مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

قــــــد د صـــــنـوبــر لـــــــري دلــــــبـر ربـــه
حــسن لـکــه لـــمــــر لـــــري دلــــــبـر ربـــه

خـلک يې بـاڼـه بـولـي خـو سـترګــو کـې
ســـم لـکــــه خنــــجــر لــــري دلـــــبـر ربــه

دا چې بې لـه وېـرې ځـي راځـي دلــتـه
ځــان بــانـدې بـاور لـــــري دلــــــبـر ربـــه

تـېر شـي لــه ټـټـر زړګــى ســورى کانـدې
څـــومـــره خـــوږ نظـــر لــري دلـــبـر ربـــه

زړه نــه دى ، لـــه تـکــو تــورو تـيـږو نــه
جــوړ ســيـنـه کـــې غـــر لــري دلـــبـر ربــه

داسـې نـه چې صـرف همدا بې رحـمه ده
دغـــــه شــــان ټـــبـر لــــــري دلـــــــبـر ربـــه

ورحــــمــــېـږې تــه پــر فـضلـيـار بــانـدې
زښــــته ډېــر خــطـــر لـــــري دلــــــــبـر ربــه


***

سـپين سـان مـې اوس پـه تـورو سـترګـو خــور دى کـه راځـې
بـس نـور مې نـو سـفــــر د ګــور پــه لـــور دى کــه راځــې

دا تــاتــه زمـــا تـن چـــې نــه زړګـــى لــــري نــه روح
وه غـمــه د جـــانـانـه ! ډېـر ښــه کــور دى کــه راځــې

يـواځـــې هــمـــدا تـه مـــې د رنـځــــور زړګـي ارزو يـې
لــه نــورو نـعـــمتـونـو مــې زړه تــور دى کــه راځــې

ظـاهــر وجــود مـې مــه ګــوره چـې روغ رمــټ ښـکارېـږي
دنــنــــه مــــې زړګــــي اخــيـســـتى اور دى کـــه راځــــې

هـــا تـــا چــې کـــبـرجــن ګـاڼــه مـغـــرور دې ورتـــه وېـلـــې
هــمـــاغـــه فضلـيـار درتــه ســـــرتــور دى کـــه راځـــــې

د عـامې روغـتيا روغـتون - جـلالـکوټ

***
تـا نـه ډېـر جـــانـانـه بـل څـــوک نـشـته دى
نـه پـاس په اسمان او نـه پـه ځمکـه خـوږ

مـــاتـه مـــې چـــرسـي لالـــى رايــاد کـانـــدي
بـوى د چــرســـو لـګـــي پـر مـــا ځــکــه خــوږ

دوى وايــي جـــانـان دې نـمــک نــه لـــــري
زړه وايــي جــانـان دى بــې نـمـکـــه خـــوږ

وپـوښــتـل يــو چـــا چـــې پـښـــتـانــه ولـــې
نــه ګـڼـي بـل هـيـڅ څـه تــر ټـوپـکــه خــوږ؟

بـيـا هـغـه خــــبـر وکــــړه چــې وېـل بــه دې
دا د ظـالـــــم زوى دى بــې درکـــه خــــوږ

يــــاره فـضـلـيـاره فــکـــــــر نـــــه کــــــوم
بـل بـه نو کوم ځاى وي تر (ککـړکـه) خوږ؟

پـاس پـچـيـر  
***
واړوه نـور خــاورې د هــغــې شـــپې پــر کـيـسـو بـانـدې
زه شــوم پـه زاريـو ســتـړى تـه شــوې پــر نـخــرو بـانـدې

زړه ! حـال به يې سـتا غـوندې وي مـړ به له شـوګيره شي
څــوک چـې اعـتـبـار کــوي د ښـکـلـــو پــر وعــدو بـانـدې

هــر څـه چـې کـوڅـه کـې وکــړو هـيـچـا تــه حــال نــه وايـي
دغـــه اعـــتـــبـار لـــــرو د اوړي پـــر غــــرمـــــو بــانــدې

نـاسـتـې وي کــرارې کـور کـې هــر څـه نـه بـې غـمـه دوى
دا ظـلــم کــه رحـــم دى پــر پـېـغـلـــو پـښــتـنـو بـانـدې؟

اوس يـې چـې کــوڅـه کـې فـضـلـيـاره بـې ديـدنـه يـې
هــسې ژړېـدلــې پــه سـفــر کـې پــر شــپـو شــپـو بـانـدې

***
تـنـکــي تـنـکــي ګـلان پـه ســـپـېـره خـــاوره کـې پـرېـږدې
دا ولې لارويــان دې نـيـــمــه لاره کـــې پــرېــږدې

مــنـم چــې د اســـانـې ورځـــــې ښـــه مــېـړنى يــار يــې
خـو درېـغـه ســړى ډېـر ژر بـيــا پــه ګــرانـه کـې پـرېـږدې

اى وخــته! چې راځې خـلـک پـر ځـان باندې رامــات كــړې
چـې ځـې نـو زنـځــــيـرونـه يـې پـه غــــاړه کـې پـرېـږدې

ښـکاري چـې کلــه ښـکار وکــړي نـو ځــان سـره يـې يـوسـي
خــو تـه بـيــا ســـوري زړونـه لــويـه لاره کـې پـرېـږدې

راځــې خــو پـه نـامــه د پـســرلـي مـګـــر افــســوس چــې
اغـــزي بـيـا د زړګــي پـه دښـــتـه شــاړه کـې پـرېـږدې

ښـکارېـږي فضلـياره چـې يـې زړه دى درخـوړيـن کـړى
د خـپـل ژونـدون کـيـسـه چــې نـيـمـه ژبـاړه کـې پـرېـږدې

***

تـه كه د بل شـې ژونـد بـه څه شـي يـاره
ګومان مـې نـه شـي چـې دې وشـي ياره

پــرتــه لـه تـانـه خــو ســپرلـي هــم ګـوره
خـزان خــزان ســـپـېـره ســپـېـره شـي يـاره

ژونـدکـې بـه داسې وخـت هـم راشي كلـه
چــې مــې د زړه داغـونـه ښـه شـي يــاره؟

ټــول ارمـــانــونـه د نـهــيـلــي ژونــد مــې
پــه ځــورېــدو ځــورېـدو مـــړه شــي يـــاره

خـپـلـه يــې نه غـــواړې کـه ويـې غواړې
كــور بــه ويجـاړ د بـېلــتانه شــي يـــاره

زړه چې مې چـا كې صميميت وګـوري
نـو ټـول خـــواص يـې د واړه شــي يـــاره

چې فضليـار كله ستا سوچ کې لاړ شي
نـو يې خــولــۍ اوبـه اوبـه شـــي يـــاره


��
څــه ســاده خــلـک يـو چــې څــوک راتــه راوګــوري لــږ
مــونـږه ورمــنـډه کــړو لاســــونـه ورتــه دواړه ورکـــړو

مـونـږ اطــرافـيـان بــس پـه هــر چـا کـوو د خـپلــو ګـومـان
څـوک چـې راپـاڅــي تـالاشــۍ تـه مـونـږه غـاړه ورکــړو

دوى مــو پـه شــواړو واسـکـــټـونـو کـې بـمـان لــټـوي
مـونـږ ورتـه جـېـب نـه مـوټـي کـورت راواخـلـو واړه ورکـړو

مـونـږ سـاده خـلک پـه ټـګــۍ او بـرګــۍ نـه پـوهــېـږو
چې څـوک مـو خـوښ شي نو بـس زړونـه پـه ولاړه ورکـړو

د ســـر پـه بـيـه لــه خــپل حـــق نـه تـېـرېـدلاى نــشــو
دې تـه حـاضـر يـو چـې دوســتۍ کـې ورتـه دواړه ورکــړو

کابـل- پولـيس اکاډمـي


***
قـتـل پـسـې بـيـا راوتـي دوه غــبـرګــې خــونــکـارې دي
خــدايـه زړه مـې ســاتـه نـن يـې بـيـا سـترګـې خـُمارې دي

څـنـګــه تــر خــوا درشــمـه او څـرنـګــه دې ښــکل کــړمــه
شــا او خـــوا لـښـکــــرې د بـېـلــــتـون خـونـي ولاړې دي

سـتـا پـه کــشـمــيـر مــخ هـــنـدوې زلـــفـې پـيـردارې خــو
زمــا لــه افـغـــانـي غـــازې نــظــــره ســــره ورانــې دي

هــيڅ د مينې راز او دعشق ناز پـکې ښکاريږي نـه
ځار دې شم له سترګو څـنګــه نن داسې نـاګارې دي

خــداى خــبـر چـې بـيــا دغـــه د زاڼـــو کـــتــارونــه نــن
کــوم لــور تـه هــجــرت کــوي پــر کـومـه خــوا روانې دي

تـه خـو نـازنـيـنـې ځـې راځـې چـې ګــونـدي غـلا يې کــړې
پــام کــوه د زړه مــې بــدمــاشــانــې څــوکــيـدارې دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery