مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

ښـه پـرې پـوهــېـږم چـې مـې ســـر پـه لــور د دار روان دى
خــو بـيـا هـم شـکــر دى چـې سـتـا دعـشـق پـر لار روان دى

وطــنـه! ســتـا مــيـنـه کـې ځــيـنـي لــه ســــــــرونـو تـېـر شــول
د ځــــــينو نـورو پــه هــــمــــدې نـوم کـاروبار روان دى

څـنـګـه بـه وويـنـي ښـه ورځ زمـونـږ غـټ خـيـټـي مـشـران
چـــې ورپـســې د مـظــلــــومــانـو لـــوى ازار روان دى

اوس د پـيـســو لــه شـــمــــــــــاره وتـې ده خـــــــــبـره نـوره
اوس د مــوټـرو او کــــورونـو دلــتـه شــــــمــار روان دى

لـکـــه چــې بـيــا يې اورېـدلــــــې د چـــا مـــسـتـه غــــزل
فـضـلــيـار ګـــــوره پـر لار هـغـسـې خُـــمــــار روان دى


***

شـا او خـوا زمـا د ســترګو اوس رڼـه ده
پکــې بلــه چـې دا ســتا د مخ ډيـوه ده

د نــړۍ منظـرې ټولې مـې شـوې هـېرې
ستا د سترګـو څومره ښکلې منظره ده

پـه نخـــرو د پېغلــــو ډلـــه کــې روانـه
دا د سرو کالو جلــۍ څومره خوږه ده



راځه مه ځه يو سات کېنه د يار ياده!
سـهـار لــرې دى تـر اوسه نيـمه شـپه ده

د خپل وران کابل ښکلا چې مې ليدلې
د نــړۍ لــه نــورو ښکلــو مــې تــوبــه ده

ستا د مينې شـنې نښترې پرې ولاړې
څه سرسـبزه مې د شوخ زړګي دره ده

د کابل شاړ شـويه ښاره! زيرى زيرى
سـتا د پېغـلـــو ډلــه بېـرته راسـتنه ده

فضلـيـاره اوس په مينه ښـه پوهېږي
خـلک هسـې درتـه وايــي چـې وړه ده






***
د يـو چـا پـر ليکه


كله ځان راڅخه ورك شي كله ورك شـمه پـه ځان كې
كلـه خـاورو كـې اوسـېږم كلـه سـتـرګــو د جـانـان كې

زمـا مـيـنـه او سـتـا كـبر د افـغـان او جـاپـان غوندې
يـو تر اوسـه لا رنځېږي ، بل اوسـېږي پـه اســمان كـې

ستا غمونه مې په زړه كې واه واه څومره ښه ښكارېږي
لـكـه تيته چـې رمـه شي پـه سـرسـبـزه بـيـابـان كـې

ددې وخـت دا نـاخــبـره مسـلـمـان چـې تـرې كــړيـږي
ددې هــرې يـوې ســتونـزې د حـل لار ده پـه قـران كـې




سپينو ستورو غـونـدې ټـول يـوه اسـمان كې سره اوسي
دا پښتون، تـاجك، اُزبـك چا كړل پيدا په يو افغان كې

مـنم دا چـې زمـا مـيـنـه دې پـه زړه كـې شـتـه خـو دومره
لكه پروت چې كوچنى ګل وي په ساحه دكهكشان كې

مـقتـديانـو! فضـليار غــريب يو څه وسواسي شوى
خير كه نـن يـې د بـل چـا نـامـه كـړه يـاده پـه اذان كـې



***
ډالۍ: خپل مشر تره مولنا محمدادريس (حقاني) ته! چې په ډېر ترخه وخت کې مې ډېرې خوږې شپې ورسره کړي


روح، زړه او جـسد مې لور په لور شول نور
يـو يــې د اســمان دوه يــې د ګـور شـول نور

تــور زمــا د ســترګــــو ولـــې نـه راځـــــي؟
ســپـيـن زما د سـترګو پسـې تـور شول نور

اى د ژونـد اســــــرې! پـرتـه لـه تـانـه خـــو
خوب،خوراك او څښاک راته پېغور شول نور

بـس دى فضليـاره پــه ژونــد څـــه كـــوې
بخت او تخت دې دواړه رانسكورشول نور

کـکـړک


***

زړه، عقل کـه روح وايـه چـې کـوم نه دى؟
دوى کې ستا پـه مينه چې مسمـوم نه دى؟

څوک دى د دوزخ د ســــرو لمـــبو لايـق؟
چــا ايمـــان راوړى سـتا پـر نـوم نـه دى؟

ډاګ دى، قبله نه ښکاري لمونځ څنګه کړم
کــور د جـانان هــم راتـه معلـــوم نـه دى

زړه مې په هر ســــت باندې پوهـېږي اوس
اوس لکـه پخـوا غــوندې ماشـــوم نه دى



پـرتـه لـــه تـقــوا ، پـرتـه لـــه ديـن څخـه
څـوک وايي چې ژونـد لکـه زقـوم نـه دى

ټـول دې اوس تـړي پـه ښــاپـېـرو پـــورې
وايـــي دا هـــــلک د انــــسان زوم نـه دى

زړه د فضـلـيار يــې دړې وړې کــــړ
چا وېلـــې چې غم دې بم اتــــوم نه دى؟

***

تــه رانــه واخـلـــې د فــرېـب او دا د چـــل مـــلـګـــري
خـــاونـده راکـــړې پـه زړه سـپين لـکـــه ملـمـل مــلـګـــري

والله پــر مـــا بـانـدې خـو زور د رقــيـب نـه رســــېـدو
زمــا خــلاف ورســـره يـو شــول زمــا خـپل مــــلـګـــري

سـتا لـه نـظـــره ولــې پـټ ګــرځـي پـوهـــېـږې پـه دې؟
زمــا زړګـى هـمـېشـه ځــان ســــاتـي لــه غــل مـلـګـــري

کـه امــريـکا، روســيـه او چــيـن خـپـلـو کې هــر څـنـګــه وي
زمـونـږ خـلاف ګــورئ بـيـا ټــول دي يــو د بـل مـلـګــري

د ازاد شــعـــر غــونـدې کـاږه واږه مـــې نـه خــوښـــيـږي
غـــواړم خـــواږه او پــه لار ســـم لـکـــه غــــزل مـلـګــــري

د دولـســم ، لـســم او اووم يـاران بـه څــنـګـــه هـــېـر Fکـــړي
د فـضـلـيـار چــې اوس هــم يـاد دي د اول مــــلـګــري


***
راشــه د ګـل غـــونـدې ســپـرلــي غــونـدې بـشـــر درښـــيـم
ځــان تـه دې وګـــوره بــس دغــه شــان نـفـــر درښـــيـم

د زلــفـو ورېـځــو کـې يـې پـټ ســاتـه کـه روغ مـې غــواړې
دا لـمـــريـن مـــخ دا د مـــېـن د مـــرګ خـــطـر درښـــيـم

عـجـب مـقـتـول دى، خـپل قـاتـل لکه ايمـان پـرې ګـران دى
مــړې! خــو خــپـل زړه او دا ســتـا مــړاوى نـظـر درښــيم

پـه هــغــې ژمــنـې دې بــــلا مـــازيـګــــــري واوښـــــتـل
تــا چــې ويـل هــمــدا راتـلــــونـکـــى مــازيــګـــــر درښـــيـم

بـاور مـې نـشـي چـې لـه تـور غـره نـه دې کـم وي ګــرانـې!
سـتـا پـه ســـــيـنـه کـې دا د تــورو تـيـــږو غــــر درښــــيـم

ته يې خوښـېږې (( لمــــر )) په تا باندې مين دى ګلې!
دا چـې دا ځـمـکــه بـانـدې ګـرځـي دغـه لـمــــر درښــيـم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery