى چې پښتو نوره هم سخته او ګرانه شي، بايد هڅه وشي، د داسې تورو د جوړونې مخه ونيول شي، چې ژبې ته بدرنګۍ وربخښي.
كه څه هم په دې برخه كې زموږ د برلاسو او استادانو شمېره كمه ده، خو له همدې كمې شمېرې څخه هم بايد پوره ګټه واخلو. له دوى سره بايد مشورې او سلا وشي، چې هغوى څه وړانديز او خبرې لري. سمه ده چې د شخصي خپرندويو ټولنو له خوا پر ژبې او ژبنيو قواعدو دومره څارنه نه كېږي، خو ولس بيا دې ټكي ته زيات ځير دى، كه چېرې په كوم كتاب كې زيات نوي توري راغلي وي او دوى ورسره بلدتيا ونه لري، نو كه هرڅومره ګټور كتاب هم وي، ليرې يې غورځوي. د دې پرځاى چې ولس له ګټورو كتابونو برخې كړو يا يې له مطالعې څخه راوګرځوو، بايد كوښښ او هاند وكړو، چې په دې برخه كې له زياتي او افراط څخه كار وانه خلو، بلكې كه كوم نوى تورى هم جوړوو او موږ يې د كارونې اړتيا احساسوو، په كار ده چې له اړوندو استادانو سره مشوره وشي.
زيات داسې كتابونه چاپ شول، چې ليكوال به د كتاب په پاى كې يوه وييپانګه هم چاپ شوې، چې هغه ليكوال له ځانه رغول شوي توري په كې اوډولي او ماناګانې يې ورسره ليكلي دي.
"د ژبې كره كول، يوه اكاډميكه اړتيا ده. د نړۍ د ټولو ژبو ويونكو دا اړتيا حس كړې او ورسره سم يې د خپلو ژبو له بېلابېلو ګړدودونو (لهجو) څخه يوه سمه، سوچه، پر اصولو برابره او ټولو ته د منلو وړ ژبه راايستلې او عامه كړې ده".(9)
له بده مرغه چې اكثره كسانو يوازې لغت جوړونې ته مخه كړې او دا كار په داسې يوه حال كې كوي، چې د يو بل له هڅو دومره خبر هم نه دي، ځكه زياتره يې په ليريو پرتو هېوادونو كې مېشت دي، خو اوس وخت لغت جوړونه ستره اړتيا ده، خو داسې هم نه، چې هرڅوك دې ورته مخه كړي. بلكې په دې برخه كې بايد اكاډمي او نور استادان په ګډه ونډه ولري. ګنې دغه كار به د ګټې پرځاى تاوان وكړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery