مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

د وخــــت نــادودو نـاکــــردو کــې بــه تــرکلـــه اوســــي
نـور بــه مـــې روح او جـــسد دواړه يــو تــر بـلــــه اوســـــي

ستا ټول غمـونه چې هـــر يو يې لکــه غـــره غـوندې دى
زما د زړه کــونج کـې ځـــائيږي بل ځـــاى څلـــه اوســي

تـر څـو چـې هــاغه پورې غــره کې خونخــور بـاز اوسېږي
د ســــــولـې شــــنـه کـــوتـره دې کلــي کــې کلـــه اوســـي

خــدايه! د هــر مـــين برخـــليک د هاغه باغ پـه څېر کړې
چــې د نـري چـــنـار تـر څـــنګ پـکـې شـــنـه ولـــه اوســـي

رب دې زمــونـږ د چــم پـر ښکلـــــو بـانـدې ورحـمـــيږي
د ښـــــکـلاګـانــو قـــــــاتــــــــلان بـيـــا ډلــــه ډلـــــه اوســـــي

تـه بـې وفـــا د فـضـلـيـار لــه زړه چـې لاړې نــو څـــه؟
هـاغـه ده هـــلـته پـر هـمـــاغــه ځـاى اوس بـلــه اوســـي

د ساينس او تکنالوژۍ اسلامي پوهنتون

***
کــه راغـلــې نـو دا سـتـا د سـتـرګــو ښــکار درتــه درښــيـم
پـر زړه بـه مــې تـر ټـولــو ســـتر پـرهـــار درتـه درښــيـم

لـه غــره راځـوړنـد رود بـه درنـه هــېـر کــړي کـه دې ولـيـد
ددغـــــې ګلالــــۍ جـــــيـنـۍ رفـــــتــار درتـــه درښـــــــيـم

شـربـت غـونـدې يـې غـړپ کـه اى د وخـت غـلام زلـمـيـه!
نـور څـه درســره ښـايـي خــو بــس زار درتــه درښـــــيـم

کـم عـقـل دى چـې هــــر څــه ورتــه وايــم نــه صــبـريـږي
دا زړه ، دا پـه اور ســوى ســــور انـګار درتــه درښـــيـم

عـجـــــبـه ده ، هـــر څـــه يــې د دوســـتـۍ پــه نـامـــه وکـــړل
وژنــــــې ، ورانـــونــــــــې او بــمــــــــبــار درتــه درښــــــيـم

تــوبــه ! دا عــزرائـيـل هـم عــجــيـبـه غــونـدې انـسـان دى
هــا پـاس خـو نـه، جــانــان د فـضـلـيـار درتــه درښــــيـم

***

زخمـي دې نـه کــړي يــاره پـه قســم دى خـــــطرناک
تنکى مـخ دې ترې سـاته چـې شـبنم دى خـــــطرناک

يو وخت به مې شي زړه ټوټـــې ټوټـــې هوا ته پورته
يو څوک يې مينځ کې پروت لکـه د بم دى خــطرناک

حـيران يم چـــې دې څنګـه دا مغــــــروره دلاسـا کړه
ملا صاحب! د ځـان په څــــېر دې دم دى خطرناک

بس ټک پسې بل ټک شي په زړه غبرګ ټکونه راکړي
هـر نـاز يـې پـه والله لکــــه لــــــړم دى خطــــــرناک

وېـرېـږم د چا ياد يې ريـښـې غوڅې نـه کړي خدايه
هـر وخــت د فضلـيار زړه تـه اړم دى خطـــــرناک


***

فضل د خداى دى د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوس
چـا چې بـه كلــي ورانـول هغـوى كـتاب غــواړي اوس

وايـي زمـا مـــيـنـه بـه خــپل زړګـــي كـــې پـټـه سـاتې
دا ســــاده ګلــه رانـه لـــپه كــې دريـاب غـواړي اوس

چـې خــپل عـزت ، قــدر او پــت يـې پـه كـې ولـيـدلـو
پـه اروپا كې ګوره پـېـغـلې نور حـجـاب غـواړي اوس

اول يــې وېــل راځـه لــيـلام يــم پــه تــاوان يــم يــاره
د هـرې خـولې د هـرې غـېـږ رانه حساب غـواړي اوس

دده د لاســـه مــو د مـــړه نيـــكـه هـــډوكـي خــرڅ كـــړل
خدازده چې نور راڅخه څه شى انقلاب غواړي اوس

هغـه بـې عقـلـه چـې لـه تـانـه يـې ځــان ښـكلـى ګاڼـه
دادى راغـلـى دى، مـافـي هغـه ګلاب غــواړي اوس

نـــور دې د ســـتـرګـــو او بـڼـو پـه ژبــو نـــه پـوهــــيـږي
د فضـليـار زړه درنـه تـكه سـپين ځواب غواړي اوس


***
نه ښـکلـي مـلـي ، نه مې څـوک تـنکي مـنکي خـوښـيږي
خــو بـيـا مــې هــم دا يــو او نـيـم چــټي پـټــي خـوښــيږي

هــغـه يــاري نـه ده چـــې څــــوک پـکــې ونـه ځــوريـږي
مـــا ځــــوروه زمـــا يــارۍ کــې اســــويـلـــي خـــوښــــيـږي

څوک احمدزي، څوک ستانکزي،څوک خوګياڼي خوښوي
زمـــــا پــه ټــولـــــو پـښــــــتـنـو کــې اپـرېــدي خـــــوښـــيـږي

لـه مـجــــبـورۍ او احــتـيـاجـــــۍ څـخــه امـــــان غــواړمـه
خــو خــپـل جـانـان تـه مـې زارۍ او مـجـــبـوري خـوښـيـږي

زه بـه دې غـم اخـلــمــــه ، درد اخــــــلـــــــم ، بـلا اخــــلــمــه
ســپـيـنـه خـولـګــۍ خــو دې اشــنـا د هــر ســړي خـوښــيـږي

نـظـــم چــــټيـاټ ګــــڼـي ، ازاد شــعـــر تـــه اور اچــــــوي
د فـضـلـيـار خــــو غــزلــــبـولـــه شـــاعــــري خــوښـــيـږي

***
پــه اداګــانـو ، ســــتـرګكـــــونـو ، اشــــــارو ولاړ دى
والله د ښكلـو ژونـد خـو ټول بــس پـر نخـرو ولاړ دى

زمـا لـه زړه نـه خـو دا ســتا غـمـونـو جـوړ كـړ كابل
اوس نـو پـرې ځکه (ســوله ســـاتى) د پـردو ولاړ دى

څـو بـه مـو نـورو تـه وي سـترګې د امـېد نـيـولــې
كلـه بـه وايـو چـې هـــېواد مــو پـر پــښو ولاړ دى

هـسـې چـټـي تـرېـنـه دا خــلك د خـوښـۍ تـمـه کــړي
د عـاشـقـۍ ژونـدون خــو ټـول پــر انـدېـښـنو ولاړ دى

د نـنـګـــرهار ګلاب ، زمــا زړه او انــار د كــنـدار
درېواړه وياړي چې يې رنګ ستا پر لېمو ولاړ دى

شېخه ! چې ولې مونږه تاته چندان ښه نه ښكارو؟
د خداى طاعـت لكـه چـې ټول بس پـر تسپو ولاړ دى

ګلـمـخې! راشـه مـسافـر يار دى خـداى بيا راوستو
ورك فضـلـيار دې د ګــودر پـر څنډو شـنـو ولاړ دى


***
الله خــبـر چـې هـــر ســـړى پـسـخــېـږي دوى تـه څــنـګــه
دا زړونـه لــه ســـيـنـې نــه ورکـــولــــېـږي دوى تـه څــنـګـه

دا ښکلي د اسمان خـو مـونږ ته ستورو غوندې ښکاري
چـې ښـکلـي ددې ځـمکـې بـه ښـکارېږي دوى ته څنګـه

مـشرانو خو خپل زړونه په دې خـلکـو ښه تـش کړي
ډک زړونـه ددې خـلـکـــو بـه خــوټـېـږي دوى تـه څــنـګــه

دا مستې جينکۍ چې يو پر لاس کړي نو دوه مات کړي
بـنـګــړو نـه مــــړونـدونـه بـه ډکـــېـږي دوى تـه څـــنـګــه

يو وخـت به ددې خـاورې شـهـيدان ټـول راژونـدي شي
يـو وخـت بـه زمــونـږ سـترګـې بـيـا غــړېـږي دوى ته څـنګـه

دا خـلـک فـضـلـيـار غــونــدې مـــينـو تـه حـــيـران دي
چـې شــوخــې بـه پـه زړونـو کـې مـنـجــېږي دوى تـه څـنګـه


***

چې ګلـونه ستا وربل كې بـيا شـول ځـاى ليكـه پـر ليكـه
اُمـيدونه مـې ګوګل كې بيا شـول ځـاى ليكـه پـر ليكـه

سپينو ستورو غوندې ټـول ستا د نـامـه سپېڅلي توري
زما د زړه پـه تاج محل كې بيا شول ځاى ليكه پر ليكه

پـسـرلـى پــه ننـګــرهـار كـې لـنـګـــوټـو نـه معـلـــومـيږي
د نـارنــج ګلان هـــر ول كـې بـيـا شـول ځـاى ليكه پر ليكه

زما زړه بـه پـه څـه حال كړي چـې پوځـونه د ښـكلاوو
ستا د سترګو په مورچل كې بيا شول ځاى ليكه پر ليكه

تــا چــې ځـان ســـره څــه وېلـې فـضـلـياره پـه قــلاره
هـغـه ټـول دادي غـزل کې بـيا شـول ځـاى لـيكه پـر ليكه

***
د مصطفى سالک پر ليکه


پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنـدګـي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده

د سـترګـو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـي
ددې وطــــن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زنـدګــــي ده

پښـــتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم بل څـه ورتـه وايـه
د چــا چــې بــې حـجــــرې او بـې اذانــه زنـدګـــي ده

چې يار يې وي ، کـوکـنار يې وي او رحم پر خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمــانـه زنـدګــي ده

بـې مـينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه او بـې روحـــه بـې وجـــدانـه زنـدګي ده

چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده

ســره له دې چــې ډکــه ده لـه رنـځــــه فضـليـاره
خـــو بيـا هــم ګـــوره مـينه څـه کامـرانـه زنـدګي ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery