مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

ددې اثر دويم چاپ

خداى بښلى اسحق ننګيال زموږ د اوسنۍ شاعرۍ يوه نوميالۍ څېره ده. که مرګي له موږه ژر نه واى بېل کړى، نو اوس به يې داسې نور ګڼ نوښتونه ترسره کړي وو. دا ټولګه چې ستاسو په لاس کې ده، د اسحق ننګيال د ټولې شاعرۍ کليات نه دي، خو منتخبات يا تر يوه حده غورچاڼ ورته ويلاى شو. ځکه چې نه يوازې هغه وخت دده اکثره ناچاپ شعرونه په کې خوندي شوي، بلکې له چاپي مجموعو څخه يې هم تر يوه ځايه غورچاڼ شوى او ځينې شعرونه ورسره يوځاى شوي دي، نو ځکه يې د اسحق ننګيال د شاعرۍ منتخبات بللاى شو.
البته د ننګيال په چاپي شعرونو کې نور ډېر ښکلي شعرونه هم شته، خو دا په دې مانا نه ده چې د هغه ټول غوره شعرونه همدې ټولګه کې راټول شوي دي. د المان مېشتې؛ (د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې) کور دې ودان وي، چې هغه وخت يې ژر دا ټولګه چاپ کړه او د مرګ له خطره يې وژغورله. اوس چې د چاپ امکانات تر پخوا زيات شوي او د انټرنټ څپو کې د ادبي، علمي او نورو اثارو د خوندي کولو زياته اړتيا ده، نو ځکه مې ضروري وبلله، چې دا اثر يو ځل بيا له سره کمپوز او چاپ کړم. هم به يې د چاپ له لارې خلکو ته ورسوم او هم به يې د انټرنيټ له لارې خلکو ته د لوستو لاره چاره اسانه شي. هيله من يم، چې زموږ نور ليکوال هم خپل او د نورو ليکوالو تېر ارزښتمن اثار يو ځل بيا له سره کمپوز او هم يې بيا چاپ کړي او که د چاپ وس يې نه لري، نو لږ تر لږه خو دې د انټرنيټ څپو ته وروسپاري، چې هم ترې ګټه اخيستنه عامه او اسانه شي او هم د مرګ له خطره وژغورل شي، بيا يې نو که د چاپ هيله او غوښتنه کوله، د چاپ کار به يې هم اسان شي.
په پښتو کې د برېښناييز کتابتون د چټک بهير د لا چټکۍ او پراختيا په هيله.

پوهندوى محمداسمعيل يون
ارګ، د جمهوري رياست ودانۍ
١٣٨٧ل کال، د کب ٢٣مه نېټه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery