مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ته به يې او زه به نه يم



دا ته څوك يې چي دي ښار زما د خوبونو
د يادونو پر لښكرو دى نيولى
پل پر پل مي لكه سيورى راسره يې
لكه وهم زما تر زړه دي تيغ ايستلى
كله ډار غوندي د زړه په كليو ګډ سې
د سينې په قفسچه كي مي زړه ريږدي
آيينې مى كړې راماتي په كوګل كي
له زړګي مي ټول زلمي يادونه لېږدي
په تيارو كي مى روح داسى تلولى سي
وايم اوس به دا د خاورو كورګى پرېږدي
كله ليري د بوډۍ په ټال كي زانګې
لمن ډكه راته راوړې د رنګونو
د شبنم هره دانه دي آيينه سي
پكښي ناڅي دي څپې د تصويرونو
رنګ او بوى دي وي له خيال سره ملګرى
په شيبو كي مي كښت وكې د ګلونو
لكه سيورى د سپرلي داسي تازه يې
لكه لاړ يې د زلميو اميدونو
كله خوږ لكه رباب نغمه نغمه سې
كله ږغ د عزراييل پر زړه مېلمه سې
كله اوښكه د لېمو پر وطن ګرځې
كله ښار د ژوندانه لره پلمه سې
تارو پود مي ستا له خيال سره اودلى
نه دي نوم نه دي وجود مخ ته راغلى
نه دي ورځ زما له لېمو سره يوه كړه
نه مي خوب ستا له ديدنه نازېدلى
زما پر نظم پاچهي كوې بې تخته
د غزل پر هر پيوند مى يې اوډلى
دومره پوه يم ته به يې او زه به نه يم
ستا لمبې به آسماني زه به به ايره يم
ته باقي يې زه شېبه غوندي تېرېږم
د بريښنا په څېر پړكېږمه وركېږم
كه مى زړه ته ستا آواز نه واى لوېدلى
زه به څنګه واى په مينه پوهېدلى
د جنون تر ښاره تا يم رسولى
چى پر مېنه د ليلا يمه ښاغلى
ته به پاته يې پر پاڼه د شعرونو
ته به رنګ يې تر قيامته د نظمونو
ا لهامونه د ښكلا به دي اورېږي
له قلمه به دي حسن راتويېږي
څوك به پوه نه سي په راز د تصويرونو
له آدمه تر آذره تر عمرونو

واشنګټن ډي سي
19/7/2004


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery