مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلي



ماته مه راښيه لاري د زمان دكږلېچونو
ماته مه شمېره ګامونه د پېړۍ د كاروانونو
ماته مه وايه چي ولاړل بيا په بيرته نه ستنېږي
نه ټولۍ راځي د تلليو نه يې شرنګ د آوازونو
د ترخو ورځو ډولۍ به د شېبو لښكري وخوري
راته مه تويوه اوښكي د يارانو پر يادونو
بې حسابه جرسونه پر دې لار باندي وتلي
څه مړ ژواندي نښي ګورې په كوګل كي د وختونو
زه لا نه يمه خپل سوى د پردو په ميكده كي
له خماره مي تورېږى رنګ د نويو شرابونو
جهاني پياله درنيسه د ازل د څاڅكو وېش دى
نه اشنا يو له محفله نه خپلوي ده له جامونو
2004/4/30
ويرجينيا



زه د مينى قلندر يم كچكول نه نيسم اسمان ته
نه د خضر په تلاښ يم نه جنون وړمه لقمان ته

نه د نن په مستۍ ښاد يم نه سبا به چا ته ياد يم
زه ازل سيورى پيدا كړم پل مي نه پرېږدي كاروان ته

نن يې بيا له سترګو اوري دوږخي زقوم په لپو
دا باران د رحم نه دى لمن مه نيسه توپان ته

د بلبلو تر موسمه د زاغانو سېل راغلى
پر شبنم توري پيرې دي بورا نه ځي ګلستان ته

دا له ليري چي ځلېږي د رقيب د كور ډېوې دي
موږ د شپو په ښار كي اوسو ورځ مو نسته شبستان ته
ما له ستورو دي پېيلي خپل نصيب ته امېلونه
د تعبير په حكم ځمه لاري مه نيسه كنعان ته

سپين كالي سره يې لاسونه د منبر سر ته ختلى
ابو جهل دى راغلى د بلال په شپه آذان ته

جهاني زما يې درباندي ستا دي هېر زما دي په ياد وي
ما يې پل و درښودلى تا يې لاس پرېښو ګريوان ته

2004/4/29
ويرجينيا



زاهد پر لار د ميخانې سو هيڅ يې ونه ويل
هلته چي ږغ د پيمانې سو هيڅ يې ونه ويل

ساقي پيالې كړې پر رندانو په وېشلو ستړي
دلته چي وار زموږ د پيالې سو هيڅ يې ونه ويل

د خسرو مينى د نكلونو شپې شيرينى كړلې
چى پكښي ذكر د تېشې سو هيڅ يې ونه ويل

د حق په چيغو يې كاڼه كړل د باطل غوږونه
چي يې نوبت د غرغړې سو هيڅ يې ونه ويل

چي د يوه اغزي په شور يې وطن سره لمبه كړ
اور چي په كور د پروانې سو هيڅ يې ونه ويل
چي يې سندري د لمبو په مزل نه سړېدې
رنګ چي بدل د زمانې سو هيڅ يې ونه ويل

بوډا اسمان شپې د ليلى په مينه سپيني كړلې
وار د مجنون د افسانې سو هيڅ يې ونه ويل

لا يې په خوله كي وه كيسه د جهاني د جنون
كله چي شرنګ د زولنې سو هيڅ يې ونه ويل

2004/6/8
واشنګټن ډي سي




د خلوت پر لوري تلمه ميخانه راغله له كومه
نيت مي تا ته د سجدې و بتخانه راغله له كومه
نه خبر دى څوك په شمع نه پانوس ته څوك ور ګوري
دې محفل ته د بېدردو پروانه راغله له كومه
تور وېښته مي پكښي سپين كړل هغه خُم هغه ساقي دى
په قسمت كى مي دا تشه پيمانه راغله له كومه
د آسمان تر چتر لاندي يا جنون دى يا مجنون دى
دا يوازي زما په برخه زولانه راغله له كومه
د نصيب د غشو سپر مي زخم زخم دى راوړى
ښكاري دام ته څه حاجت دى دا دانه راغله له كومه
نه كيسه د يوې شپې ده نه ګيله د يوه زخم
توره سره لاس دي رنګين دى بهانه راغله له كومه
كه دي خيال د قفس نه و چى زګېروى مي زولانه كړې
وايه زړه مي در وارى سه دا سينه راغله له كومه
له بګړۍ تر پلوونو توري ستړي سوې په وينو
تر دې لژند مازيګره پښتنه راغله له كومه
د شهيدي ځوانۍ ګور مي له جنډۍ له شناختى هېر دى
پر پاتا مي د خيالونو ترانه راغله له كومه
تورو شپو تياره پېړيو شېريني د كيسو يووړه
زما تر ستوني دي فرهاده افسانه راغله له كومه
نه يې شرنګ و په رباب كي نه يې رنګ و په كتاب كي
شيخه دا منصوري چيغه مستانه راغله له كومه
جهاني سفر نيمګړى لاري لنډي وې د اوښكو
زما ګرېوان ته يې خالقه اشيانه راغله له كومه

واشنګټن ډي سي
2002/10/13



ساقي هوښيار يمه څو چيغي مي د شور پاته دي
زما د نصيب جامونه څرنګه نسكور پاته دي

زاهده مه راوړه محفل ته توبه ګاري كيسې
چي مي په سپينو كي يو څو وېښته لا تور پاته دي

تازه زخمونه مي د خيال په اوښكو مه لمبوه
د منصوري قسمت مي څو كاڼي لا نور پاته دي

آيينې ولي مي خوبونه د لحد ويښوې
نيمګړي عمر ته مي ورځي د پېغور پاته دي

شپې د ځوانۍ لكه شېبې د وصل وځلېدې
د وروستي مني مي يو څو پاڼي پر كور پاته دي
د زكندن شپو ته مي مه نيسه بخيلي سترګي
لا د نمرودي زمانې لمبې د اور پاته دي

ساحله زه د عقل سترګي په خيال نه زنګوم
چي د توپان په زړه كي څو سېلۍ د زور پاته دي

د جهاني عمر به وروسته نذرانه در وړمه
پر وزرونو مي شغلې د پانوس پور پاته دي

وير جينيا
2002/11/22




شبنم رنګه په نيمه شپه تنها راغلى يم
يوه شېبه تر غيږي د اشنا راغلى يم

غرور كه مي تر پښو پوري سجدې ته نه در وزي
قسمته مرور ومه پخلا راغلى يم

په شونډو دي قسم خورمه له ځانه خبر نه يم
ساقي چي په ښكاره يم كه په غلا راغلى يم

اغزي غوندي به ښكارم اوس د ګلو په كېډۍ كي
زلمى درڅخه تللى وم بوډا راغلى يم

نصيب مي لېونتوب ته كور او ګور دى ور ښودلى
پر لاره د خوبونو تر بېديا راغلى يم
چي زما له سوځولو ډير غره نه سې اسمانه
يو نوم يم په جنون كي تر ليلا راغلى يم

نه شمعي نه جامونو نه رندانو يم ليدلى
د مينى په وزر كي تر بورا راغلى يم

راځه جهاني څو به د مرګي سره وعدې ته
د عمر هديرې ته مي پخوا راغلى يم

وير جينيا
2004/4/30

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery