مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل



شيرينه ياره نو په خوله به څو ګيلې کومه
پرېږده چې مينه کې سلګۍ وړې وړې کومه

يو خوا دې غم د تورو سترګو کړم زخمي په ځيګر
بل دې هجران په زړه را ومنډه د ظلم خنجر
خلاصه مينې دې په غم کې کړمه شام و سهر
درته ګيلې به نو د کومې قبيلې کومه

زړه مې مجنون شو رانه غواړي د ليلا سترګې
لکه ماشوم يې کړلې سرې نو په ژړا سترګې
نه شته نيازبينه که ړندې شوې د دنيا سترګې
خاونده چا نه به تپوس اوس د ليلې کومه

سوى حيران يم سوى آه سوى فرياد کومه
ژړا له غمه ستا د دوه سترګو په ياد کومه
وړې سلګۍ به د مجنون او دفرهاد کومه
دا مې په برخه دى سلګۍ وړې وړې کومه



زړګيه تا ته ليلا بيا ياده شوه
ماته جفا د بې وفا ياده شوه

غوټې په موسکه خوله خندا کوله
بلبله ستا مې واويلا ياده شوه

شبنم له ګله بېلېده ژړل يې
ځکه مې سمدستي ژړا ياده شوه

حيرانه حال مې د پتنګ وليده
ماته د مينې ناروا ياده شوه.



نيمه شپه وه دخيالونو ولولې راغلې
د غمونو ډلې ډلې قافلې راغلې

نيمه شپه وه چې د هجر لمبه بله شوه
دا د غم لمبه مې تاوه له ګوګله شوه
زړه زخمي شو شنې لوخړې مې له خولې راغلې

سترګې پټې خيال کې ډوب د خپل اشنا شومه
لاس مې پاس په تندي کېښود په ژړا شومه
له هيبته مې په مخ سړې خولې راغلې

تنها ناست يمه فرياد د يار په ياد کوم
سوى سوى اسوېلى سوى فرياد کوم
هرې خوا نه د هجران د غم لمبې راغلې

نور څه نه و توره شپه وه يو حيران غريب
يک تنها په غم کې ډوب کم بخت پرېشان غريب
ځکه خولې ته مې نيمګړې څو ګيلې راغلې.




په زړه مې د ژوندون هغه نازونه ټول ارمان دي
د تــورو تــــورو ســترګو
ارمــان مـې هر زمان دى ، د تــورو تـــورو ستــرګو

سورى سورى ځيګر دى، د مينې انتظار کې
په زړه مې جوړ محشر دى، د مينې انتظار کې
يو مينه زمانه ده اشنا ډېر دې عاشقان دي
د تورو تورو سترګو
څوک سر وهي ژړېږي، اخته په اندېښنو
څوک زړه مښي ځورېږي اخته په اندېښنو
له اوښکو وينو ډک يې انتظار دواړه چشمان دي
د تورو تورو سترګو
نن تېره په سبا شوه، تر څو به لا حيران يې
سبا د غم سودا شوه، تر څو به لا حيران يې
رنګ ژېړ په يارانه کې وچې شونډې د حيران دي
د تورو تورو سترګو.



هسې غم کړمه د ښکلو بې اختيار
په رڼو سترګو مې ورکه کړله لار

نه پوهېږم چې دا څه راباندې شوي
چې نه يار شم پېژندلى نه اغيار

سرې لمبې شوې رانه تاوې په کې سوځم
راته اور شو نو ښايسته ښکلى ګلزار

که د ټول جهان خوبان ټول وفادار وي
په قسمت د خوار حيران دى جفا کار.




ودې سوم جانانه سترګو کې اثر لرې
زړه مې شو قلم قلم څه خيالي بشر لرې

راشه ساه مې خېږي روح مې تاته انتظار دى
اى د زړګي سره نور په دې کې بې اختيار دى
مرمه بې له تانه چا باندې نظر لرې

رنځ زما مشکل شو ساه مې خېږي درد مې زور دى
اى د رنځ طبيبه! رارسېږه حال مې نور دى
اى د درد درمانه راشه که خبر لرې

مينه دمين وي خو پالنه وي دنيا کې
بيا به پس له مرګه وفا څه کوم عقبا کې
هلته به شي ګرانه خيال که د محشر لرې

زه دا ستا حيران يم څه مې کړې رضا دې خپله
سرو مال مې ستا عشق کې بايللى له ازله
ګرانه مهربانه ته اختيار په سر لرې.



رويباره يار ته وايه زما سوال منې که نه؟
د مينې په دنيا کې مې وصال منې که نه؟

دوه سترګې دې کړه پورته زه خيال ستا د ليدو کړم
رښتيا وايه محبوبې دغه خيال منې که نه؟

د ګل قدر بلبل کړي د جمال به عاشقان
تعظيم د عاشقانو د جمال منې که نه؟

يو ځلې دې خوله راکړه په ډېره خوږه مينه
د مينې ارزوګانې هر مهال منې که نه؟

حيران د ارزو ګله لږ په بد حال مې خبر شه
نيمګړې التجا مې د بد حال منې که نه؟.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery