مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

ږلۍ

په دې سپرلي څه وشول؟
سپينې وږمې څه شوې؟
سپېرو اغزوته
لکه ستړى بازينګر ګډوي
دا پسرلي څه شو؟
دا زرکې چېرته لاړې؟
چې زموږ د غرو په لاله يي درو کې
او دبادونو د پستو سينو تر سيورو لاندې
د ځوزو ډلې او دکاړو کاروان غېږې موښي
او داسمان غېږه کې
شفق راوسوځېد
په شنو پاڼو يې
ځولۍ، ځولۍ د سرو سکروټو ږلۍ وشيندلې.

داکلى مه ورانوئ!

دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنو سيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو د پاسه
يو کوچنى پروت دى
يو کوچنى ويده دى
او تر وړې لوپټې لاندې
دناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه ويني.
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې پېغلې
کتار،کتار
دلمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي
او په مينو ژبو
د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه روانوى!
ګورئ چې هلته له هغو سپېرو کوډلو ځنې
ګورئ چې هلته ددې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه ځګيروي جګېږي
سوزمن اواز راځي
او اميداورې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!



د سفر په لاره کې

مامې د مينې نوبالغه څړيکه وليدله
چې مې دياس او دوهمونو دتيارو شېبې يې
د خپلو سترګود الماسو په تېغ څيرې کړلې.


مامې د مينې نو بالغه څړيکه وليدله
چې د سرو وينو له بسترنه يې دستورو نجونې
دشپو دزورله ګنهګارې غېږې خلاصې کړلې.


مامې د مينې نوبالغه څړيکه وليدله
دسبايي ددې ورېښمينې وږمې سيورو لاندې
چې د اسمان د ورېځو سين نه دسفرلاره کې
د باراني ګلو سلام ته غېږ د ځمکې نيسي.




اهداء زما سپين ږيري شهيد پلارته:

د ميلاد په شپوکې

اى! ددې شنه اسمان په غېږه کې خوب وړې سپوږمۍ!
اى! په دې شپوکې دپرديسو د سفر ډيوې!
اى! د ګلونو اود پېغلو، پېغلو وينو پري!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چې د کړيکو او تيارو نښه شوم؟
او دساړه ژمي خوني او ګنهګار ابليس
زما دګلانو او نرګسو باغ کې اور وکاره!
ته راته ګورې!

ته راته ګورې چې محل مې له کارغانو ډک شو؟
اوپه ويالو کې د هيليو بچي وسوزېدل!
او زموږ د کلي ميندې
دميلاد شپوکې ((بې لاسو اوپښو بچيان زېږوي))
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چې مې ټول کلى چاړه چاړه دى؟
خلک په نوکو او برچو د يو بل سترګې باسي
او دمالت نجونې
په خپلو تورو تورو څڼو کې ځوزان ټک وهي
آه،
آه نازولې سپوږمۍ!
آه درڼا مورې!

د چړې په څوکه کې

دا دسپرلي د شينکي باد وزرونه چا تړلي؟
چې د سپوږمۍ شونډو کې تورو ورېځو ځاله کړې
اود شيطانې شپې په لومو کې د ستورو نجونې
د مرګ له نوکو نه کترې، کترې راتويې شولې.

دا دسپرلي د شينکي باد وزرونه چا تړلي؟
چې د تيارو په جهنم کې د اغزيو لښکر
د بلاربو بوټو له شيدو نه ډک تيونه شکوي
او د نرګسو دا موسکۍ، موسکۍ رنګينې سترګې
د لاس په نوکو باسي.

دا د سپرلي د شينکي باد وزرونه چا تړلي؟
چې زموږ د کلي دبامو د سر سپينکۍ کوترې
د زهرجن غبار د زهرو د باران له لاسه
له ډېرې وېرې د ښکاري ګوتو کې ځاله کړې
او دچړې څوکه کې
سپينې دانې لټوي.



د رڼا کلي ته

زه به د سترګو تخم
دغه راڼه کسي ته
د وچې ځمکې په تبجنه غېږ کې وکرمه
او،
د سينې له باغ نه
به مې د وينو څراغ
توروکوڅوکې
د لارويو مخ ته، ونيسمه
څوچې په ګډه سره
دې لويو شپو کې
د رڼاکلي ته ټول ورسو!.


د شپې پر بام

نن مې کور له پنجرې نه
د مغرب له لوري
يوې مروړلې
خوسا شوې وږمې سر اخيستى
او دګلانو په چوپتياکې
دکارغانو ډلو
تيارې پر سر
دسبايي په شبنم ولامبلې
سهرله شرمه
ځان ته ونه کتل
ګلانو خپلې سرې مچکې پرې کړې
او لمر خولې، خولې
دشپې پر بام ويده پاتې شو.

د رڼا مرګ
لاد نرګسودموسکاپه سپرلني پاڼو کې
غرمو خوړلې،
جل وهلې کربلا ويده ده
د شپو په څڼوکې
د تورو، تورو ورېځو خمار
د سپوږمۍ زړه نه
د سرو وينو پيمانې اخلي
او اطلسي باغونه
د سرو ګلابو
د غوټيو جنازې پر اوږو
د پرهرونو
د باغچو داغي ګلونه پر سر
د تور خزان خوني سيليو ته سلام کوي
او د سپېدو له باغ نه
د تورې دښتې
پر اغزنې چاودې، چاودې سينې
يوه رڼا ولوېده
يوه رڼا مړه شوه
(چې رنګ د لمر يې درلود).

پوهاند دوکتورمجاور احمدزيار ته د هغه
د پنځوسمې کليزې په مناسبت:

ته لکه لمر

ته لکه لمر
دخپلو وړانګو
طلايي لمبونه
ذره، ذره
پر مړاووو شويو
(ګلو) وڅڅېدې
او،
د شينکي ذهن
د هسک له رڼو ستورو نه دې
زموږ رژېدلي
اوسرتور (بڼ) ته
سالو وګنډه.


سپرلي ته

سپرليه راشه پردې کلي راشه
چې د ساړه ژمي قاتلو، خونړيو شېبو
زموږ دباغ د کشماليو وينې وچې کړلې
اوماښامي سيليو
بيا دسپوږمۍ دزړه چاودون
د مړو سلګيو شپو کې
د پېغلو ولو او سپېدارو ملاوې ماتې کړلې.

سپرليه راشه پر دې کلي راشه
چې زموږ د کلي د پېغلوټو ګودر ونړېده
دلته د شونډو په خيالي باغ کې موسکا مړه شوه
او زموږ دميندو مهربانو مورنۍ غېږو کې
شونډې پرتيو دا کوچني ماشومان وسوځېدل.

سپرليه راشه پر دې کلي راشه!
چې تورو دربلو کې زموږ د سفرونو سپوږمۍ
د رڼو ستورو دګلونو دميلاد په ماښام
کترې، کترې له اسماني دښتو راولوېدله
اود شنو وږو د ځوانۍ او پېغلتوب خوبونه
د وحشي باد په قهرجن ستوني کې ونښتل.

سپرليه راشه پر دې کلي راشه
چې زموږ د پېغلو او تنکيو سرو غوټيو سترګې
دڅانګو بڼ نه د خزان په سيلۍ تويې شولې
د تورو شپو د تورو ورېځو تر لمنې لاندې
د سرو رېديو د مور بلاربه ګېډه وڅيرله!!!
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery