مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

درڅخه ولاړم



ستا دپاره يې زه نه ليكم نظمونه
اې په خپل حسن مغروري نازولي
ستا له ياده مي توږلي دي خوبونه
رانه مه تښتوه وه شپې مى غلي غلي
پر اشنا لار مي شهيد كړله ګامونه
له سينې مي ستا سندري دي شړلي
راته مه يادوه تللي پيمانونه
پر دې لاره داسي ډېر مړي وتلي
زه هوښيار يمه د غرو لېوني نه يم
په تندي كى مى تېشې نه دي ليكلي
چي وفا كوم وفا درڅخه غواړم
چي جفا كوې له شپو څه دي ولاړم
نه به ځواني شپې لمبه كم ستا دپاره
نه تڼاكي پر سكروټو درته ژاړم
نه جنون به افسانه كم ستا د ميني
نه د ګور كاڼي مي ستا په نامه وياړم

ويرجينيا
2002/12/12


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery