مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

منظوم متلونه

اختر نه دى پټ مېړه چي معلوم نه وي(193)
ترې خبر دي اولسونه عالمونه
نه اختر د يوه چا په اجاره دى(194)
له قلا تر كنډوالو وي سره لاسونه


يو د آس په تمه جوړ كړي آوخورونه(195)
بل كمبود لري يو آس و درې نعلونه(196)
د ژوندون دپاره پوخ تدبير په كار دى
تل خورجين بايلي چي ډېر وهي چرتونه(197)


چي هډونه دي مات نه كړي د خپلوانو
سبا ورور دى چي دا نن درته تربور دى
چي يې تېغ د خپل دښمن په وينو سور كړ
په تندي كي يې معلوم د غيرت نور دى(198)



څه به غم څه به ماتم څه به ګيله واى
پښتنو كه پيژندلاى خپل مېړونه
يو له سلو سل له خاورو برابر دي(199)
يو شى نه دي د اوږو منځ كي سرونه


څه به بخت وي څه تدبير درلره بويه
پناه مه غواړه پر كور د غليمانو
له لېوه چي تښتېده وزه بې بخته
شپه يې واوښته پر كور د قصابانو(200)


مار د بل په لاس مړ نه كې كه هوښيار يې(201)
خپل بازو دي هم عزت هم درهمونه
بار چي خر نه وړي پخپله يې په شا كړه(202)
په خواري په زحمت ښه ښكاري مېړونه(203)



نه د بدو نه د ښو تعبير ترې كېږي
په چيغارو يې كاڼه كړله غوږونه
ښه ويله زموږ پلرونو هوښيارانو
له خالي لوښي لوى خېژي آوازونه(204)


يوه ورځ به دي د لاپو نيلى شل وي
چي ويل به دي تر هسكه ټوپ آسان دى
څه به سوۍ څه به يې بار څه به مزل وي(205)
نن به ګورو دغه ګز او دا ميدان دى(206)


چي پخپله په خبرو بډايي كړې
له ښاغليو څه لره سيالي كړي(207)
يوه ورځ به دي رسوا كړي سپېرې شونډي
په خبرو به تر څو پوري خاني كړې



وايي پور چى ځنډنى سي وركنى سي(208)
خداى پوهېږي چي وعده سي تر كلونو(209)
خو فرصت رحماني، بېړه شيطاني ده(210)
په سهلو به تړې د سود بارونه(211)


هر بنده په خپل وطن كي پادشاهي كړي(212)
هر سړي ته خپل وطن لكه كشمير دى(213)
په دنيا كي پردېسي بده بلا ده(214)
چي په كور كي وي امير بهر فقير دى(215)


ښځه ميره په ښايست مځكه په فصل
تلل كېږي تل مېړونه په لوزونو(216)
چي يې ژبه خپله نه وه مېړه نه دى
كه هر څو لاپي كوي د ميدانونو


د هيلۍ بچي ته ولي لامبو ښيې(217)
په لوى لاس ځان ګډوې په احمقانو
د خولې لاره ده ړانده ته ورمعلومه(218)
زړه به نه سوځې پر ډلي د ټګانو


كه تر بام كه تر آسمانه پورته كېږې
په زينو كي درته بويه قدمونه
له روپۍ څخه روپۍ را پيدا كېږي(219)
له ويالو څخه جوړيږي لوى سيندونه(220)


لباسي اشنايى نه كيږي تر مرګه
يوه ورځ به دا يوه لاره دوې كېږي
تر قيامته خو مي نه سې غولولاى
له ړانده لكړه يو ځلى وركېږي(221)



تور د تورو سپين د نجونو په نصيب دى(222)
د هر چا په قسمت نه دي ميدانونه
تېرې توري ته اوږه چي سموي څوك
هغه ګرځوي له ځان سره سپرونه(223)


د ځوانۍ شېبې د باد په شان تېرېږي
ورځي شپې بيرته چا نه دي ګرځولي
په سبا سبا چي مړ نه سې له لوږي
سپمولي هميشه وي سپو خوړلي(224)


په دروغو به تر كله پوري پايې
سپين ته سپين او تور ته تور وايه كه ښه كړې
له سل كاله عبادت سره ده سمه
چي يوه د حقيقت خبره وكړې(225)



سل كلنه يارانه خاوري ايرې سي
چي په خوله د منافق او د شيطان كي
برابر به وي له سلو جادوګرو(226)
يو سړى چى غيبت ګر وي په ميدان كي


مېلمانه د بې غيرته كور واكدار وي(227)
همېشه يې كيسې كېږي پر كورونو
چي په ننګه د بې ننګو څوك درېږي
شر ميدلى وي په كلي په ښارونو(228)


په ژاولن يوازي نه وي شرميدلي(229)
په خپل كور كي كه دوستان كه يې خپلوان دي
په قبرونو كي به مړي په شرمېږي
نارينه چي نه په خوى نه په زبان دي



د هغو خلګو شوقدر په نصيب وي
چي پر ځان يې دي منلى شوګيرونه(230)
څوك په ورځ كي تر مقصده نه رسېږي
چي په شپو نه كړي اوږده اوږده مزلونه(231)


ښه هغه چي دي په بده ورځ په كار سي
د ښې ورځي په هر كور كي ياران ډېر دي
چي په ښې كي يار، په بده ورځ بېزار وي(232)
د عسلو په دوكان كى مچان ډېر دي(233)


ښه خو دا چى لاس يې تش زړه يې سخي وي
چگي ډيريږي يې دنيا زړه يې تنګيږي(234)
چي دنيا يې ډيرول كفن يې يووړ(235)
په نابوده به جاهل سړى نازېږي



ډوډۍ خپله خوري دعا كوي پردو ته(236)
پر دنيا ساده ګان ډېر دي چي اوسېږي
په تيرا كي دي ډولونه د ښاديو
مامندى مسكين پر كور ورته ګډيږي(237)


ريشتيا كار د زورور يا ليوني دى(238)
هم پر سد يم هم خبر له خپله زور يم
په ريشتيا مى عبدالله تر مرۍ نيسي
كه يې نه وايمه خداى ته به مختور يم(239)


چي پر څنډه د شرابو د خم كښېني
موږك وزي د پيشيانو په جنګونو
و ليوه ته هم ښكنځل كوي په زوره
چى بزه سي يو ځل پورته پر بامونو(240)



سل منته د احتياج د يوې شپې وي
ترې بهتري د بيابان شپې دي اغزني
بزې رابه كړې شيدې په دې پوهيږم
خوله پوچو به وي ډكي او خيرني(241)


بلا پرېږده چي بيده وي ويښه نه سي(242)
د منزل پر لوري ګام اخله تېرېږه
كه بلا وهې نو مخامخ پر ورسه(243)
كه پر شا يې وهې مرګ ته تيارېږه


نه له مځكي نه راځي نه له آسمانه
بلا هر كله راځي له خپله ځانه(244)
چي دي وزيږي بلاوي له لمني(245)
بيا به څرنګه ګيله كوې له چانه



كه بنده كړي حركت خداى بركت كړي(246)
بنده هر كله حيران خداى مهربان وي(247)
مينه  وېره له بنده سره تړلې
بنده كله وي رحمان، كله شيطان وي(248)


بنده راسه د خداى خپل سه كه انسان يې
داسي تل اوسه پر بل چي پر خپل ځان يې(249)
كه دي خپل ګريوان هر وخت وي قاضي كړى
تر قيامته به پر سمه لار روان يې


اجل هر ګړى په ياد لره هوښياره
تل يې غشى را روان وي ناببره
بنده ليري موښلولي واټنونه
مرګي لار ورته نيولې نا خبره(250)



يو بيده بل بيده نه سي ويښولاى(251)
يو به ويښ وي چى بيده خلګ ويښېږي
لاري ډكي له اغزيو له خطرو دي
بېله خپلو څوك منزل ته نه رسېږي(252)


همېشه لره قيضه د خپلى ژبي
ځان دي وساته د زړونو له آزاره
عمر سل كاله لري بدي خبري(253)
رغېده نه وي د ژبي له پرهاره(254)


همېشه دي وي د بل دېګدان ته سترګي(255)
د بل لاس كي مړۍ غټه در ښكارېږي(256)
پر پردي دسترخوان سل مېلمانه غواړې(257)
ستا پخپله سپى په تاخت تر كور تېرېږي(258)


بيكاري همېش لنګېږي خواري زېږي(259)
تل زانګو د بد بختيو بېكاري ده(260)
بېكارانو ته شيطان كارونه ګوري(261)
شيطاني لار د دنيا د دين خواري ده


له خنجره چى يې سرې وينى څڅېږي
د قاتل پر نوم به څنګه منكرېږي
چي غلا كړي يې په كلي كى اوښان وي
هغه هم پر لاري ټيټ روان تېريږي(262)


سپى د اوښ په سايه تلى ويل دا زما ده(263)
خداى دي نه كړي له چا ورك خپل اندامونه
پكي وخوړه مړۍ د خان په كور كي
اوس له ناز څخه كاږه اخلي ګامونه(264)



كه هر څو يې خورې پردي خواړه په پور دي(265)
او پردۍ څپلۍ په پښو كي معلوميږي(266)
پردى كار كه دي ښه وكړ لاس دي تور دى
كه دي بد وكړ نو مخ دي په توريږي(267)


چي په چا كي د غيرت سترګى ړندې وي
تل پردي خواړه خواږه ورته ښكارېږي(268)
پردى خر شل منه بار سي په شا وړلاى(269)
پردى خر په خوږېدلو نه پو هېږي(270)


كه پردۍ بګړۍ پر سر د مار تړل دي(271)
پردى زوى هم په نازونو نه زوى كېږي(272)
پردۍ غوښي څوك پر ځان نه سي تپلاى(273)
پردى سپى تش د ډوډۍ په زور خپلېږى(274)


بد اولاد وي د خپل پلار په مخ كي زخه
كه يې پريږدې نو پر مخ بده ښكارېږي
كه يې پرې كړې نو تاوېږې به له درده(275)
نه پرې كېږي نه پر مخ پرېښودل كېږي


سړى هغه دى چى ومري په خبره
په تېره توره خو هر څوك وژل كېږي(276)
زوى هغه دى چى په سپينو تورو مړ سي
نه هغه چي به دښمن لره خړېږي(277)


په خپل كور كي خو مېږى هم توريالى وي(278)
پيشو هم پر خپله مېنه زمرى كېږي(279)
نر هغه دى چى يې نوم پر بيابان پروت وي
په كيسو كي د ميړونو چى يادېږي



شپه او ورځ دواړه ړانده لره يو شان وي(280)
چي بل نه كې و ړانده ته څراغونه(281)
د كاڼه تر غوږو ډول نه ور رسېږي
د ړانده په مخ كي مه كوه رقصونه(282)


زوم چي وشيندي روپۍ په كلي كور كي
ټولي پېغلي به يې وكړي خدمتونه(283)
هم پر خواښي هم خوښينى وي بې قدره
هغه زوم چي يې تړلي وي جيبونه(284)


مه دى خداى كه دوبى سوړ مه ګرم  ژمى(285)
كه هر څو ژمى د خوار غريب تاوان وي(286)
وايي كله به موسم د ژمي بولو
وايي هر كله چى باد او يا باران وي(287)


د پردۍ ګټي دپاره كي ځان ستړي
د مريانو خوارۍ كله چا منلي
كه څوك ځان او ايمان دواړه پكښي بايلي
سوى به تل وي د خاوند، سپي هسي ځغلي(288)


چي د چا وي عقل كم هر څه يې كم وي(289)
چي د چا وي عقل ډېر ژوند يې سمسور وي
عقل ورور دى د عزت سره جوړه دى
چي د چا وي عقل ډېر عزت يې پور وي(290)

(193) اختر پټ مېړه نه دى.
(194) اختر د يوه سړي نه وي.
(195) اخور يې جوړ كړ، ويل آس به خداى راكړي.
(196) كړې وړې چاره، يو آس نسته درې ناله.
(197) چرت يې واهه خورجين يې بايلود.
(198) چپ د توري ووزى يې سور دى، د هغه په ټنډه نور دى .
(199) يو په سل او سل په خاورو.
(200) وزه له لېوه تښتېده پر قصاب واوښته.
(201) د بل په لاس مار مه وژنه.
(202) بار چي خر نه وړي پخپله به يې وړې.
(203) خواري د مېړو په شا ده.
(204) له خالي لوښي لوى آواز خيژي. 
(205) څه سوۍ څه يې بارګى.
(206) دا ګز او دا ميدان.
(207) چي پخپله بډايي كه، ښاغليو سره څه لري سيالي كه.
(208) پور چي ځنډنى سي، وركنى سي.
(209) چي تر كاله سي، تر خدايه سي.
(210) فرصت رحماني دى، بېړه شيطاني ده.
(211) چى وسهېږي، وسودېږي.
(212) هر سړى په خپل وطن كى پاچا دى.
(213) هر چاته خپل وطن كشمير دى.
(214) مسافري بده بلاده.
(215) كه په كور كي امير دى، بهر فقير دى.
(216) د مېړه لوز ګوره، د مځكي فصل، د ښځي ښايست.
(217) د هيلۍ بچي ته لامبو مه ښيه.
(218) ړانده ته د خولې لار معلومه ده.
(219) روپي روپي پيدا كوى.
(220) رود له ويالو جوړ دى.
(221) ړوند يو ځل امساء وركوي.
(222) تورو د تورو دى، سپين د نجونو دى.
(223) سپر هغه ګرځوي چي توري ته اوږه سموي.
(224) سپمولې سپو خوړلې.
(225) سل كاله عبادت يوه خبره د حقيقت.
(226) سل جادوګره يو غيبت ګر نه دي برابر.
(227) د بې غيرته كور كاله مېلمه واكدار وي.
(228) د بې ننګو په ننګه به تل شرمنده يې.
(229) د ژاولن  په كور كي خپلوان شرميږي، په ګور كي مردګان.
(230) د شوقدر شپه په شوګير لنډېږي.
(231) كه د شپې ولاړ نه سې، د ورځي به مزله ته ونه رسېږې.
(232) د ښې ورځي يار، د بدي ورځى بېزار.
(233) د عسلو په دوكان كي مچان ډېر دي.
(234) دنيا چي ډېرېږي زړه تنګيږي.
(235) دنياداره چى دنيا دي  ډېرول سپين كفن دي يووړ.
(236) ډوډۍ خپله خورم ، دعا ستا سر ته كوم.
(237) ډول په تېرا ږغېږي، مامندى پر كور ګډېږي.
(238) ريشتيا يا زورور وايى يا لېوني.
(239) كه رشتيا نه وايم اللهY مي نيسي كه يې وايم عبدالله مي نيسي.
(240) بزه چي پر بام وخيژي لېوه ته هم ښكنځل كوي.
(241) بزې بزې شيدې به راكې خو له پوجو ډكي.
(242) بلا بيده ښه وي نه ويښه.
(243) بلا پر مخ وهل كېږي نه پر شا.  
(244) بلا نه له مځگكي نه له آسمانه، له خپله ځانه.
(245) بلا له خپلي لمني پورته كېږي.
(246) بنده دي حركت كړي، خداىY به بركت كړي.
(247) بنده حيران خداى پر مهربان.
(248) بنده د بنده رحمان دى، بنده د بنده شيطان دى.
(249) بنده راسه د خداى خپل سه لكه پر ځان داسى پر بل سه.
(250) بنده ليري موښلولې، مرګي لار ورته نيولې.
(251) يو بيده بل بيده نه سي ويښولاى.
(252) بې د خپلو څوك سرته نه رسېږي.
(253) د بدي خبرى عمل سل كاله وي.
(254) د توري ټپ جوړيږي د ژبي ټپ نه جوړېږي.
(255) سترګي يې د بل پر دېګدان وي.
(256) د بل لاس كي مړۍ غټه ښكاري.
(257) پر پردي دسترخوان سل مېلمانه هيڅ دي.
(258) تر كور يې سپى په تاخت تېرېږي.
(259) بېكاري لنګېږي خواري ترې زېږي.
(260) بيكاري د بدبختۍ زانګو ده.
(261) بېكارو ته شيطان كارونه ګوري.
(262) پټوي اوښان، ځي ټيټ ټيټ.
(263) سپى د اوښ په سايه تلى ويل يې دا زما ده.
(264) پكي د خان په كور كي ډوډى وخوړه پر لاري سمه نه تله.  
(265) پردي خواړه په پور دي.
(266) پردۍ څپلۍ په پښو كي معلومېږي.
(267) پردى كار كه دي ښه وكړ لاس دي تور كړ، كه دي بد وكړ نو مخ دي توركړ.
(268) پردي خواړه خواږه وي.
(269) پردى خر شل منه بار وړي.
(270) پردى خر نه خوږيږي.
(271) پردى دستار پر سر د مار تړل دي.
(272) پردى زوى نه زوى كېږي.
(273) پردۍ غوښي په ځان پوري نه موښلي.
(274) پردى سپى په ډوډۍ خپل.
(275) پرېښول يې عيب لرى پرې كول يې درد، ناخلف دى د خپل پلار په مخ كي زخه.
(276) په توره هر څوك مري، سړى هغه دى چي په خبره ومري.
(277) په توره مړ سې زويه، نه چي دښمن ته خړ سي زويه.
(278) په خپل كور كي مېږى هم توريالى وي.
(279) په خپل كور كي پيشو زمرى وي.
(280) ړانده ته شپه او ورځ يو شان ده.     
(281) ړوند په څراغ څه كوي.   
(282) ړانده ته ګډېږه مه كاڼه ته ډول مه وهه.
(283) زوم چي روپۍ شيندي، د كلي نجوني به يې خدمت كوي.
(284) زوم چي جيب تړلى وي، پر خواښي او خوښينى يې قدر خوړلى وي.
(285) ژمى دي سوړ مه سه دوبى دي تود مه سه.
(286) ژمى د خوار او غريب زيان دى.
(287) ژمى به كله وي چي باد او باران وي.
(288) سوى د خاوند وي سپى هسي منډي وهي.
(289) چي عقل نه لري هغه به څه لري، چي عقل لري هغه هر څه لري.
(290) عقل د عزت ورور دى، كه عقل لري عزت يې پور دى.



 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery