مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زه په خپله لمبه پايم



زه د غم په شپه پيدا يم خدايه مه وژنې غمونه
زه د عمر بندېوان يم ته مي لنډ كې دا كلونه
چي دنيا ته يم راغلى په هيڅ نه يم پوهېدلى
لكه خوب د سرګردان يم رانه ورك دي تعبيرونه
نه سفر مي په اختيار دى نه منزل را معلومېږي
كښېوتلى په كاروان يم نابلده رباتونه
نه د ورځي څرك لګېږي نه ساحل راته ښكارېږي
را تېر سوى تر توپان يم لا په مخ كي مي موجونه
نه په ژبه يې پوهېږم نه په لار د همسفرو
سره ځو پر يوه لوري سره بېل مو هدفونه
له محفل سره خندېږم په زړه لپي لپي ويني
د غاټول په مذهب راغلم پر سينه باندي داغونه
زه نه يار يم نه اغيار يم نه د چا سره پر لار يم
نه خبر په خپل رفتار يم زما تر شا پاتېږي پلونه
زه په خپله لمبه پايم لكه شمع په پانوس كي
كه مي غواړې په محفل كي چي مي مړه نه كې اورونه
له ښاديه غم پيدا دى كه له غمه ښادي زيږي
سر ګردان پكښي لقمان دى له ما مه غواړه رازونه
چي يې ږغ نغمه نغمه و په ټولۍ كي د يارانو
نن په ساندو كي يادېږي په نازېږي لحدونه
نه پرون بيرته ستنېږي نه سبا چاته ښكارېږي
نه له نن سره جوړېږي اميدونه هوسونه
له ازله تر ابده زولنې شرنګوي سيورى
نا اشنا يې دي ګامونه نا پيدا يې ځنځيرونه
جهاني څوك به پوښتمه د قلم له ګونګۍ ژبي
پيدا كړى يې باغوان يم نه اغزي سته نه ګلونه.

وير جينيا
2004/3/14



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery