مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ماته تيارې راوله



ما ته مه وايه چي شپه څونه اوږده سوه
ماته مه وايه چي كله به سبا سي
وايم شپه دي وي آرام يم په تيارو كي
هسي نه چى دا تياره شپې مو رڼا سي
نه مي څوك په انتظار نه ورځي شماري
نه د چا سترګي پر لار يم چي به راسي
زه په ويښه له ژونديو شېبو موړ يم
زه د ورځي له ښايسته په زړه موړ يم
كه پېرزو دي لا پر ما يو څو شېبې دي
ماته جوړي كه تيارې چى زه ويديږم
د هستيو له جهانه بېخبره
د خيالو نو په ټالونو كي زنګېږم
په تياره كي ابدي سكون ته ځمه
زه د شپې غوندي له وړانګو فنا كېږم
زما هستۍ ته وړانګي مه راوله نوري
پر ما جوړي كه د مرګ د وزر سيوري

وير جينيا
2002/9/9


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery