مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مټکور داستایون لومړنۍ شعري ټولګه

ژړغونى آه

د ژړغوني آه پر شونډو تلوسې وځلي
د عشق په عقل کې چې مينې ته اسرې وځلي

واوړي تکل د اور تر پولو په تڼاکو پښو
د مستقبل پر اننګو چې ارادې وځلي

شعره! د اوښکو حسن ښکل کړه په چاودلو شونډو
چې د وير بحر کې دې عشق څپې څپې وځلي

لامبي څپه چې ستا د خوند زما د اوښکو په سيند
د پرهري اميد په سترګو مې ګيلې وځلي

داسې مې ښکاري د سورکي زړګي پولۍ له لرې
لکه د يار په اننګو کې چې خولې وځلي

واړوه عشقه! د تنکي ارمان غوټۍ مې په اور
اخر به ستا د هوس سيند کې هم لمبې وځلي.
١٣٦٦/١٠/١٢

تر کاڼو لاندې

زړه نه لمبې چې د خندا وتلي
ورته له خولې نه مې د تا وتلي

دا چې هغوى په زغرده خاندي پر موږ
څه شى دې زړه نه ورته بيا وتلي

ټول قوتونه د پرديو دلته
ښکاره راغلي دي په غلا وتلي

دا اسمعيل تر کاڼو لاندې کړئ ښه
بيا يې له خولې ځنې رښتيا وتلي.
١٣٦٧ل کال


درې مياشتې مخکې

درې مياشتې مخکې
زه او يار مې سره
سترګې پر سترګو شولو
ما د هغې سترګو کې
هغې زما سترګو کې
د يوه ژوند د اميدونو کيسه وکرله
سره موسکي شولو او ومو خندل
بيا د هغې سترګو کې
زما د هيلو اميدونو انځور وګرځېده
او بيا زما سترګو کې
ددې د سترګو تصوير پاتې شو
تراوسه پورې.


هغه چاته چې سترګې يې زما
سترګو ته خواږه راکوي

نور دې د سترګو په خوږو کې سترګې نه موښمه
نور دې د ګرمو اننګو په ګرمو ميو نظر نه ډوبوم
نور دې د نرمو ښکلو شونډو د خوندونو سيند کې نه لامبمه
رانه هېرېږې
رانه هېرېږي د ستي هيلو ساړه اسوېلي
د غيرتي اوښکو مست رود، د وينو مستې څپې
د منصوري وطن د وينو ليکې
د غم او اور د توپانونو ستړى شوى کاروان
نو راته مه ګوره خوږې خوږې په ښکلو سترګو
او پر احساس مې د سرو شونډو د خوندونو خواږه مه اوروه
چې رانه هېر نه شي
ددې وطن د هر بچوڼي د ويرونو فرياد
د وينو رود د اوښکو سيند
او د ځوانانو او زلمو کتار کتار جنازې
کتار کتار...

١٣٦٧/٤/١

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery