مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پریشانـــه افکـــــار


ګران بینوا خپلو منظوم او منثورو اشعارو ته � پرېشانه افکار� وایي، دده د شعرونو دا برخه د نظم مجموعه ده چي د پرېشانه افکارو لومړۍ برخه ورته وایو او دوهمه برخه به یې که خدای کول د منثورو اشعارو مجموعه وي .
ښاغلی بېنوا د افغانستان په اوسنیو لیکوالو او شاعرانو کښي ډېر منلی او مشهور سړی دی چي د ځانته سبک خاوند ګڼل کیږي او د ادب په ډېرو خواوو کښي یې خپل استعداد او لیاقت په کافي ډول ښودلی دی .
دی په شاعرانو کښي ښه شاعر ، په ډرامه لیکونکو کښي ښه ډرامه نویس او په مؤرخینو کښي د ښه برخي خاوند دی .
په ادبي فنونو کښي دده تألیف او تصنیف یعني د ادبي فنونو کتاب دده علمي او ادبي پوهه ډېره ښه څرګندوي .
سربېړه په دې دده انتقادي آثار او مقالات د ډیري ستاینی وړ دي چي دده ادبي جرئت او شجاعت پکښي ښکاره دی او په شخصیت کښي یې ډېر اثر لري .
یو بل امتیاز چي دی یې له نورو ډیرو لیکوالو څخه لري هغه دده په انګلیسی پوهیدل دی چی له ده سره یې په لیکلو کښی ډېره مرسته کړېده.
دا دومره راز راز فطري او کسبي ښېګڼي چي دده په برخه رسیدلي دي بیا هم دی له بېنوا توب څخه نه ژغوري ځکه چي دده بېنوا یي شخصي او فردي نه ده بلکه په اجتماعي احساس او شعور بنا ده .
زه د ښاغلي بېنوا شاعري دده په نورو کمالونو غوره ګڼم او په دې باب کشي ورته به ډېر ښه حق قائل یم .
دده د اشعارو دغه برخه چي پښتو ټولنه یې د یوه ادبي ارمغان په ډول چاپوي دده شاعرانه خیالات تاسو ته ډېر ښه معرفي کوي او د بېنوا معنوي او حقیقي څېره پکښي ډیره ښه لیدلی شئ .
دی طبیعتا شاعر دی، دده ژوند ، دده صحبت ، دده خوی ، دده فکر ، دده ناسته ولاړه ، خوراک او څکاک ډیر شاعرانه رنګ لري او اصلي رنګ یې همدغه دی .
دده په اشعارو کښي تاسي د کلاسیک شعر خالونه او دړۍ مه ګورئ بلکه د خیال او فکر ښکلیتوب او ښایست وګورئ.
کوم درد او احساس چي له دغه شاعر سره شته ډېر قدر یې وکړئ او په محبت ورته وګورئ.
دده له پرېشانۍ او پرېشانه افکارونه د ډېرو هوښیارانو شخصي اندېښنې او ډېر بې غمه او بې درده عالم ځار شه .
تاسي دده په ظاهري بڼه او سور سپین رنګ مه غولیږئ .
دی رښتیا وایې : � خدایږو د ژړایمه ، خدایږو د ژړایمه� او دا خبره ځکه رښتیا ده چي بېنوا د خپل ملي او اجتماعي شعور په برکت د یوه لوی وجود جزء دی چي ژړل پرې په کار دي .
هغه څوک چي په اخترونو کښي د یتیمانو په حال ځوریږی او د پردېسانو په هدیره اوښکي تویوي هغه په هر حال کښي بېنوا دی او د عیش و عشرت باده یې له بېنوایانو نه نشي بیلولی .

ګل پاچا � الفـــت � دپښتو ټولني رئیس
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery