مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په اورونو کې سندرې

کيسې
د انګار د سرو بڅرو
د وهمونو ژوند نه وروسته
د جنت د شنه انځور کلي ته لاړم
د مرموزې چوپتيا سيورى و
د دنګو کلاګانو
او د ونو د شنو پاڼو
پر زخمونو غوړېدلى
خو د زړه له درد نه جوړو
فريادي اوښکو کې ماته
ددې دنګو کلاګانو
دنګو دنګو دېوالونو
او د شنو تاکونو پاڼو
د رازونو او رمزونو
غيرتونو او ننګونو
ډېرې ډېرې کيسې وکړې
ډېرې ډېرې...

١٣٧٠ل کال
نصرو کلا- بګرام


له ځانه سره جنګ
بېګاه مې خوب کې وکه له جانانه سره جنګ
زړګي مې ګنې وکه له ارمانه سره جنګ

قربان دې له بڼو شم ته مې وله زه به خاندم
کوم چا دى کله کړى له خپل ځانه سره جنګ؟

د تا د شونډو قهر زما زړه وېروى نه شي
دا روس کله کوى شي له افغانه سره جنګ

په شا چې کله ګورې نو په موسکو شونډو ګوره
اشنا پښتانه نه کړي پښېمانه سره جنګ

کوم څوک مې دا زړګى د عاطفې په اوبو وينځي
د نفس اورونه وژني کړي ګرېوانه سره جنګ

يو (يون) هم د همغو له لښکرو سره يو شو
چې سپين سباوون غواړي کړي زمانه سره جنګ.

١٣٧٠/٨/٢٤
مرکزي ليليه- کابل پوهنتون


لکه وختونه چې وختونو کې مري


لکه وختونه چې وختونو کې مري
او زمانه لکه سرزورى پښتون
پر مخه درومي د مرګي غېږې ته
او شاته نه ګوري د ميو او ګلابو اتڼ
داسې مې روح او د زړګي پردو کې تاوه مينه
ستا قدمونه څاري
ستا قدمونه....!

١٣٧١/٧/٢٧
کابل



وينې تخيل
د يو مات ژوندون کيسه ده ژړغونې شانته ژاړي
نيمه مړه نيمه ويده ده ژړغونې شانته ژاړي

د سندرو وزر مات شو تخيل نه وينې څاڅي
په ماتم کې ننداره ده ژړغونې شانته ژاړي

د غمونو ډزې وشوې د شيرنې په کوڅه کې
د فرهاد د مرګي شپه ده ژړغونې شانته ژاړي

ولوليزو شېبو وران کړ د روښان تفکر څلى
د فکرونو جنازه ده ژړغونې شانته ژاړي

راته ښکاري هندوکش کې مغوليزه شمله هسکه
ټيټه شوې تاتره ده ژړغونې شانته ژاړي

د تورانو ژوبلورو د ملالو بنګړي مات کړل
پښتنه لمبه سړه ده ژړغونې شانته ژاړي

ستا د شونډو پاڼې چېرې څوک د اوښکو په تاو وينځي؟
د احساس پاتې ايره ده ژړغونې شانته ژاړي.

١٣٧١/٤/١٠
کابل

د شعر په پاڼو
نن دې په سترګو کې پرون ښکاري
لکه په مرګ کې چې ژوندون ښکاري

بيا دې د زړه له ارادې نه خلاف
څنګه په شونډو کې پاڅون ښکاري

زما احساسه- فکره ويلې نه شې!
درته د زور او زر تړون ښکاري

نور د ښکلا په سيند کې پورې وتل
پښتون پر ماته کښتۍ ستون ښکاري

زما د ګل وطن د شعر په پاڼو
نن هم د سرو وينو مضمون ښکاري

چا وې يو قام زرو ته وکړه سجده
ما ته خو لرو بر پښتون ښکاري

د زړه پېښليک مې ياره څه له ګورې؟
په هره پاڼه کې شبخون ښکاري

منم پښتو مې ځنکدن نه مني
که بر سکون شو نو لر (يون) ښکاري.

١٣٧١/٧/٢٧
کابل


زهر
زړه مې نرى نرى خوږېږي دچا مينو باندې
څومره بې رحمه طاعون اوري ګلورينو باندې

پام پرې ګوزار د ګل د پاڼو چېرې هم ونه کړئ
مالويه کړې خپله مينه اوښکو سپينو باندې

ما خو دې سترګو کې د زړه وطن ښکلا کتله
چاوې (سقاو) زهر به څښې شونډو شيرينو باندې

څومره توپير دى د مينو او قاتلو ترمنځ
موږه پر مينو نه مړېږو دوى پر وينو باندې

مينه تباه شوه احساس دود شو ښکلا وسوځېده
اوس د ښکلا سندرې نه لګي غمګينو باندې

چا وې د ګل وطن قاتلو ته دې هېڅ ونه وې
اوښکې مې اوري د وطن پر قاتلينو باندې

د اور پر ليکه سوي يون په لپو لپو ژړل
وې د وحشت تناب حاکم شو زړو ورېښمينو باندې.

١٣٧٢/٣/٣
الينګار- لغمان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery