مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ((مټکور)) د دويم چاپ سريزه



مټکور زما د شعرونو لومړۍ ټولګه ده، چې اساساً پر ١٣٦٩ل کال چاپ شوې ده. ((اساساً پر ١٣٦٩ل کال)) ورته ځکه وايم، چې د همدې کال په بهير کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې له خوا د چاپ پلان کې وه او د همدې کال د وروستيو درېو مياشتو په بهير کې د همدې ټولنې له خوا چاپ ته لاړه. ترننه نږدې شل کاله دمخه، چاپ دومره پرمختللى نه و، هغه وخت د چاپ توري اکثره له سرپو نه جوړېدل يا اوسپنيز وو، يو يو تورى به په ځانګړي صندوق کې پروت و، کله چې (الف) نه تر (يا) پورې هر تورى په کارېده، نو بيا به حروفچين، همغه صندوق ته، ته او اړتيا وړ تورى به يې را اخيسته، دا توري به يې پر يوه ډېر اوږده مېز، چې لس پنځه متره واټن به يې درلود، په همغو جوړو شويو صندوقونو يا کورونو کې ايښي وو. د يوې کلمې لپاره که د يو توري ټولوونکي تګ اوراتګ محاسبه کړو، کېدى شي سل متره پلى واټن يې هم وهلاى وي، دا نو بيا د يوه کتاب په لسګونو زرو او يا هم لکونو کلمو ته محاسبه کړه. دا توري بيا يو تربله څنګ په څنګ اېښودل کېدل او پر يوه تار تړل کېدل، په دې ډول ترې يوه کلمه، بيا کلمې، بيا جمله او جملې او بيا هم متن جوړېدل، کله چې به دې په کې سمون راوسته، هغه کلمه به بېرته خلاصېدله، خو لنډه دا چې خورا زړه چاودون و. دا کتاب ما په همغه شکل چاپ کړى دى. زه دا مهال د کابل پوهنتون د درېيم ټولګي محصل وم، د درسونو ترڅنګ مې نور فرهنګي مصروفيت هم درلود او چاپخونې ته به هم هره ورځ روان وم، کله چې د کتاب د چاپ او سمون لومړني کارونه خلاص شول او ماته يې وروستي توري راکړل، نو دا مهال ١٣٦٩ل کال خداى پاماني وکړه، ما کتاب قدرمن استاد کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي او ګران ورور محمد ابراهيم شينواري ته د سريزو لپاره وسپاره، زما بل ملګري ممتاز ارمان لا وار دمخه پرې سريزه کښلې وه، څه موده نور هم د سريزو په خاطر وځنډېده، نو ځکه خو د استاد روهي او ښاغلي ابراهيم شينواري تر سريزو لاندې (١٣٧٠/١/٢) او (١٣٧٠/١/١٣) نېټې ليکل شوي، ما د لومړي چاپ او دويم چاپ پر مهال دا نېټې ځکه بدلې نه کړې، چې زموږ ګران لوستونکي د هغه وخت له چاپي بهير سره لا ښه اشنا شي، چې د يو عادي کتاب چاپ هم هغه وخت څو مياشتني واټن ته اړتيا لرله. د زمانې څرخ تاوېږي، چاته صبر نه کوي، اوس چې له هغې زمانې نږدې شل کاله تېرېږي، استاد روهي زموږ په منځ کې نه شته او د هغه په حق کې له دعا پرته نور هېڅ زموږ له لاسه نه کېږي، ګران ابراهيم شينوارى او زه (يون) ژوندي او پر خپل وطن يو، ممتاز ارمان هم رانه مهاجر شوى دى. خداى(ج) خبر چې ددې شعري جونګ تر درېيم چاپ پورې به موږ ته څه پېښېږي. په همدې خاطر مې د خپل تېر شلکلن فرهنګي کار پر بيا سمون، اوډون او بيا چاپ لاس پورې کړ، پر ژوند ډېر بې باوره يم او ژوند پر ما ډېر ناباوره دى، نه غواړم زما پر کړي کار سبا ته نور څوک په تکليف شي، څه چې مې کړي، ښه دي که نا ښه، پوره دي که نيمګړي، کره دي که ناکره؟ ښه ده چې خپله يې راټول کړم چې د ټولو پازوالي زما پر خپله غاړه شي.
راتلونکى نسل به ددې وخت ونه لري، چې زموږ په ماتو ګوډو ليکنو پسې وګرځي، د هغوى ليکنې او پنځونې بايد تر موږ اوچتې وي او که اوچتې نه وي دا نو ددې مانا ورکوي،چې ژوند او فکر ولاړ دى او پرمختګ نه کوي، خو دا زموږ د اوسني نسل وظيفه ده چې خپل کارونه په خپله خلاص کړي او په هغه تسلسل کې خلل رانه ولي چې تېرو تر موږه رارسولى او زموږ دنده ده، چې تر بل پښت يې ورسوو، د بشري ژوند ارتقا د همدغه تسلسل ترکيب دى.
له ټولو قدرمنو ليکوالو دا هيله لرم، له يوه نسل څخه بل ته کلتوري خلا پرې نږدي او تر خپله وسه پورې د وخت له تخنيکي امکاناتو ګټه پورته کړي او خپله ځاني او ملي، ټوله کلتوري شتمني خوندي کړي.


د همدې هيلې د بري په ارمان
پوهندوى محمد اسمعيل يون
کابل- افغانستان
١٣٨٧ل کال، د سلواغې ٧مه.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery