مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پردیـس پسرلی

دسبا وږمه چي راسي = نوي نوي غوټۍ واسي
بلبلان نغمه سرا سي
د خوښۍ صحنه خپره سي = خویوزه په زړه خوږمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

لاس په لاس یاران تیریږي = یــو و بل ته هوســــیږي
په ورو ورو سره مسیږي
زه د زړه سره ژړا کړم = له نصیبه ګیــــله من یم
آه پردېس د بل وطن یم

په ګلو نو پټ سوه غرونه = غاټول سره کړه شنه د ښتونه
زلمي نجوني کړي سېلونه
نو به څه دا پسرلی کړم = پرور ده د خپل چمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

څوک مي نسته چي یې یاد کړم = په لیدو یې زړګۍ ښاد کړم
بېلتون هسي نامراد کړم
زړه ته تېر ملګري نسته = چي یې میني ته نیازمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

د خندا تلقین رامه کړه = په ژړا مي زړګی ښه کړه
ستا چي زړه وي هغه وکړه
ما نو پرېږده چي همدا سي = په زړې میني دردمن یم
آه پردېس د بل وطن یم

تر دې شنه آسمان را لاندي = ډیري سترګي ژړا کاندي
څوک خبر نه سوه پرې باندي
زه هم دوی سره ژړا کړم = په سرو سترګو یې مین یم
آه پردېس د بل وطن یم
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery