مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ژوند او مرګ



چي دي شاته وي پرې ايښي د زلمو كلنو ورځي
چي دي نه اوري پر څانګو د ځوانۍ د سپرلي ورځي
چى پر مخ دي ګونجي كرښي د مرګي شاهد ښكاريږي
چي نظر دي د هينداري له تصوير څخه توريږي
چي دي هره شپه له سترګو د لحد خوبونه پاڅي
چي دي هره ورځ په مخ كي د مرګى يادونه ناڅي
چي د خيال په سور او تال كي دي نغمه نغمه ګونګۍ سي
د ځوانۍ له شيش محله دي زلمۍ مستي پردۍ سي
د هيندارى په سپين مخ كي در ښكاره ځواني بوډۍ سي
او له شپو دي مسافري د ساقى پيالې زلمۍ سي
نه زنګېږي دي پر سترګو د ځوانۍ درانه خوبونه
نه دي خوب كي هره شپه وي نوي نوي تصويرونه
نه په خيال كي دي زاهد وي نه ريا نه خلوتونه
نه ياران وي درته پاته نه رندي نه محفلونه
نه دي هيلى كړي در مستي د پرون زاړه يادونه
نه په نوم د سباوون دي را ويښېږي مړه رګونه
نه په زړه كي دي د شونډو سور تصوير لمبه لمبه سي
نه د ښكليو له يادونو دي زړګى تغمه تغمه سي
نه دي مينه پر چا راسي نه مين وي څوك درباندي
نه د نه راتلو له زوره په اور سوځې لاندي باندي
وايه څنګه به تېريږي ناكراري ورځي توري
وايه څنګه سبا كېږى دا په شپو پسي شپې نوري
تر غوږونو به دي ګرځي هره ورځ دكوچ ږغونه
هره شپه به درياديږي د لحد زيمناكه خونه
ژوند به نه سي دركولاى څرك د نويو اشنايانو
كال په كال به جنازې وي د خوږو زړو يارانو
نه په درد دي څوك خبر وي نه په زخم دي پوهېږي
نه زګېروى دي تر غوږونو د خواخوږو ور رسېږي
د دې عمر به څه خوند وي له دې ژونده څه جوړېږي
له دردونو سره شپې دي چي اوږدېږي لا غمېږي
مګر ژونده زړه مي غواړي چي دا شپې مي نذارنه كړم
د هستۍ په مستو پښو كي دا يو هار دانه دانه كړم
دا يو ږغ له ستوني پورته دا يوه نغمه لا سره كړم
د شهباز له ژوندۍ ژبي يوه پورته ترانه كړم
پرون هېر كړم له يادونو لكه زر كلونه شاته
نن د مرګ جنازه واخلم پر اوږو يې كړم سبا ته
چي له مرګه سره سيال دى هغه قبر د پرون دى
چي د ژونده سره ښايي هغه نوم د سباوون دى
زر پېړۍ دي ښخي سوي زر په مخ كي دي يارانو
څه دي خپله راسره وي څه يادونه د دوستانو
نه ژوندون په آيينو كي د تصوير ترجماني ده
نه له ښكليو سره مينه نه مستي ده نه ځواني ده
يو قدم دى په كاروان كي د بې حدو سفرونو
د پېړيو په كوګل كي دوې شېبې دي د كلونو
نه هستي په ژوند خبرېږي نه نيستي په مرګ مړېږي
له تيارې څخه تيارې ته د رڼا كډه بارېږي

ويرجينيا
2004/4/24



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery