مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په اورونو کې سندرې

سريزه

د يو مات ژوندون کيسه ده، ژړغونې شانته ژاړي
نيمه مړه نيمه ويده ده، ژړغونې شانته ژاړي

او دا کيسه د يو يون کيسه ده، د يو ژوند کيسه ده او زموږ د زمانې د يو ژوندي تاريخ کيسه.
دا کيسه د هغو غمجنو شېبو کيسه ده، چې د ښار واټونه بيا له سره او په نوي ريتم جوړېږي...
...
کوڅه کې شور شو او هاها شوه کوڅه ړنګه شوله
د ښار واټونو کې د بنګو او د چرسو واټ شو جوړ
په يوه نوي ريتم
او بيا بنګيانو دوړې پورته کړې له خپلو ولو
پېغله يې ګډه کړه بربنډه لکه سپينه او معصومه
سپوږمۍ...
دا کيسه د هغو شپو او ورځو کيسه ده، چې د تقلبي قدرت پر ګدۍ ناست امام د وطن د مرګ تسبې تېروي او شکرونه باسي:
...
او د عطار له هټۍ نه راځي د عطرو او لونګو د
وږمو رنګين رنګين تخيل
اوس هر ماښام له شپږ پوړيزو خونو
پېغلې د خپلې حيا روح سپاري
د خداى(ج) د پرښتو ګوتو ته
او د سپېڅلې ځمکې غېږې ته پناه وروړي
خو امام ناست د هوس په مرمرينه خونه
په خپلو ګوتو د وطن د مرګ تسبې تېروي
او د قدرت د جنون
د خوږو ميو په ډنډونو کې بربنډ لامبي
او د ژړا پر ځاى شکرونه باسي.
ددغو ټولو کيسو، شېبو او ورځو شپو تر شا يو حساس او نوښتګر قلم چلوونکى ولاړ دى، چې په سرو اورونو کې يې هم د قلم نېغ سر چا ته ښکته نه شو او د مرګ او ژوند په اورنيو شېبو کې يې هم د وطن سندره وويله او ښه په خوند يې وويله.
هغه لا تش اسمعيل و او يون يې لا نه وو پيل کړى، چې د کابل په سپېرو کوڅو کې زما ورسره اشنايي شوه، زه چې هر ځلي د اسمعيل نوم د ده په غياب کې ياد کړم، نو بيا مې يو په تنه خوار، وچ کلک او ځيرک زلمى، د ښوونځي درې څلور کتابه په يوه اخبار کې راغبرګ په تخرګ کې نيولي نېغ سترګو ته ودرېږي.
اسمعيل ټيک هماغه شان چې اسمعيل(ع) له خپلو پښو څخه د زمزمو د اوبو چيني راوخوټولې، له خپلو خلاقو ګوتو څخه د نوښت ويالې راخړوبوي. دى ددې په څنګ کې چې زموږ د وطن د څلور کلنې ملي غميزې انځورونه کاږي، خو شعر ته د تعهد او نوښت مساله يې هم له ياده نه ده ايستلې:
د زړونو زورو مو دلبرانو لوټ که
لکــه وطــن چـې رهبرانو لوټ کــه

د تــا د شــونـډو قـهر زمـا زړه وېروى نه شي
دا روس کله کوى شي له افغانه سره جنګ؟

د يون په دغه ارزښتناک زيار کې يوه بله د يادولو وړ خبره د ټپې او ازاد شعر د انډول ده، سره له دې چې دغه کار د يون په ابتکار کې نه شي راتلاى او تر ده دمخه زموږ نورو ليکوالو هم دغه کار کړى دى، خو په کوم انداز کې چې يون ټپه او ازاد شعر سره غاړه غړۍ کړي، زما په خيال زموږ په معاصر ادب کې به يې بېلګې کمې وي، د بېلګو له راوړلو څخه يې په دې نيت تېرېږم، چې نه غواړم ټول کتاب يو ځل په سريزه کې په لوستونکو ولولم. د يون په شعر کې د زياتوښکلاوو څخه يوه دا هم ده، چې هغه هره خبره لکه هماغه شان چې د وخت او حالاتو ضرورت دى، نېغ په نېغه او رسا کوي، ګيلې او مانې يې رسا د نښې منځ ولي او د پښتني ټولنې نيمګړتياوې د يوه حساس نقاد په شان راوباسي او د خلکو مخې ته يې ږدي:
چاوې يو قام زرو ته وکړه سجده
ما ته خو لر او بر پښتون ښکاري
...
دهېڅ مغول لښکر مې د زړه ښار کې پلى نه دى
شـــمشـــاد پـــه ويــنو ســور يــمه خــيبر وژلـى يم


د زړه رڼا مې سره په وينو شوله
د هــغې دغــې عــقيدې پــه نـامه
له مرحوم استاد روهي سره مې د ځاني خبرو په ترڅ کې له خداى بښلي څخه دا خبره زده کړې وه، چې ويل يې: د هېڅ يوه شاعر ټول شعرونه اوله درجه نه وي.
د همدې خبرې په استناد بايد وويل شي، چې د يون په دغه جونګ کې د ګوتو په شمېر دويمه درجه شعرونه هم راغلي، وګورئ د صراط پل، دسمال، زهر.
خو دا خبره په دې مانا نه ده، چې ګوندې د يون شعري يون پر همدې ځاى ولاړ دى، يون ځوان شاعر دى او لا خو د خپلې شاعرۍ د لومړيو واټنونو لاروى دى، هغه به لا نور واټنونه وهي او يون به کوي او د پښتو پر لمن به د ډېرو داسې ګلو کر کوي، چې په وږم او رنګ يې د خړ څادري پښتون د ژوند پر شاړه کرونده د هيلو غوټۍ راسپړي.
که د پښتو ادب ټيکه داران مې په کفر محکوم نه کا او دا اجازت راکاندي چې د خپل ادب ( پښتو ادب) پر لمن مې يوه پيش ګويي وکړم، نو بايد ووايم چې زه له ګران يون څخه دومره هيلې، غوښتنې او د خلاقو کارونو انتظارونه لرم لکه څومره چې خداى بښلي علامه عبدالحى حبيبي صاحب کړي دي. زما دغه خبره به هېڅکله هم په دې مانا نه وي، چې ګوندې ما به د علامه صاحب شان ته خداى(ج) مه کړه په کمو سترګو کتلي وي.
يون زموږ د زمانې د تاريخ يوه پاڼه ده، که څوک يې مني او که نه؟ زه ورته برياليتوب، په خروارونو تخليقي کار او ښېرازه ژوند غواړم.
عبدالمالک بېکسيار
کوپنهاګن- ډنمارک
١٩٩٧، د جون ١٨مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery