مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

وروستى ماښام



يوه شپه چي شين آسمان له ستورو ډك و
د هر ستوري زما او ستا خوا ته سترګك و
د ډېوې په څېر انګړ كي بلېدلې
د سپرلي نسيم دي څڼى نازولې
تا د ميني كيسې يو په يو پېيلې
ما دي ډكي د اوبو سترګي كتلې
پر نرۍ غاړه دي لاړ د مرغلرو
په ګرېوان كي دي دانې د جواهرو
تور پيكى به دي پر ښكلي مخ را خپور سو
سپين تندى به دي د تورو زلفو كور سو
نه د ميني د خبرو مړېدلو
نه يوه بل ته په كتو ستړي كولو
چي د كلي په بر سر كي شور د سپو سو
وروسته زموږ كور ته نژدې چي ږغ د پښو سو
چي په زوره مو ځنځير په شرنګېدو سو
په سينه كي دي زړګى په دربېدو سو
هغه تور او بدهيبته قوماندان و
زموږ د ميني عزراييل بلا د ځان و
چي نفرت يې و په سيمه كي كرلى
د هر چا د سترګو خار پر امير ګران و
رغړولي يې سرونه د زلمو وه
په لړ زه ورنه وړوكى زوړ او ځوان و
ها بېباكه د لېوه په شان زلخوږى
د لړم په څېر مضر په زړه شيطان و
په زړه تور په كړه ظالم لكه نمرود و
په جامه كي هم غازي هم مسلمان و
سل پوړني يې د نجونو وه لوټلي
سل زلمى يې وه وژلي پهلوان و
ته يې پرېښودې يوازى زه يې بوتلم
كرۍ شپه له خپل جلاد سره پر پښو تلم
هر ګړى پر مخ لوېدم پورته كېدم
لڅي پښې پر تېرو تېزو اغزو تلم
ګراني نه سومه خبر ګناه مو څه وه
هغه شپه مو د بېلتون د ژوندانه وه
ستا په برخه به ازل وه څه ليكلي
زما په برخه د كلنو زولانه وه
نن دي سرې سترګي د قبر سر ته ژاړم
بس په خوب كي دي ديدن له خدايه غواړم
هغه شپه به مي تر مرګه هېره نه سي
ته مى پرې ښودې تنها زه درنه ولاړم
چي لوټمار ته د پلو دي وه راغلي
چي پرون وه هسي نن هم دي ښاغلي
چي خداى زور د انتقام نه دى راكړى
په نصيب مي مه واى ستا په شاني ښكلې
خداى دي مه واى قلم زما سره وهلى
ما دي توري سترګي هېڅ نه واى ليدلي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery