مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د جهاني د ژوند ليك په اړه



خوښ يم چي د هيواد د شعر او شاعرۍ په هسك كښي د يوه ځلېدونكي ستوري ښاغلي عبدالباري جهاني د ژوند ليك په اړه څه ليكم، ښاغلى جهاني كه په خپل هيواد او هيوادوالو كښي منلى او د اوسمهال د پياوړو، غښتلو او سرواله شاعرانو او ليكوالانو څخه ګڼل كيږي، د هيواد د پولو څخه په هغه خوا هم د ښه نامه څښتن دى، دغه ليكنه كندهار ته د 1384 ل كال كي د دوى د راتلو پر مهال د غوايي د مياشتي پر (14مه) نېټه په تېرو درو كالو كښي په پرله پسې توګه د درېيم ځل له پاره د اطلاعاتو او كلتور رياست له لوري د دوى په وياړ د يوې درنې او لويي شعرغونډي د پيلېدونكي وينا په توګه ما عبدالمجيد بابي واورول، دا چي په هغې كښي د ښاغلي جهاني د ژوندانه په اړه څو ټكي څرګند سوي وه له همدې امله كله چي نارنج خپرندويه ټولني ته د دوى همدا نوې راغونډه سوې شعري ټولګه (كوه طور) د چاپ له پاره سپارل سوې وه نو دا خبره هم ياده سوې وه چي همدا ليكنه دي د همدې ټولګي په سرپاڼو كښي ځاى ولري، كه څه هم په هغه شعرغونډه كښي هم ما يادونه كړې وه چي زموږ دغه نوموتى او پېژندل سوى شاعر د چا له لوري پېژندني ته اړتيا نه لري او ټول يې پېژني خو د دغسي مېړنيانو د ژوندانه د بېلا بيلو اړخونو بيا بيا يادونه هم د نن او هم د سبا له پاره د ارزښتونو څخه خالي نه وي، د دوى د پېژندني په اړه چي ما څه راغونډ كړي هغه ستاسو په وړاندي په لاندي توګه ايږدم :
ښاغلى عبدالباري جهاني د نن څخه 57 كاله دمخه په 1327 لمريز كال د كندهار ښار كابل دروازې ته نژدې د باميزو د كوڅې په ختيځه څنډه كښي د خپل سوداګر او شتمن پلار ارواښاد عبدالاحمد خان په كور كښي زېږېدلى دى. ښاغلى جهاني د پلار لومړى زوى او پلار يې د خلكو او دوستانو په منځ كښي د ښه نوم، پستې ګذارې او ښه چلند څښتن و.
د ښاغلي محمد معصوم هوتك په وينا جهاني لومړنۍ دوديزه زده كړي د ملا نورمحمد څخه تر لاسه كړي دي. كله چي د هغوى د ژوندانه ګړي د رسمي ليك لوست تر پولي رسېدلي نو يې په كندهار كښي ميرويس نيكه لېسې ته مخه كړې او تر دوولسم ټولګۍ پوري يې همدلته د لوست او زده كړي د پړاوونو يو ټاكلى پړاو بشپړ كړ. وروسته يې د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي كښي د تاريخ او جغرافيې په برخه كښي تر 1351 ل كال پوري لوړي زده كړي وكړې.
ښاغلي جهاني د پوهنځي په ټوله موده كښي د شعر و لوري ته په پراخه كچه مخه وكړه، شعر يې ښه وپاله او د هغه روزني ته يې ټينګه ملا وتړل څو نن دا وياړ لري چي په هيواد او د هيواد څخه دباندي په فرهنګي او ادبي سړيو او كړيو كښي د يوه وتلي او منلي شاعر په توګه ځلېدلى دى. دا چي نن د هغوى شعر ښكلى، منلى او د پختيا تر پولي رسېدلى دى دا د هغوى مينه ده چي د شعر سره يې د همهغه مهاله چي لا زڼكى وْ پاللې او روزلې ده.
كله چي په ميرويس نكيه ښوونځي كښي په لوست بوخت وْ د پښتو د نوموتو شاعرانو شعرونه د ده د فكر او ذكر مشغولا وه. په دغو مشغولاوو او بوختياوو كښي جهاني د لوړ تخيل تر هغي كچي ځان ورساوه چي له ځانه يې جهان ته لاس وغځاوه، د ده ښكلي شعرونه د خپرونو ښكلا سوه او د ډيرو لويانو، مشرانو اوځوانانو د پاملرني، كتني او اورېدني وړ وګرځېده او په دې توګه لا تر اوسه كه د ځان وْ نور د جهان سو او كله چي بيا ددغه جهان و جهان ته د بل جهان څخه سره په رابهېدو سوه او زموږ جهان يې سره تبۍ وګرځوله د مليونونو پښتنو او افغانانو سره د دې جهان جهاني هم كډه وكړه د خپلو خلكو د كړاوونو او ستونزو څخه د ډكو او ترټلو ورځو ليدو تر دې پولي وكړاوه چي ځان ځني هېر او خپل بېوزلي ولس ته يې په بېوزلۍ كښي داسي د تسل مرغلري راغونډي كړې چي د وركو د (وركي مېني) په وركو او اشلو پشلو پاڼو كښي د وركو زړونو درناوي او سلامي زموږ دغه ورك ورور هلته هم جهاني كړ، داسي جهاني چي اوس يې خپل او پردي ټول د يوه پاخه، وتلي او منلي شاعر په توګه پېژني، هغوى د شعر په نړۍ كښي د يوه نوښتګر او نوميالي شاعر څېره د ځان كړې، داسي شاعر چي د شعر منځپانګه او ورسره هنر او ښكلا يې هم ښاغلې او غښتلې ده چي د هيواد د اوسمهال د پښتو شعر برخه ورباندي وياړي.
كه رښتينې پرېكړه وسي دوى ته د دوى همدغو غښتلو او ښاغلو شعرونو د اوسنيو پښتو شاعرانو په شاعرانه يون كښي د ګوته په شمېرو مخكښانو تر څنګ د مخكښۍ لنګوټه ور پر سر كړېده او كه دغه ټوله خبري په څو لنډو ټكو كي راونغاړو نو بايد وويل سي : جهاني يو استعداد دى او شعرونه يې په پښتو ادب كښي د څرنګوالي، ډول او بڼې او هم د ښه او شعري موازينو په ګېڼه پسولل سوې زېرمه ګڼلاى سو.
د دوى په برخه كي دا پرېكړه نه زما ده او نه د هغه او دغه چا ده. دا پرېكړه د ولس پرېكړه ده، دا د ادب پوهانو او لويانو پرېكړه ده او دا د شعر د خوښوونكو او مينانو پرېكړه ده او پر دغو ټولو باندي د منلو او مهر لګولو په توګه دا د هيواد د وتلي او منلي ليكوال، څېړونكي، ژبپوه، شاعر او تاريخ ليكونكي ارواښاد علامه رشاد بابا پرېكړه ده.
چي دا پرېكړه د ټولو پرېكړو او د دوى په برخه كښي د ښو اندونو د څښتنانو د نظرونو د قبلوني له پاره ډېر ښه لاسوند ګڼلاى سو.
هغوى فرمايي : "ښاغلى عبدالباري جهاني ځوان پښتون شاعر دى، زما په خيال ابتكار او سلاست د ده د شعر ځانګړتياوي دي...
د ده پر نغمو مستي ناڅي، او د ده ترانو ته شاپېرۍ اتڼ اچوي... د جمال جلوې له ده څخه ځان او جهان هېروي.په دغه جذبه كي نه دى ځاني دى نه جهاني، د احتساب بېره يې له زړه وتلې وي، د مغانو پر دوكانونو په ډېره زړه ورتيا ګرځي، په خورا بې احتياطي د ميخانو تړلي دروازې ورټكوي، د حسن پر كعبو طوافونه كوي. د ميني د بت پر پښو تندي موږي، ځكه نو زه دى ياغي شاعر بولم.د ښاغلي جهاني د فكر شهباز د نوو معناوو په ښكار پسي ډيري هسكي الوتني كوي او بې ښكاره نه راستنيږي ځكه نو زه دى مبتكر شاعر بولم...
دا ځوان شاعر زيار باسي د ګران وطن پر شمه باندي سرښندونكي پتڼان د ستۍ كېدلو له پاره راوبولي. د ده شعر بې مبالغې د افغان ولس د ويښتيا له پاره هغه سوي چغي دي چي ږغ يې په اورېدلو كي د غوږ او په لوستلو كي د سترګو له لاري بڅركي پاشي. رنځېدلى او كړېدلى افغان ولس ملي وحدت ته هڅوي. د ده استعارې هغه تارونه او كنايې هغه ستني دي چي زړونه سره ګنډي...
د دې اسكېرلي ولس د سوځېدلي او لولپه هيواد په كربلا كي جهاني د حق پر شهيدانو ساندي وايي او كله د يزيدانو په لټون د ماغزو په غوړو مشالونه لګوي. زه د ده د طبعي په سينا كي هغه روڼاوي وينم چي د ډيرو به د هغو ديدار نه وي په نصيب سوى...".
درنو لوستونكو !
د ښاغلي جهاني په اړه به ډېر ، ډېر څه ووايي، خو ډېر به د لوى ښوواند علامه رشاد بابا سره د دوى د همدغو لورينو په برخه كښي همږغه وي. نو زه هم د ډيرو سره هملارى كېږم او د جهاني په برخه كښي د علامه بابا همدا پېرزوني د خپلي ليكني له پاره بسندويه ګڼم.

په درنښت
عبدالمجيد بابى
د كندهار د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رئيس
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery