مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مټکور داستایون لومړنۍ شعري ټولګه

د تېزابو باران

زما د عشق د تنکو هيلو سترګې
لا د هوس د خوږلنيو په بڼ
د ګل پر پاڼو غوړېدلې نه وې
چې تا د قهر د تېزابو باران
د اورني اسمان له شونډو څخه
په زغرده زغرده پرې راوه وروه
او دتنکۍ مينې په سترګو کې دې
د وير لمبه په خندا تاوه کړه راتاوه کړله.


١٣٦٦/٦/٢٦


سندرغاړي

د ختيځ- لوېديځ وګړو!
د مرګي له وېرې مړاو مړاو هيلو!
د ژوندون په جېل کې بندو د نړۍ د هوسونو پاچايانو!
او د عشق د رنګينيو د سيندو مستو څپو کې
ستړو ستړو ماڼو ګانو!
د ژوندون هره شېبه مو
د نڅا و خنداګانو په ټالونو کې کړه تېره
په هر رګ کې د وجود مو
د عطرو وينه جاري کړئ
او هوس هوس زړګو ته
د خوښيو لمبې غړپ کړئ!
چې کلونه مودې وشوې
د مرګونو سندرغاړي
زموږ کور کې مېلمانه دي
هغه لويه هوجره ګورئ!
چې شاوخوا يې د زمزم ويالو نيولې
او په مخ کې يې د توتو انګور تاکو ونو شين
سيورى جوړ کړى
په همدغه ځاى کې ناست دي
يو سپين ږيرى په کې نه شته
ټول ځوانان ترېنه راتاو دي
په هر وار چې ترنګ او ترونګ شي
له څو تنو روح جلا شي
بس کلونه مودې وشوې
چې زموږ د کور هوجره کې
سندرغاړي مېلمانه دي.

١٣٦٩/٤/٢٢


د طاعون په لوپټه کې


د طاعون په لوپټه کې
د سرزورو احساساتو
شينکى فصل ټوکېدلى
د ياغي مينې په تور يې
لاس و پښې دي پرې تړلې
د اجل وږمه پرې اوري
رژوي يې خنداګانې
خو د روح قاتلان (دواړه)
ورته ګوتې پر غاښ ناست دي
وايي څه مټکور عشق دى
وايي څه لمبه جذبه ده
د اورونو ټال کې زانګي
د ژوندون سندرې وايي!؟

١٣٦٩/٦/٥


د احساس لوخړه


ما د لمبو د ترحم په سيند کې ولمبوئ
او د حسين قهر په سترګو کې مې
د توندې مينې د احساس لوخړه
د اور په غېږه کې د وير په تنور
د اور لړوني غوندې تاوه کړئ
د مينې په لاس
څو چې د عشق له کاڼو سترګو څخه
د سوزېدلي احساس کړيکه باندې
د عاطفې اوښکې راوڅڅېږي
او د جنون پر دود وهلې دښته
تنکي تنکي ګلان راوټوکېږي.

١٣٦٦/٦/٢٥
خوشال خان لېسه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery