مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سپــــــــــوږمـــــۍ

د آسمان لویه دنیا کښي = ته سپوږمۍ ښکلي زیبا یي
رنګ الوتي ګونه زرده = ته ویشتلې به زړه چایي
جوړه ما غوندي غمجنه = څوک دی نشته یک تنهايي
خپل ښایست درپوري اورشو = که له یاره بېنــــــــوا يي
راته ووایه له میني
څه در سوي نازنینی؟
لالهانده سره ښورې = په شپه هر ځای کښی ولاړه
محبت یو په زړه سوي = راشه کښېنـــو سره دواړه
زه به تا ته زړګی تش کړم = ته و ماته لاس تر غاړه
غم د میني به نیمی کړو = په یوازي سر مه ژاړه
ښایسته یې ګلالۍ یې
د آسمان پېغله نجلۍ یې
لکه اوس چي یې پخوا هم = د مینو هر ځای مله وې
خوار مجنون که پر سارا ؤ = ته هم سمه ورسره وې
د شیریني حال دي ولید = د فرهاد په غم کشی ته وې
چی به راز د مینی خپور ؤ = دهغه مجلس ډېوه وې
مقتولان د عشق لیدل تا
په ورووروبه پرې ژړل تا
د آسمان پر غولي ګرزي = تا د شرق عظمت لیدلی
راز و نیاز د کوه طور دي = له موسی نه غوږ ایستلی
د بلال د اذان ږغ تا = پر دې خاوره اورېدلی
هم ګرېوان ته د رسول دي = په تعظیم ځان غورځولی
هغه وخت د شرق رفعت و
پر مغرب باندي ظلمت و
په اوبو کښي سره رېږدې = ښایسته دي په تاغرونه
ستا رڼا ته هوسېـــــــږي = درېدي ښکلي ګلــــونه
د زلمو زړه ته ور تـــېره = خوښ په تا دنجونو زړونو
ستا په ښو شغلو کښې غواړي = مینـــــان خپـــــل امیدونه
وفـــــاداره معشوقه یې
د عاشق د زړه ټوټه یې
د״مجروح״ مین زړګی یې = سپوږمۍ ښکارې و جهان ته
د همزولو له ټولیـــــــــه = ״بېنــوا״ تللې آسمـــــان ته
چي״الفت״دی پکښي نه لید = شوې په قهر و انسان ته
یو ״مخلص״ دي بیا ونه موند = چي هرڅودي کش کړه ځان ته
ټول بې دده ، درد من نشته
ټـول بې واکه،واکمن نشته
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery