مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پيريانانو حمام



يو سړى له ليري ځايه و راغلى
درې څلور ورځي مزل يې و وهلى
خوږېدى يې هر اندام ستړى په ځان و
هر هډوكى يې جلا جلا ستومان و
له چرتونو باندي خوب د شپې حرام سو
نيمه شپه روان پر لوري د حمام سو
په حمام كي د تودو اوبو مېلمه سو
هغه دم يې ستړى ځان خوله خوله سو
پر بدن تودې اوبه يې تويولې
له وجوده يې زړې خيري پرېوللې
ورو په ورو يې ستړيا كوچ وكړ هوسا سو
په چرتونو دكارونو د سبا سو
چى ناڅاپه څوك حمام ته سو دننه
داسي څوك ليدلى نه و ده تر ننه
پښې د اوښ وې نور وجود يې د انسان و
دى له وهمه لړزېدى ورته حيران و
دوه درې نور سول ور دننه لنګ وهلي
پښې د ټولو په يوه شان وې ناولي
د يوه د آدم زاد نه وې خپړي
پښې د ټولو وې ګردۍ د اوښ څپړي
چي تر سترګو يې شپږم اوم سړى سو
هر وېښته يې داسي زيږ لكه اغزى سو
په رګونو يې ورګډه زلزله سوه
له هيبته يې پر دوو سترګو تياره سوه
آزانګې يې په غوږو كي ګرځېدلې
دواړى پښې يې تر نوكانو لړزيدلې
را ولاړ سو چي نور ووزي له حمامه
چي يې پښه له وهمه وښويده ناپامه
په خندا سول چي حمام ته وه راغلي
خندا نه وه ځناور وه غړومبېدلي
دې خندا يې لا هنوز كړه بگېره زياته
دى روان سو نور يې ونه كتل شاته
سړي سمدستي په ځان خپلي جامې كړې
حمامي ته يې ور وړاندي څو پيسې كړې
خرپېدله يې په زامه كي غاښونه
ريږدېدل يې پښې لاسونه اندامونه

دواړي سترګي يې وې هېښي را ختلي
حمامي ته يې پيسې لاس كي نيولي
وې راغلي دې حمام ته انسانان دي
نيم وجود يې د سړيو نيم اوښان دي
د څپړو په رقم يې ګردۍ پښې دي
تر ورنو پوري وړۍ ورباندي شنې دي
حمامي له جامو خپله پښه ښكاره كړه
د سړي پر زړه يې لا تبه سپره كړه
د ده هم خپړي اوښ غوندي ګردۍ وې
د سړيو له ټولۍ څخه پردۍ وې
ويل داسي پښې خو نه وې د وګړو
داسي پښي راځي په جم ګي د څپړو
سړي سمدستي كوڅې ته كړله منډه
له هيبته يې نيژدې وه مېرمن كونډه
په كوڅه كي يې په سترګه يو سړى سو
لږ كرار يې د سينې دكور دربى سو
ويل مه ځه په حمام كي پيريانان دي
نيم سړي نيمى اوښان دي شيطانان دي
دوې ګردۍ ګردۍ وړينى يې څپړي
له هيبته زهره چوي د وګړي

هغه خپله پښه له مځكى كړله پورته
په هوا يې كړه نيژدې د سړي لورته
ويل داسي ګردۍ پښې خو به يې نه وي
دا كسان د پيريانانو د كاله وي
كه يې داسي پښې حمام ته وې راوړي
ګوره څوك دي آدم زاد نه دي زوي مړي
سړى پوه سو چى نوبت و د پيريانو
هغه شپه وه پر حمام د شيطانانو
نيمه شپه چى وه حمام ته رسېدلي
له وطن د پېريانانو وه راغلي
پښې د ټولو وې وړينى د اوښانو
بېګانه وه پر هيواد د انسانانو
د پيري د لاسه څوك ولاړ سي پيري ته؟
د لېوه شكايت څوك وكړي زمري ته ؟
هغه ورځ د خلګو مېنه خرابېږي
چي يې عرض د چا تر غوږه نه رسيږي
يا د ټولو پښې په رنګ وي د اوښانو
يا يې زامي يا منګول وي د لېوانو
له نوكره تر باداره په يو رنګ وي
په يوه خوله له اولس سره په جنګ وي
كور په كور يې هم جنګونه هم دعوه وي
خو فقير ته يې همېش سلا يوه وي
ويرجينيا - 26/4/2004

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery