مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په اسلامي ډګر كې

پښتو او اسلام سره تړلي د زنځير دوې كړۍ دي. هغه قوانين او قواعد چې اسلام يې لري، په پښتو كې هم شته او مني يې. د دې لپاره چې دغه مانيز (معنوي) اړيكي نور هم پياوړي شي او په خلكو كې اسلام لا غزونې وكړي، په كار ده چې په مسجدونو كې ماشومانو ته تدريسېدونكي كتابونه په پښتو وژباړل شي، البته هغه كتابونه چې په نورو ژبو دي.
زموږ زيات ملايان همدا اوس هم په كليو كې كه قدوري، خلاصه او يا پنج كتاب تشرېح كوي، ترجمه يې په پاړسي يا اردو وي، چې نه يې زيات ښوونكي په پوره مانا پوهېږي، نه هم زده كوونكي. خو كه چېرې دغه اسلامي كتابونه پښتو ژباړه ولري، هم به دغه ماشومان ورباندې ښه ترا پوهېږي، هم به زيات خلك ترې ګټه اخيستلاى شي، لكه څنګه چې په دې وروستيو كې زما خواږه دوست ښاغلي جان محمد كاكړ قدوري او نور ظلم په پښتو ژباړلي، چې زيات هركلى يې وشو، خو جان محمد كاكړ، بيا په دې د زياتې ستاينې او مننې وړ دى، چې په خپله لګښت يې خپاره كړي او په وړيا ډول يې وېشلي دي. دغه ډول نور كتابونه هم كه پښتو ته واړول شي، هم به خدمت وي، هم ثواب.
زيات كليوال خلك لا خبر نه دي، چې پنج كتاب (پنج ګنج) د خلكو لـه خوا ليكل شوى، كه نه د ايتونو ترجمه ده. ځكه همدا اوس هم ځينې ساده خلك وايي: پاك خداى په پنج كتاب كې فرمايلي دي:

كريماى ببخشاى برحال ما
كـه استـيم اسير كمند هوا
يا هم د حديث او ايت توپير نه شي كولاى، نو ځكه وايي: د پاك خداى يو حديث دى.؟!
كه چېرې نوي اسلامي كتابونه جوماتونو ته لار ومومي، لـه دغه ډول تدريسي- اسلامي كتابونو سره پښتو ژباړه هم مله شي، د عام ولس سترګې به هم روښانه شي، ملايانو ته به هم پوهونه اسانه شي، ځكه موږ اول مسلمان بيا پښتانه يو، پښتو تر اسلامي ارزښتونو ډېر اهميت لري، خو پر اسلام خبرتيا او په دې برخه كې مطالعه بايد هراړخيزه او په پښتو وي، چې دا دى اوس ځينو پښتنو دغه هڅه پيل كړې او هيله ده، چې دغه برخه نوره هم ځواكمنه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery