مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د مهجـــــــوري نجلۍ اختــــر

مینه دي اور سوه = ګرانه نګاره!
سترګي څلورشوې = له انتظاره
رنګ مي الوتی = سینه افګاره
پریشان اوربل مي = خپوردي بیکاره
پر څه جلا یې؟ = زما له کناره
راشه اختـــــــردی
مسافـــــــــــریاره!
==========
وخت د سهار دی = نســیم چلېــــږي
د غــــــرو لمنې = ګلان غوړېــږي
زرکي دي خاندي = آبشار بهیــــږي
یو تــــــانه وینم = ویر مي زیاتیږي
په امیـــد ګورم = د راتلــــــو لاره
راشه اختـــــــردی
مسافـــــــــــریاره!
==========
نجوني هر لور ته = کوي سیلـــــونه
په هوس نــــاڅي = خوشاله زړونه
سترګي ئې توري = سره ئې لاسونه
څوک دیارغیږکښي = کـــــوي نازونه
آه یـــــوه زه یم = په زړه بیمـــاره
راشه اختـــــــردی
مسافـــــــــــریاره!
==========
کږدۍ شوې توري = زمـــا له غمــه
سترګې خونبارې = د زړه له نمــه
یمـــه لوېدلـــــــې = له خپــله برمه
که ته را نغلـــــې = خدایږوچي مرمه
ولي مي وژنې؟ = په زړه خونکاره
راشه اختـــــــردی
مسافـــــــــــریاره!
==========
ځواني مي دود شوه = پېغلتوب خاوري
بیلتون ایرې کړم = له یــــــوې واري
زړګی مي وچاود = وینی شوې داري
پـــــــاته له ما نه = د ژوندون چـاري
یم بې نصیبـــــه = ستـــا له دیـــداره
راشه اختـــــــردی
مسافـــــــــــریاره!
==========
پسته مي غېــږده = درته نیــــــولې
سپینه خولګۍ مي = تا ته ســـــاتلې
د هجـران اورمي = سینــــه داغلې
په انتظار دي = غره ته ختلې
په تن ستومانه = روح ناقراره
راشه اختـــــــردی
مسافـــــــــــریاره!
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery