مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

حجه الوداع


په سره اهاړ كي د غونډۍ پر څوكه
چيرته ولاړ و نازولى د خداى
ورته راټول وه بېحسابه خلګ
چى واوري څه وايي ښاغلى د خداى
هغه د نور د دريابونو څښتن
چي ورسره وي آيينې د جانان
هغه د سولي او وروروۍ پيغمبر
هغه د تورو د ميدان پهلوان
چي يې تندي يوه سجده منله
چي را نسكور يې كړل د خټو خدايان
چي يې د جهل پر تيارو خپره كړه
رڼا د عقل پلوشه د ايمان
هغه د حق د سپينو تورو ژبي
تندر په كور كي د باطل او شيطان
سترګي او لاس يې كړل آسمان ته پورته
هغه د عدل او انصاف قهرمان

ويل يې واورئ زه به تل نه يمه
ستاسي له منځه بل جهان ته ځمه
ما مي كتاب دركړ د لاري مشال
پر هغه لاره خپل جانان ته ځمه

مقدس وګڼئ د بل مالونه
درته حرام دى مال د هر مسلمان
پام كوئ ويني چى د چا توى نه كئ
چي په غوسه به سي خالق د جهان
د ژوند مالك د آسمانونو څښتن
خرابه نه كړي څوك بناء د يزدان
پكښي پيدا كئ د حق سپيني لاري
درته پرې ايښى مي كتاب دى قران
په امانت كي خيانت ونه كئ
چي څوك آزار نه كئ د خداى بندګان

د ابل وصيت مي دى د ښځي په نوم
دا ښايسته رنګين مخلوق د سبحان
ښځه د كور ښځه د ژوند زينت ده
ښځه ناموس ښځه مور د انسان
ښځه ښايسته لكه د ګلو ګېډۍ
وركړى رنګ د جنتونو باغبان
ښځي له غيږي دي تر ګور ملګري
د غم ښادۍ د كور او اور ملګري

د حق مشال ويله خلګو واورئ
د حق په مخ كى انسانان دي يو شان
عرب، عجم كه په رنګ تور كه سپين دي
په ترازو كي د يزدان دي يو شان
هلته عمل دى د هر چا ملګرى
صاحب، غلام او سلطانان دي يو شان
ټوله په امر د سبحان رهي سئ
نه چي پر لاري د شيطان رهي سئ
هغه دښمن دى د آدم د اولاد
هم به مو دين او هم دنيا كي برباد
كه وصيتونه مي د چا وي په ياد
په دواړو كونو به يې زړونه وي ښاد

د حق مشال وكړې وروستۍ خبري
چى لګېدې لكه خوږې شكري
څو ورځي وروسته خپل جانان ته ستون سو
له فاني كوره بل جهان ته ستون سو
سوه دا نړۍ په اجاره د شيطان
زړونو ته ولاړه وسوسه د شيطان
لاري د حق سوې په تيارو كي پټي
پر وينو وسوه غلبه د شيطان
د خلګو هېري سوې وروستۍ خبري
له زړونو ولاړې د ورورۍ خبري
له هغه دمه تر دې دمه پوري
له آسمانو د غضب كاڼي اوري
د مځكي مخ د وينو رنګ اخيستى
لا يې پخوا دي ورځي سختي نوري

هغه د عدل او انصاف قهرمان
په وروستۍ ورځ يو حقيقت كړ بيان
چي زه پر مځكه يم وروستى پيغمبر
بل درته نه راځي د خدايه رهبر
ما درته راووړ له آسمانه كتاب
له خپل خالق له خپل جانانه كتاب
پكښي څرګندي د جهان لاري دي
هم د رحمن هم د شيطان لاري دى
ويرجينيا - 2003/10/31


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery