مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پاچا نوى كالي



پخوانيو زمانو كي يو سلطان و
ډېر شوقى و د جامو مين پر ځان و
هر سهار يې نوي نوي اغوستلې
د پرون جامې يې لېري غورځولې
په دربار كي ورته جمع خياطان وه
په سكښتلو په ګنډلو هر زمان وه
سودا ګرو به جامې ورته راوړلي
چا په چين كي چا په هند كي ور ګنډلې
په هر ځاي كي چي به ښه ټوكر پيدا سو
سمدستي به تر لباسه د پاچا سو
په خبر په يوه ملك كي دوه ټګان سول
د پاچا د قصر خواته ور روان سول
ويل موږ د پاچهانو خياطان يو
په دې كسب كى اووه پښته نسليان يو
را سره د حكمتونو ډك ټوكران دي
په قيمت كي د طلا په تول دي ګران دي
دا يوازي دى لباس د پاچهانو
د دنيا د لويو لويو سلطانانو
موږ تر چينه تر ماچينه پوري وړي
پاچهانو پر ځانونو ازمېيلي
دې ټوكرانو كي حكمت دى د جوګيانو
په منتر يې دي راوړي له دېوانو
نه احمق او نه خايق يې سي ليدلاى
د جاهل سترګى يې نه سي پيژندلاى
چي باچا په هغه ورځ لباس په تن كي
يو په يو به ورمعلوم جاهل خاين كي
په وطن كي چي هوښيار او صادقان وي
هغه ټول به وزيران او جنرالان وي
يو خاين به په دربار كي وزير نه وي
يو جاهل به په وطن كي امير نه وي
پاچا خوښه كړه سلا د خياطانو
ويل ژر لباس راجوړ كئ هوښيارانو
چي معلوم په خپل وطن كي خاينان كړم
بر طرفه وزيران او جنرالان كړم

دوه ټګان سول په دربار كي نازولي
هم پاچا هم درباريانو ته منلي
په دربار كي يې شروع كړله كارونه
پاچا وركړه په قلا كي لويه خونه
حواله يې زر طلاوي خپل قېمت كړ
لا يې بار پر درباريانو نور منت كړ
چى پاچا د خداى سايه خدمت يې پور دى
د ټوكر قېمت په سل چنده لا نور دى
ذخيره يې په زرګونو كړې طلاوي
دوه ټګان وه يو تر بل توري بلاوي
له سهاره تر ماښامه به لګيا وه
پر تندي خولې راماتي په غوغا وه
ټګان ستړي كرۍ ورځ وه په كارونو
هم شرنګى و د قيچي هم ماشينونو
پاچا واستاوه سردار د وزيرانو
چي معلوم كي ځانته كار د خياطانو
چي كوټې ته ورداخل صدر اعظم سو
له حيرته يې زړګى قلم قلم سو
نه پر مېز باندى لباس و نه ټوكران وه
خو لګيا له كاره ستړي خياطان وه
يو خياط سو په ادب ورته را وړاندي
دواړه لاسه يې نيولي لاندي باندي

ويل مړه سولو سرداره له كارونو
شپه او ورځ مو يوه كړې پر ځانونو
دې ټوكر پسي مو پى كړل وطنونه
له پاچا سره ښايېږي دا رنګونه
دا زريني ليكي ټولي د طلا دي
سره رنګونه يې ياقوت لكه كيميا دي
هر يو رنګ يې دى د بېلو جواهرو
له هر رنګ سره تارونه دي د زرو
چي جامې يو ځلي جوړي د سلطان سي
زموږ كمال ته عالمونه به حيران سي
موږكانو غوندي پټ به خاينان سي
په غارونو به دننه احمقان سي
چى په ځير صدراعظم په ننداره سو
ځان خاين او هم احمق ورته ښكاره سو
له هيبته يې زړګى اره اره سو
له غيرته يې بدن خوله خوله سو
له ناكامه يې ور وړاندي كړه لاسونه
د خيالى ټوكر يې وكړل صفتونه
لاس يې جيب ته كى پيسې يې رابهر كړې
خياطانو ته يې سل طلاوى وركړې

ويل ارزي دا ټوكر په انعامونو
آفرين دى ستاسي دوو پر هنرونو
پټ په زړه كي پر خندله دوو ټګگانو
چي پيدا مو كړ وطن د جاهلانو
له سلطان تر وزيرانو احمقان دي
خاينان په دې وطن كي حاكمان دي
له قلا څخه بهر صدراعظم سو
له ژوندونه يې زړه مات قلم قلم سو
په دربار چي د سلطان سو ور دننه
ويل زما د سر امان دي وي څښتنه
چى وطن ته دي بللي خياطان دي
سل هنره ور بخښلي پاك سبحان دي
عجايب يې دي رنګونه د ټوكرانو
چي يوازي دي لايق د پاچاهانو
وروسته وار سو د قاضى د وزيرانو
ورپسې د لويو لويو جنرالانو
چي هر يو به سو راستون له خياطانو
په صفت مړېده نه وه د ټوكرانو
يو وزير به يې مين و پر رنګونو
هغه بل پر جواهرو هنرونو

يوه ورځ نوبت پخپله د سلطان سو
په يوازي ځان قلا ته ور روان سو
چي كوټې ته سو دننه د ټګانو
توره شپه يې سوله جوړه پر چشمانو
په حيرت حيرت يې وكتل مېزونه
تر نظر يې تېروله ټول كونجونه
نه درك و په ميدان كي د ټوكرانو
نه په لاس كي و اثر د خياطانو
په موسكا او په تعظيم ورته ټګان سول
تر قدمه يې په زر ځله قربان سول
ويل زموږ د سر امان دي وې سلطانه
اې د مځكى پر مخ سيورې د يزدانه
ستاسى ذات باندي جامې مو چي ګنډلي
پر وجود باندي مو نه دى ازمېيلي
چي په ځان كي دا جامې د لوى سلطان سي
زموږ يقين دى عالمونه به حيران سي
پاچا و ايستل له ځانه لباسونه
يو په يو يې لوڅېدله اندامونه
لوڅ لپړ و په كوټه كي درېدلى
هر اندام يې دوو ټګانو و ليدلى

چي هغوى خيالي ټوكران پرې ازمېيله
په حيرت حيرت پاچا ځان ته كتله
چي يقين يې د خپل ځان پر حماقت سو
خپل ګرېوان او خپل وجدان ته ملامت سو
له ناكامه يې ويل پرې تحسينونه
د واه ، واه يې باندي جوړ كړل بارانونه
ده هم وركړل انعامونه د ټګانو
په څو چنده له قېمته د ټوكرانو
شهادت د حماقت يې پر خپل ځان كړ
پر ټګانو چى يې جوړ طلا باران كړ
لس پنځلس ورځي وروسته وه جشنونه
تېرېدل د سلطان مخى ته پوځونه
د لباس كيسې عالم وې اورېدلي
تر ملكونو تر ښارونو رسيدلي
په زرګونو حاضر سوي وه پوځونه
په لكونو وه راغلي عالمونه
د غرمې پر مهال ږغ د نغارو سو
غړومبهارى د ټوپكو د توپو سو
پاچا مخكي ورپسې سل نوكران وه
د پاچا لمن لاسونو كى روان وه

په نارو سول په تحسين سول اولسونه
د پاچا يې د جامو كړل صفتونه
عالمونو زنده باد نارې وهلې
پر سلطان باندي دعاوي اورېدلي
خو احمق سلطان جامې نه وې ليدلي
لوڅ بدن ته خړي سترګي يې نيولي
تاج پر سر څپلۍ په پښو توره تر ملاوه
لوڅ لپړ پاچا روان لكه اشا وه
ټول عالم ليدل چي لوڅ سلطان روان دى
هر سړى پر ځان شكمن سو چى نادان دى
چا له بېري هلته سپوڼ نه سو وهلاى
د احمق نوم يې پر ځان نه سو منلاى
چي يو ځل يوه ماشوم ږغ كړه په زوره
ويل پلاره پاچا لوڅ روان دى ګوره
په يوه ګړي كي جوړه هنګامه سوه
د پاچا د لوڅ بدن خبره سره سوه
نه په منځ كي خياطان وه نه ټوكران وه
شرمنده ټول وزيران او جنرالان وه
ټګان تللي وه د وخته پر آسونو
اړولي يې پيسې وې تر ملكونو

ويرجينيا
12/12/2002

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery