مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خدای ږو د ژړا یمه

یو د خپل ځان نه یم = نور چي ګورې ، د هر چا یمه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه

ځـــانتــــه درمل نه شوم = خو د نورو تل دوا یمــــــه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
==========
نوې شوه نغمه دژوند = ګرمه هنګامه دژوند
تیزه قافله د ژوند
یو زه تنهــــــــــا پاته = بې جرس او بې صــدا یمــــــه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
===========
بند په ساحري د چا؟ = قید کړم سامري د چا؟
وریت شوم په نغري دچا
سوځم نه پوهېــــــــږم = ورتېـدو کښي په خندا یمــه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
===========
ځانته ویرانه یمه = بل ته خزانه یمه
پټه خزانه یمه
یو مجنون مي نه موند= د جنـــــون هغه بېـدیا یـــــمه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
===========
سر مي ریز مریز وینم = زړه کښي مي خونریز وینم
څنګ ته مي انګریز وینم
ویني مي خوراک دي = د خوني د لاس صهبـا یمـه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
==========
کوه شته دی کوه کن نشته = جوش شته دی جوشن نشته
توره شتـه تور زن نشتـــــه
په ځان مي څه و نه کړه = په تعریف د تېـــرابا یمـه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
==========
ځم په حرکـــــــت د بـــل = یم پــه اشــارت د بــل
کړمــــه هدایــــــت د بـــل
واک مي د ځان نشتـــــه =د ړندو دلاس امســا یمــه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
==========
ورکـــــه ابتـــــدا زمــــا = سر شـــــوه انتهـــــا زما
تورتـــم ده دنیــــا زمـــا
نن پــــــرون مي ولاړه = ناخبره له سبــــــــــا یمــــه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
==========
که نه مي کړ تدبیــــر بدل = نه به شي تقدیـــر بدل
ګرځم به ضمیـــــر بـدل
نور مي پښتـــــون مه بوله = پېـــغور د پښتونخوا یمه
خــــــدایــږو د ژړا یــمه = خــــدایــږو د ژړا یـــــمه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery