مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يادښت



د خوښۍ ځاى دى، چې د ښوونې او روزنې مطبعه د خپلو بنسټيزو دندو، يانې د هېواد لوڼو او زامنو ته د درسي کتابونو د چاپولو په خوا کې يو ځل بيا ددې برى ترلاسه کړ، چې د يو ځوان او تکړه شاعر محمد عالم حيران، د شعرونو مجموعه چاپ کړي.
محمد عالم حيران په يوې غريبې کورنۍ کې سترګې پرانيستي، خپل خوږ عمر يې خلکو ته د خدمت په لار او د خپلې مورنۍ خوږې ژبې پښتو په پاللو او روزلو کې تېر کړى دى.
د حيران د شعرونو دا مجموعه د ښاغلي محمد اسمعيل يون په زيار او هڅه راټوله او چاپ ته تياره شوې ده. د حيران شعرونه يو خاص خوند او کيفيت لري او لکه څنګه چې له زړه نه پاڅېدلي په زړه لګي او هغه ته قوت بښي. د ښوونې او روزنې مطبعه په داسې حال کې، چې ښاغلي يون ته د هغه د کار او زيار په لار کې ستر برياليتوبونه غواړي، خپله دنده بولي، چې د هېواد د بډاى فرهنګ په ژوندي ساتلو کې د هر راز علمي، ادبي او هنري اثارو په چاپولو او خپرولو کې خپله ملي او هېوادنۍ دنده سرته ورسوي.

په درنښت
ډيپلوم انجنير عبدالکبير کاکړ
د ښوونې او روزنې د مطبعې رئيس
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery