مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د نمرود لښكري



كتابونو كي راغلى دا بيان دى
د نمرود د پاچهۍ پكښي داستان دى
په ميراث ور پاته سوي وه ملكونه
له مشرقه تر مغربه هيوادونه
په اوږو كي به تل سپور وو د ديوانو
پر ولاړي وې پيرې د پېريانانو
كه په سمه كه په غرو كي پاچهان وه
په دربار كي د نمرود به غلامان وه
جواهر د سمندر وه كه د غرونو
خزانو ته يې ورتلل په خرمنونو
په حرم كي يې زرګوني ښايستې حوري
ځلېدې لكه رنګينى مرغلري
په باغونو كي هر وخت مېوې پرېماني
د شرابو وې ويالي پكښي رواني
كه هر څه خالق وركړى دا قدرت و
دى منكر د لوى څښتن پر حقيقت و
ده خپل ځان باله خالق د كايناتو
ځان يې خداى باله د ټولو مخلوقاتو
ده سوځلي وه په اور كي هيوادونه
قتل كړي يې له څېلمي وه ښارونه
روا كړي يې خپل ځان ته وه مرګونه
ورته خلګ ښكارېدل لكه پسونه
چي هر څومره په دنيا كي انسانان وه
د نمرود په نظر ټوله غلامان وه
ده سجدې غوښتې له خپلو بندګانو
چي سرونه وي كاږه د انسانانو

د طالع جام يې په هغه ورځ نسكور سو
چي د كبر او غرور پر نيلي سپور سو
ويل وزمه په جنګ د آسمانونو
مځكه ځاى دى د كمزورو قدرتونو
د نمرود نوم به منلى ټول جهان وي
چي په جنګ مى راوتلى شين آسمان وي
چي په غشو د آسمان سينه غلبېل كړم
زورور به له كمزورو څخه بېل كړم

بندګان به مي له زور څخه خبر سي
پر سجده به راته مځكه، سمه، غر سي

نمرود پورته خپل پوځيان كړله پر غرونو
شيشنېدله مست آسونه پر دښتونو
ږغ سو پورته د سورنا او د ډولونو
يو نمرود و يادېدى چى په نظمونو
د آسمان پر لور يې غشي اوروله
د نمرود په نوم ناره پورته كېدله
نه دښمن چاته معلوم نه مورچلونه
ځغلېدله په دښتونو كي آسونه

د آسمان له لوري والوتل بادونه
ورسره وه د غوماشو لوى پوځونه
زهر مار يې وه ملګري د نېښونو
نمروديان يې قتلوله په زرګونو
په ساعت كي يې ور قتل افسران كړل
د مرګي يې مېلمانه لوى جنرالان كړل
نه په تاخته خلاصېدل نه څوك په زغرو
عزراييل ته حساب نه و د ككرو
له قضا يوه غوماشه بې وزره
چي په پوځ كي د سيالانو وه ډنګره
له آسمانه را اخيستې وه بادونو
برابره د نمرود سوه پر بريتونو
له برېتونو د سږمې خواته سوه پورته
لار يې وكړه د نمرود د ماغزو لور ته
د ماغزو په منځ كي جوړه يې دېره كړه
د نمرود يې د دوږخ په منځ كي شپه كړه
په ماغزو يې لګول تېره نېښونه
هر يو نېښ يې د مرګى تېره تيغونه
له عذابه يې سوه ډكه د ژوند خونه
ورنه هېر يې كړل عيشونه قدرتونه
چي هر ځل به يې نېښ ورغى وځانته
د نمرود به چيغي پورته سوې آسمان ته
چيغى نه وې انګولاوي غرغړې وې
نه انسان ته ورپه ياد داسي نارې وې
انګولاوي د نمرود چى به سوې پورته
حيواناتو به ځغستل د ځنګله لورته
لېونى غوندي به ګرځېدى په خونو
خپلي غوښى يې څيرلې په غاښونو
په علاج پوري يې ټول خلګ حيران وه
هوښياران وه، حكيمان كه طبيبان وه

نمرود ږغ وكړ پر خپلو نوكرانو
د دربار پر نازولو غلامانو
چي وهۍ پر ككرۍ مي په لرګيو
چي فارغ سم د دردونو له خواريو
چي پر سر يې اورېدل كاري وارونه
په نارو به يې كاڼه كړله غوږونه
له درباره به په تېښته وزيران سول
په غارونو كي دننه به خپلوان سول
چي بېسده به نمرود سو له وارونو
بيهوښۍ كي به كرا ر سو له نيښونو
څو شيبې وروسته به بيرته غرغړې سوې
تر آسمانه به يې پورته غلبلې سوې
سل لرګي به يې واهه په ككرۍ كي
چي نارې به يې كراري سوې مرۍكي
پوره سل ورځي يې وخوړل وارونه
د لرګيو تر باران لاندى نېښونه
ايله وروسته عزراييل پر مهربان سو
له فاني څخه باقي اور ته روان سو

هر بنده چى د غرور پر نيلي سپور سي
مخ يې تور سي ورته مخ د درد او اور سي
غرور حق دى د څښتن چي كبريا دى
د بنده غرور دوې ورځي دى فنا دى
ازل هر سړي ته ايښې خپله لومه
نمروديان كړي د غوماشي د نېښ شومه
چي يې وړلې د آسمان پر لور لښكري
آسمان څرنګه ورماتي كړې وزري
چي يې حكم چلېدى پر عقابانو
د غوماشي مسخره سو د سيالانو

ويرجينيا
10/10/2004



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery