مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زما په چا پروا نشته

د زړه اور زه لیونی کړم = فریادونه لکه نی کړم
وهرچا تې خندنی کړم = اوس به څه ته مخ سپینی کړم
خوښ مي لیونتوب دی بېله دې د ژوند رڼا نشته
زما په چا پروا نشته
===========
لیونی د محبت یم = نازولی د قدرت یم
نوی ګل د طبیعت یم = شین په باغ د حقیقت یم
دزړه په آه غوړېږم،ستا حاجت باد صبانشته
زما په چا پروانشته
===========
که وجود مي و، ناولی = ما دزړه په وینو ولی
په سرو اوښکو مخ پرېولی = یار حضورته درېدلی
لمونځ د عشق مي ادا شو، نور مي چاته اقتدا نشته
زما په چا پرواه نشته
===========
لیونتوب کښي آزادي ده = هوښیاري نامرادي ده
په خلوت کښي څه ښادی ده؟ = د خواږه ژوند بربادي ده
څوک چي مجنون نه وي، خود به وایي چي لیلا نشته
زما په چا پرواه نشته
===========
څه به درومې مرده دل ته؟ = ګل ښائیږی وبلبل ته
بړبړ راشه زما کوګل ته = محبته! مځه بــــل ته
ټول ماده پرست دي ، زړو کښي داغ د تمنا نشته
زما په چا پروا نشته
===========
ساقي بیا محفل کړه نوی = په جام ونمانځه هرژوی
په لمبو د میني سوی = په نارو لکـــــه کــکوی
نور جامونه غواړم په دې جام کښي څه صهبا نشته
زما په چا پروا نشته
===========
هوښیارۍ له کوره لېـږده = دا زړې سندري پرېږده
بیا پربل تارګوتي کښېـږده = نغمې وایه سره رېــږده
ډار مه کړه مطربه! دې مجلس کښي یو دانا نشته
زما په چا پروانشته
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery