مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مټکور داستایون لومړنۍ شعري ټولګه

د اسرافيل شپېلۍ

د اورنيو اغزو زړه کې ښکلا چېرته لګي
د سوو شونډو په لمبو کې خندا چېرته لګي

زما د زړه د پرهرونو سره او شنه ګلونه
ستا د خمارو زلفو ول کې اشنا چېرته لګي

منم احساس مې د اورونو زړو کې ګل ټوکوي
خو ستا د بزم رنګينيو کې دا چېرته لګي

خانده په کړس مې د تڼاکو شونډو ليکو باندې
د خوږلنيو په محفل کې ګدا چېرته لګي

د اسرافيل د شپېلۍ غږ ورته راورسېده
د پښتنو سپېره وطن کې رڼا چېرته لګي

خود ستا دمينې د رنګينې کوڅې ګوټ ته نه ځم
د ميو ډنډ کې د سرو اوښکو ځلا چېرته لګي.

١٣٦٧/٧/١١

د جنګ باج

ارمان د اوښکو نازولو وخوړ
لکه موسکى شبنم چې ګلو وخوړ

ددې ګلاب ګلاب وطن حسن مې
څه هم پرديو څه هم خپلو وخوړ

چاته لمبه لمبه احساس وښيم
وطن زموږه نابللو وخوړ

څه بې پښتو شول پښتانه د وختو
باج د جنګونو ترې مغولو وخوړ

يو اسمعيل په دغه لوى کلي کې
نيم نازولو او نيم ښکلو وخوړ.
١٣٦٧ل کال

د سيند په منځ کې

چې د نن پر زلفو وټومبم ګلان کتار کتار
لکه شنه چې پسرلي کړم پر بيابان کتار کتار

دا خوږې خوږې خبرې دا خوږې وعدې مې خيال کې
ټوکوي د جنت حورې او غلمان کتار کتار

پس له مرګه به زموږه يوه ورځ همداسې راشي
درېدلې به وي دار ته رهبران کتار کتار

څه اولې مينې وسو څه خوږې يارانې دود کړو
اوس ولاړ د سيند په منځ کې پښېمان کتار کتار

بس همدا د ساده ګانو د سندرو غزل وايه
چې ترې وځي هره ورځې هوښياران کتار کتار.

١٣٦٩ل کال د وري مياشت

سوى ګودر

سترګو اوترو ورته هېڅ ونه وې
د زړه سندرو ورته هېڅ ونه وې

لويه څپه د اوبو راغلله پرې
د اور بڅرو ورته هېڅ ونه وې

هغوى زموږه وينې تويې کړلې
زموږ ملګرو ورته هېڅ ونه وې

تېره لمبه شوه د پرديو دلته
زموږ لښکرو ورته هېڅ ونه وې

نظر مې ښکل کړې خوږې شونډې د يار
لمبو شکرو ورته هېڅ ونه وې

د ليلا ګانو ګودر وسوځېده
خو سرببرو ورته هېڅ ونه وې

اخر يې ښکل کړ اسمعيل په شونډو
د چا خبرو ورته هېڅ ونه وې.

١٣٦٧ل کال د سلواغې مياشت


مړاوي اننګي

ژوند سوزېدلو نهيلۍ نه توېدلې اوښکې
د چا د مينو جنازو کې څڅېدلې اوښکې

شهيد و تاسو نه که هلته چا پوښتنه وکړه!
ورته به وايئ چې وطن کې بهېدلې اوښکې

خدايه د ستا له ترحم او له پېرزو مننه
نورې دې واخله دا ډالۍ دا رالېږلې اوښکې
څومره ښه ښکاري هلته ستا د موسکو شونډو خندا
دلته په مړاوو اننګو کې ځلېدلې اوښکې

خود به د رب له عواطفو نه ګيله کومه
هلته خنداوې دلته ولې رسېدلې اوښکې

ګوره احساسه هغه کور کلى يوازې نه کړې
چې ګرېوانو کې يې ټول عمر ګرځېدلې اوښکې.
١٣٦٧/١/٢٤

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery