مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مټکور داستایون لومړنۍ شعري ټولګه

ژوندى حسن

موږ ملامت يو چې له ښکلو سره مينه کوو
د زړه په وينه نازولو سره مينه کوو

چا ده ليدلې د اورونو سمندر کې غوټۍ؟
موږ لېوني يو چې له ګلو سره مينه کوو

نور يې نظر د اننګو په ميو ولمبوي
موږ يې د تشې خولې خندلو سره مينه کوو

خلک لمبه شي د ژوندي حسن له مينې څخه
موږ ساده زړي خو له تللو سره مينه کوو

څومره مو مينه د احساس رګو کې ننوته
لکه منصور د دار ختلو سره مينه کوو

اړوه جام دې د خوږو سترګو په سترګو کې مو
موږه اورونه له اورڅښلو سره مينه کوو.

١٣٦٧/٧/٥
مرکزي ليليه


غره اور اخيستى...
نن د ښکلا د غرو د ښکلو شنو ناوونو په تل
هلته چې سپينې غيرتي اوبه به تل بهېدې
د عشق د زاڼو د بچيو وينې دارې وهي
رود سوربخن غوندې دى
او شاوخوا تيږې يې هم په وينو ولمبېدې
اور ورته ناڅي له خندا نه شين دى
ان هلته لرې يې په تالو او ډاګونو کې هم
له ډېره تاوه د سيسيو بچي وسوزول
ځکه چې لرې لږ څه وړاندې هلته
پر هغې تورې غټې تيږې باندې
يو ښکاري (باز) ناست دى
پنجې يې سرې دي د سيسيو د زړګو په وينو
او خپل وزرونه په غرور ټپوي
(شاهين) هم پاس د اسمانو له څوکو
د ښکار نظر تړلى
څو چې د زرکو سينې وڅيري په خپلو پنجو
خو لاندې ګوري چې غره اور اخيستى
له ګڼ ځنګله څخه لوخړې خېږي
او د مرغانو بچي سېزي په کې
څوک يې لمبې نه ويني
څوک يې اواز ناوري.

١٣٦٦ل کال د سلواغې مياشت


زولانه غمونه

غمونه مې تړلو په غمو کې زولانه
لمبې مې بلولې د خرد په ګرېوانه

غيرت به مې اغيارو ته ښودلى د پښتو واى
په مخ کې که مې خنډ نه واى (بې ننګه) پښتانه.

١٣٦٦/٥/٢٦
خوشال خان لېسه


د ښکلو باران

دلته د ښکلو باران
په لپو لپو ډکو ډکو کاسو
د خماري ورېځو له شونډو څخه
اوري را اوري نازولو باندې
خو پر دې وريت اسمعيل
په دې ستي او کړېدلي باندې
د غم په څڼو زنګېدلي باندې
يو څاڅکى هم نه اوري
يو څاڅکى هم...

د ١٣٦٧ل کال د غويي مياشت
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery