مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

وراني جنډۍ



څو كلونه دي تېر سوي ختم سوي دي جنګونه
اوس نه بوى سته د باروتو نه غړومبېږي لوي توپونه

نه سكروټي را اورېږي نه په قار دي آسمانونه
نه ګولۍ اوري پر كليو نه تر هسكه ځي دودونه

نه د ټانګ له پښو لړزېږي سړكونه او كورونه
نه د توپ تر خولې راوزي سره د اوسپني اورونه

نه ماشومي سترګي ژاړي نه ورك سوي دي پلرونه
نه په كليو كي سپين ږيري ښخوي زلمي سرونه

نه لمبې پر پولو ګرځي نه بمونو سوځولي
نه پلټني د ماشومو سرو مرميو ډارولي
نه د ورارو نه د كونډو تر اسمانه ځي چيغاري
نه ملكي په سرو سترګو رالېږي ورته كوكاري

نه ناوياني ځي سر توري نه ښايستې له بامو غورځي
نه توپك سته په اوږو كي نه قاتلي سترګي ګرځي

نه په غلا دي څوك راغلى پر اوږو د سرو لښكرو
نه ښايسته كابل دوږخ دى له وسلو د زورورو

اوس د جنګ له كلو پاته لويي لويي هديرې دي
ځيني جوړي پر غونډيو څه هوارو كي پرتې دي

پر چا سرې جنډۍ رپيږي پر چا توري دي ولاړي
نه كيسې يې چا ته ياد دي نه په وياړي نه پر ژاړي

نه په زړه يې چاته قبر نه يې نوم چاته يادېږي
په دعا يې وي لاس پورته مساپر چي ترې تېرېږي

تر دې هري جنډۍ لاندي سل او زر ښخ دي خوبونه
هر يوه ورسره وړي په زرګونو ارمانونه

له چا پاته سولې كونډي پر چا بوري سولې ميندي
چا پرې ايښي يتيمان دي پر چا وكړېدي خويندي

پر قبرونو يې جوړېږي كله كله اتڼونه
هم زلمي ورته راوزي هم سرناوي هم ډولونه

جنرالان پكښي تېرېږي ورسره وي مست آسونه
ترانې د آزادۍ وي جوړوي پكښي جشنونه

دا د دوى د وينو زور دى ډك جامونه چي تشېږي
دا د دوى د مستۍ شور دى اتڼونه چي مستېږي

دا د دوى په نوم جوړيږي لوى نومونه منصبونه
آيينې يې خلګو غلا كړې پكښى ښيى خپل مخونه

دا د وراني جنډۍ زور دى چي ترې جوړ قهرمانان دي
شخ برېتونه غوړ مخونه هم شهيد او هم غازيان دي

څوك خبر په هغې مور دي چى دا غونه يې خوړلي؟
چا لښكري د ماشومو يتيمانو دي ليدلي؟

څوك خبر سوله چي څه سوې هغه كونډي هغه ښكلي؟
ها په سرو خپړو پاته په سالو كي نازولي؟

ها له وهمه د مرميو تر هېدلي تورېدلي
چا له ملكه تښتولي چا پر بل باندي پلورلي

هغه لوټ چي يې پلو سو له لښكره د غازيانو
هغه داغ چي يې لمن سوه د جهاد له افسرانو

څه پرديو ته به وايو خپل داستان د لوټماريو
څو به وسپړو زرګوني افسانې د برباديو

څوك به يوسي احوالونه تر قبرو د شهيدانو؟
چي يې څه وكړل ملګرو په ناموس په يتيمانو؟

له ازله تر ابده يو داستان دى تكراريږي
هوښياران يې ثمره خوري ساده ګان قرباني كيږي

ويرجينيا
2004/10/28



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery