مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تقريض



هسې خو په ټوليزه توګه ژوند د خوږو ترخو، لوړو ژورو، بريو ناکاميو، اميدونو او نهيليو نوم دى. خو د ژوند د ژورو تل ته رسېدل او د تياره ګوټونو کشف د هر چا کار نه دى. د ژوند د رښتينې مانا پيدا کولو او پېژندلو لپاره بينا سترګو، حساس ذهن، له ولولو ډک زړه او بليغې ژبې ته اړه وي او د همدغه څيزونو څښتن ته شاعر وايي.
هغوى چې د شعر او شاعر ارزښت او استادۍ ته نه دي ملتفت کله له شعر نه علم غواړي او کله فلسفه او سياست. په داسې حال کې چې علم او سياست د يو شمېر ټاکلو پرنسيپونو او فورمولونو د ننه د نړۍ فورموليکه شرحه ده او شعر د الهام پايله. خو له نېکه مرغه زموږ زلمى ويناوال اسمعيل يون د شعر ضرورت او رسالت په رښتينې مانا درک کړى او ان له تنکي زلميېنې يې په پوره ځان خبرۍ د شعريت په لار يون کړى دى، ښه ټينګ او پاخه ګامونه يې ايښي او اميد دى چې د پښتو شعر د لا لوړو پوړيو په لور نور هم ګړندي، ارزښتمن او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
ځکه يون يو داسې شاعر دى چې د شعر په ټولو باريکيو او نزاکتونو پوهېږي او زيار يې ايستلى دى، شعر وليکي کله يې د خپل مظلوم او محکوم ولس په مظلوميت او محکوميت غم او خواشيني څرګنده کړې ده. کله يې د خپل غيرتي او ننګيالي ولس په برياوو وياړلي دي، کله يې د ټولنيزو بدبختيو په وړاندې احتجاج او ګوتڅنډنه کړې ده او کله يې له خپلې مجبورۍ او بېوسۍ سر ټکولى، نو د کنايو، استعارو، تشبهاتو او الفاظو په شاعرانه کارونې سره يې شاعرانه وياړلي، ګواښلي او ژړلي دي:
څومره مو مينه د احساس رګو کې ننوته
لکــه مــنصور د دار خـتلو سره مينه کوو
يا:
دود شو تکل د اسوېليو په اور
ورته پرهر زړه ارماني وخندل
نور د سبا د حسن شونډې موښي
په توند(شمال) باندې ماضي وخندل

يا دا چې:
چـــا د اور پــه ستــرګو کې ليدلې د اوبو مينه
عقل بې احساس دى په لمن کې د پردو رغړي
او د ډېرې خوښۍ ځاى دى چې زموږ شاعر د منځپانګيز نوښت ترڅنګ جوليز نوښت ته هم متوجه دى د غزلو ترڅنګ يې ازاد شعرونه هم ليکلي، ښايسته او خواږه وييونه يې کارولي، نوي سمبولونه او ترکيبونه يې زېږولي، د مضمون رنګيني او تنوع ته يې تر خپل وسه پام ساتلى او ژبه يې کره او معياري ده او د شعرونو دا جونګ يې د ډېرې ستاينې او بيابيا لوستلو وړ دى. خو په خواشينۍ زموږ ښه او قدرمن شاعر د خپلو ډېرو برياوو او ښېګڼو ترڅنګه ځينې ښويېدنې هم لري، کله کله يې د ځينو ناپېژندلو سمبولونو په کارونې سره د شعر ځينې بيتونه ګونګېږي او روڼ مفهوم نه شي ښندلى لکه:

څـــومـــره د مــکر تــخيل تـــــه کښته شوى نرم؟
په نوم د ميو راته مخکې ږدي پيالې د اوښکو

يا دا چې کله کله يې ډېر خاص او يوازې په همده پورې مربوط مسايل نظم کړي دي، چې نه يوازې عام نه دي، بلکې په خاصو مواردو کې هم کوم شعـــــــري ارزښت نه شي درلوداى او زه افسوس کوم چې درېغه هغه يې په يو داسې خوندور جونګ کې نه واى راوړي لکه ((درې مياشتې مخکې)) او ((يادګارونه يادګارونه)). په هره توګه زه دغه جونګ يو ارزښتمن او ګټور اثر او د پښتو شعر په ځولۍ کې يې يوه رنګينه او په زړه پورې زياتونه ګڼم او يقين لرم چې درانه لوستونکي به ددې شعرونو له لوستلو پوره خوند واخلي او خپله شعري تنده به پرې ماته کړي.


اوس همدومره
د ملګرتيا په خلوص او مينه
ممتاز ارمان
١٣٦٩/١/١٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery