مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دا پښتــــــــــــون

پښتونخوادغرونوخواکښي= قدرتي ښکلې فضا کښي
د جنت غوندی رغو کښي = آسماني رنګه بیدیـاکښي
یو قوت قدرت څرګند کړ
له هر چـــائې ارجمند کړ
شو سیراب له زمریتوبه = آزاده لــه مریتـــــــــــوبه
عزم ئې ټینګ ورکړوده له = بهـــــر ورله سړيتــــــوبه
د پښتون په قوم ئې یاد کړ
له هر قیــــــده ئې آزاد کړ
پاک له هره خبــــاثتـــــه = له پستۍ له د نائتــــــــــه
سر ئې تش له بــده فکره = زړه ئې ډک ؤ،له غیرته
د میګون فلک را لاندي
باک ئې نه ؤ په چا باندي
چي د توري بې برېښنا شوه = پرې رڼه به پښتونخوا شوه
چي نیستي ئې دده غوښته = د هغو هستي تـــــــالا شوه
د دښمن مخ ته لوی غرو
خو د دوست د بلا سپرو
وې نیـــوله هېــــــــــوادونه = کړ د ځان ئې ډیر ملکونه
ډېر شاهان ئې کړه بې تاجه = ډیر ئې کوز کړه له تختونه
هم شاهۍ به ئې بخښلې
چي په توره بې ګـــټلې
نه د روغ نه ټیټـــــــــالونه = نه د ورور سره جنګونه
نه پردي لاس کړې پرې لوبي = نې پردي ته کړه کارونه
خپل ئې فکر خپل دماغ و
خپله خوله خپل ئې ایاغ و
خپله مېنه خپـل وطن و = خپل ګلزار او خپل چمن و
د زاغــــــانو ګذر نه و = خپل بلبــل او خپل ګلشن و
جوړه خوښه خوشحالي وه
د پښتـــــــون پښتونولي وه
نه پرې نوم د بې ننګۍ و = نه پرې داغ د غلامۍ و
نه ګویا د بل په ژبه = نه ئې فخر په پستۍ و
په پښتو ژبې ژوندون و
ننګیـــالی آزاد پښتون و
نه پوهیږم چي څه وشوه = څه بلا په کور دده شوه
یوه توره تیاره راغله = سپینه ورځ ئې لکه شپه شوه
دا تیاره د غرب له خوانه
شوه چاپیره پښتونخوا نه
پر پښتون باندې تور تم شه = خپل پردی پرې یو رقم شه
تور ئې نه پیژند له سپیـــنو = د ښه بد تمیـــــز ئې کم شه
رو،رو، ورکه بهتري شوه
رفعت لاړئ کـــهتري شوه
نفاق راغئ دده کور ته = شو وحدت له منځه پورته
رنګ د وینو ئې بدل شو = شو روان د فنــــــا لور ته
یو بدن ټوټې ، ټوټې شو
هر یوهډ ذرې،ذرې شو
دوی ګټله بل خوړله = دوی ساتله بل ترې وړله
دوی به ېني تویولې = نور به خوښ و ، خندېدله
خو چي مرګ وته نژدې شو
بې قوتــــــــــه بې اسرې شو
وطن خپل اختیار د بل شو = قوت خپل په کار د بل شو
خپله ژبه خپله خوله کښي = پرې جاري ګفتار د بل شو
باندي وشول ډیر ظلمونه
هم هـــزار رنګ ستمونه
اوس دمړه په شان بې ځانه = ناخبر پروت له جهــــانه
نه ئې پوهه نه ئې کار شته = هر څه غواړی له آسمانه
تش خپل نوم ورباند بار دی
دا پښتـــــــون دائې کار دی
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery