مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د تمـــدن وحشـــــــت

دا قدرت که طبیعت دی = یاپه خیال کی څه پېرې دي
د مرګ ژوند حقیقت ورک دی = خوشي لوبي مسخرې دي
دنیا نه ده سینما ده = راز په راز یې نندارې دي
ثانیه کي چي خوښي وي = ور پسي د غم سورې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
پر آسمان اوریځي ګرزي = د مثبت او منفي جنګ دی
دمغرب خواته دي تندري = اوقیانوس په وینو رنګ دی
سیلابونه دي بهیـــــږي = د بېـوزلو وطن ړنګ دی
ږلۍ اوري پر فصلونو = د تناهم غــړغــــړې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
تمدن دی که وحشت دی = انسانان یې تار په تار کړه
خپل وطن هر چاته اور سو = له ژوندونه یې بېزار کړه
د پاریس نازک وګړي = تمـــــدن په ظلم خوار کړه
هم د روس د ښکلیو نجونو = هر طرف ته غلبـــــلې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
چي د ډانس بې تماشې کړې = اوس بمــونه باندي اوري
ښه نازک سپين بشرونه = باندي پروتي خاوري توري
د انسان په غوښو ټنډ شول = د دریاب مایان چي ښوري
ښه دی ښه دی چي دا وشوه = تمدن دا نتیجــــــــــي دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
موږ لا اوس له خوبه پاڅو = خوبیاشپه ورو،ورو،رادرومي
و فلک ته څه امید کړي = له شرابه به څه مومي
وایه داچي د چا ښکار شو = هر چا ایښي راته لومي
خپل فنا ته مو هوس دی = له خندا مو ډکي خولې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د غروب توره تیاره کښي = شمع وسوه سرتر پایه
پتنګان ټول ځني ولاړه = یو پر مړ نه سو بې پایه
غوټۍ هم سوې زاره چاودي = زړه یې څیري کۍ له ورایه
پر هر بڼ باندي چي ورسې = د بلبـــــلو دا نغمــــــې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
پر مشرق خو لا لمر ښکاري = اما نه لري رڼا هیـــــــڅ
تمدن یې شو مخ پوټی = فرق یې نسته دمخ شا هیڅ
مشرقیان هم ټول بیده دي = غم یې نسته د سبـــــا هیڅ
که پرون سره پر خواوه = نن یې یو بل ته پلمــي دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
بیده څه بیده خوښه وي = غم لا بل ددوی پر کور دی
ځني بد وایی انګلیس ته = جرمنی یې لکه ورور دی
څوک جرمن په بده ستایي = تل یې خوښ د انګلیس اوردی
د خپل ځان فکر یې نسته = داڅه خــامي اندېښنـې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د مغرب رباب بې سوره = د ساقي پیـــــاله شوه ماته
مجلس ټوله هک پک ناست دی = انتظار یې دغرب خواته
معشوقې ته څوک نه ګوري = خپل نفس اور سوهرچاته
پــــــه ژړا، ژړا ، آواز دی = د مغني دا ترانـــــې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د بیوزلي شرق له غمـــه = زړګی وچاودی د مځکي
نفت یې مه بوله د تیلــــو = په ژړا یې چینـــــې ډکي
د شرقي مځکو په اوښکو = د غلیـــم ځــي الوتــــکي
لوی پېغام له دغو خاورو = زموږ وخواته دا نغمې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
اوبه نه دي چي بهیږي = د رګو ویني د غرو دي
چي د شرق په ویراخته دي = سر ګردانه په رغـــودي
لیوني ، لیوني ښـــــوري = لالـــهانده لــــه غمـودي
سر وهي له هري ګـــاري = دایې پټــــي زمـزمي دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
وني هم شوې پر ملا خمي = وایي وېش موږبه بېدیا شو
پاڼي ځکه سره ریـــــږدي = آه افسوز موږ به د چا شو
چي زر کاله مو خاوند وو = په حسرت به ترې جلا شو
څښتنان مو ژوندي مړه دي = ځکه سوستي مو ریښې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ای دشرق نیازمنو خاورو = یوار پرېږدئ زموږ ښاغلي
چي قبرو څخه راپاڅي = څو تر څو بې ساتئ غلي
له دې حاله یې خبر کئ = غلیمان کور ته راغلي
نه یې حق نه یې سند سته = خوشي،خوشي یې بهانې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
و حجاز ته دا پیغام کړو = شرق ورانیږي محمده ﷺ
د اسلام مغلوبېـــــدو ته = چال جوړیـږي محمده ﷺ
د خپلوی په چال ستا شرع = نن ورکیــــږي محمده ﷺ
ستا پر پاکه شرع باندي = جهالت توري پردې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
دانسان د ژوندون لاري = تا و موږ ته راښوولي
چي په حق څوک عالمان وو = هغه مرګ رانه بېولي
اوس وارث د انبیــــا وو = دوی تر موږ بتر لړلي
پر هر څه یې اختلاف دی = پراسقاط د دوی جګړې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
بیا صدیق رفیق ته وایو = توره وباسه له تېکي
عمری هیبت په کار دی = چي غلیم له شرق پرې کي
د عثمان مړانه څه شوه = یا حیدر چي پر نارې کي
دا دشرق د امید سترګي = ستاسي لورو ته ګږې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ورسه ژر د سبا باده! = ″ ولید″ پاڅوه له ګوره
نور نو څه قبر کي پروت یي = د خپل شام وحال ته ګوره
بیا″مامون″″هارون″ ته عرض که = ورته ووایـــــــه په زوره
چي بغداد په مدرســـو کي = په لوړ ږغ دغه نــــارې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
بیا نو ژر ولاړ سه نسیمه = ″ایوبي صلاح الدین″ تــــه
له هغه ځایه بیا تېــر شه = د موصل و″ نور الدین″تـه
استمبول پر سیمه ورشه = زموږ پښتون″جمال الدین″ته
وا را وپاڅئ له خــاورو = د شرق شا و خوا لمبې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د ښه مصر په هیواد کښي = ″زغلول″ ولي بې صدا شو
طرابلس کښي″سنوسي″ هم = پر څه ستړی له غــــزا شو
″شهبندر″ له سوریـــــې نه = په کوم لوري الونیــــا″ شو
ولي نه اوري ″خالد″هیڅ = چي هر ځای دا انګازې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د غزني ″محموده″ څه شوې = د پښتون ټبــــر خورییــــه
سومنات دي ریز مرېز کئ = بیا سر پورته که زلمیـــــه
پر شرق ورغړوه سترګي = غلیــم څه کړي بریالیــــــه
″ارسلا″ ته وا را ووزه = په شرق شوي څه کانې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
نه″غیاث″نه″شهاب الدین″سته = سوه بې ږغه د غور غرونه
غزنویان او غوریان ولاړه = چي پر بل بې وه بریدونه
د شرق نوم پر جهان لوړ وو = چي یې وه هسي مړونه
اوس د شرق له ژوندو خلقو = جوړي سوي هدیرې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
″چنګیز″ هم دشرق له خاورو = مګرڅه چي دی بد بخت وو
همد دې ځای کي″خسرو″ و = چي نامتوشاه د خپل وخت وو
″کیکاس″″کیقباد″ زموږ وو = هم پرشرق د″جمشید″تخت وو
اوس له بلخه د باخــــــــــتره = سازي شوي کنډوالې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
″مصطفی کماله″ پاڅــــــه = د تورکانو بیا زړه شین شو
هم ″محمد فاتح″ که پورته = پر مشرق نژدې ناورین شو
چي وځای د انبیـــــــاوو = اوس د چا ښه فلسطیــن شو
آیا شــــرق نوبې مړو دی = چي د هر چا پر حملې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
چي په سترګو نه ښکاریږي = چیرته ولاړ″امیر غازي″نن
پر عــــــــراق یې ګذر نسته = چي بیا وکي سربـــــازي نن
د اسلام په منځ کي راغله = یوله بله بې نیـــــــــازي نن
چي مو وژني بې اجلــــــه = دا مو خپل د لاس چړې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
″احمدشاه″ ته وارا پورته = ستا ډلی د بل په لاس کي
پښتنـــــوالي تاسي یووړه = پښتانه دي په افلاس کي
د باور متـــــاع یې نشته = ټوله ډوب شوه په وسواس کي
په خپل کورکي شنه زمریان دي = پر بهر یې ماتي پښــې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
سترګي روڼی که ″میروېسه″ = په زنګ پټه شوه ستا توره
یوار بیا پښتــــون ژوندی که = د غلیم مور کړه پر بــوره
ته هم بیا راسه و غور ته = ای″شیرشاه″ښاغلي سوره
د شرقیانو حال ته ګوری = دغربیـــــانو بازېچــې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
″نادرخان″غازي ښاغلی = ددې خاوري بریالی وو
هم مصلح هم مفکر وو = جوړ د شرق یو نومیالی وو
″اکبر خان″هم د دې مځکي = یو غښتلی ننګیالی وو
څه سوه څه سوه ها وګړي = چي یې پاته کارنامې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
آه دا ټوله مړه پراته دي = نه را درومي ماته خدایه
ته ملجــــایي د خوارانو = زموږرجوع ده تاته خدایه
لارمونسته چیري ولاړشو = بېله تا و چـــــــا ته خدایه
چي یې تل لیده رحمت ستا = دا هغه خاوري پرتې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
یاقوت راکې وموږ ته = یایې ته تبت یـــــــدا کړه
یا نازل پرې ابابیل که = خاوندان د فیل تبا کړه
یا پر خاورو حکم وکه = مړه مړونه ژوندي بیا کړه
پخوانی عظمت له تا وو = اوس مو هم تا ته اسرې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
بس ته بس ته نور نو نه ځم = د سپېرو خاورو قبــــرو ته
چي پردوی وه دوی خووکړه = زیاتي څه ژاړم و مړو ته
اوس به دا نامه تقدیم کړم = د مشرق ټولو ژوندو ته
خپل له ځانه مستقــــل شی = ستاسي خوی د بل پېښې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
لومړی وارخوبه کړم وړاندي = دا نامه و ″ ظاهرشاه ″ ته
چي زلمی پښتون ټولواک دی = لوی خواخوږي پښتونخواته
په دې ترڅ کښي به عرض وکم = چي څه حال دی د شرق خواته
استقبـــــال ته د همت ستــــــا = د شرق خلاصي دروازې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ستا د زړه په پښتنوالي = ګوندي بیا مشرق ژوندی شي
لکه و چي پخوا اوس هم = له هر چانه ګړندی شي
چي اوبه تللي واله کښي = بیا هم هلته تېرېدی شي
څه که تېر نیکه ګان نشته = زموږ لاهم ویني تودې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
بیا نو وروسته مي اهدا ده = وپښتون صدر اعظم ته
سیاست کي بریــــــــالی یې = غلیم پاته نه سو چم ته
د شرق خاوره تقسمیــــږي = د یورپ ګوره ستم ته
ته په غم کي د شرق وسوې = خو ملګري دي بې ښې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
بیا به عرض د شرق د حال کړم = وښاغلي ″شاه محمود″ ته
شنه زمریان دي ستا په لاس کي = هڅه وکړه و مقصود ته
کریچ دي وباسه له تیکي = دا به وایم و ″داؤد ″ ته
د شرق غم دی په فضا کي = څوکي توري د کسې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
و ایران ته به لېـــــږمه = دا نامه لکه کـــــــوتره
چي عرض وکي ″پهلوي″ته = د شرق خاوره ده اوتره
د پاریس په توګه مه شــه = عیاشي پرېـږده له سره
اروپـــــا سوي اورونــــه = ستا وهر لور ته نژدې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د تورکانو پر هیواد هم = ورسه اې نامې رنګیني
و″عصمت″ وته دا وایه = په جوش بیا راوله ویني
د ″سیدام″ پر سیاست بیا = آفرین وایه د میني
په دوستي دي دښمن وخوړ = ستا دلاسې کُلمې شنې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ته نــــــــامه د محبت یې = تلواري ځه په مزلو کي
د هوسۍ په شاني درومه = د حجاز په ښو رېګو کي
وایه دا ″ابن مسعود″ ته = د حرم په دروازو کي
چي کعبې ته د هر لوري = رسیدلي دا وږمې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
وحدت څه شو د عـــربو = چا پاشلي لور په لور دی
پخوا هم دغه نـــــژاد وو = اوکه دا عرب بیا نور دی
شرق مرکز د علمیت وو = هم له ده تمدن خپور دی
د عربــــــو تودې ویني = اوس پر څه باندي سرې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
په اول ″فــــاروق″ د مصـر = خپل سلام تقدیمو مه
بیا به وروستــه له ســــلامه = د زخمي زړه عرض کومه
چي فرعون په نیل کي غرق که = مصـــر بــــاسه له ستـــــمه
خپــلی ګټي دي پردۍ شوې = ستا په کور د بل چړچې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د عراق وغازي زوۍ ته = زما سلام دی په څو ځله
رب دي لوی که وغزا ته = د عرب د امیــــد ګــــله
ګوندي ته یې متحد کړې = قام بېــــزار شو یوله بله
″ګیلاني″ له ملکه ووت = د دښمن لا خرخښې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
دا نامه مي درته عرض ده = مجـــاهد″مفتي اعظــــــمه″
یهودیان له ملــــــکه باسه = فلسطین خلاص که له غمه
بیا د شرق په غم شریکه = لیڅي غــــــــړه محتـــرمه
مستقبل مو ګوندي ښه سي = د حال چاري بې مزې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ها د شرق زلمیو واوری = د ښــــه پاک آرین له پښته
جهان ستا سي مسخر وو = هم آسمان او مځکه نغښته
خپل سرونه ټول قربان کي = د ګران شرق تر یوه خښته
یو له بله متــــــــــحد شی = په نفاق مېني سپېرې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ای فلکه بس ته مه کړه = پر شرق باندي نور ظلمونه
د تخریب قوه دي ډېــره = ورانوي ودان کــــــــورونه
تر پرون لا نن بتر یې = ستا پر موږ دي څه پورونه
هر سهار د شرق په وینو = ستا ګلــــــګوني کنارې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ته هم اې د شرق آسمانه = زموږ پر حال باندي ژړېږه
څو تر څو به شین ښکارېږي = سره وښوره خړېـــــــــږه
لاتر کمــــــه به ولاړ یــــې = د دښمـــن پر سر نړېـــږه
ستا په ارته فضا کي = د هوا داســـــي څپې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د ایشیـــا مستقــــل غــرونو = ولي نه ســـــــره ګډېــږی
استقــــلال مو محو کیـــږي = د دښمن په لا ورانیــــږی
لا د مخه تر زوال خپـــــل = له بد خواه سره جنګـــږی
په هوا ستاسي ژوندي یـــو = چي سر سبزه مو درې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ولي نه ایشئ له خروښه = د مشــــرق لویو سنــــدونو
یا د زړه د تاوه وچ سئ = بیا شرق پاک کئ له غمونو
یا د سرو،وینو ډک راشئ = د ښمن غرق کئ په موجونو
لږ همت درته پکار دی = هر طرف ډکې شېلـــــې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
ستورو یو یو راکوزېـږئ = رجُوماً للشــــــــــیطین سئ
دا عبث چشمکان پرېـږدئ = مُخربیـــن للظالمـــین سئ
غلیمان کړی د شرق محوه = هر یو کاڼی آتشیــــن سئ
مریخ څه ریـږدی له قهره = تېــز کاته هم د زُهرې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
اې زموږ د پاسه لمــــره = انتظار نو زیاتي مکــــــړه
خپل د جذب قوه واخلـــه = دا کُره لاندي شوه کــــــړه
چي ټوکړه ، ټوکړه شي واړه = سره ګډه مځکـــــه ته کړه
دښمنان د شرق ړانده که = خنجر واره دي شغلې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
رادیـــو ته هم ګډېــــــږه = له آسمان له خوا کړه ناري
چي شرق یو دی یو به اوسي = تل به ځي پر یوې لاري
غلیمان به خود حسد خوري = چي شرق و نه لري ساري
هر ملت په تا ویښـــیـږي = ستا څپـې هرځای خپرې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
د پښتو په مېخـــــانه کښي = که رشتیا ″ بېنوا″ مست یې
سترګه مه کوه د چا څخه = په دنیا کي چي څوهست یې
مست خو تل حقیقت وایې = که ته نه وایې نو پست یې
د قــُل ،قـُل ږغونه واروه = دا امـــرونه دښیــښې دي
د فلک خونخواري ستــرګي
بیا د شرق وخواته سرې دي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery