مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

جنازې

ورېځو د ستورو جنازې ښخې کړې
بيا پر دې غرو
د رڼو ستورو د نارنجو ګلان نه ورېږي
رانه د ستړو مساپرو پښو پل ورک شو.

هره شېبه مې ځوانې مېږې تندورنه وژني
هره شېبه دځوانو مېږو جنازې ښخوم
خداى زده
دې لار کې چېرته روغه څېړۍ شته او که نه؟
چې راته غېږ پرانيزي
څادر مې باد وړى دى!.

١٣٧١/٤/٢٦
کابل




کلى- دېره

ماته دکلي مازيګر يو ځلې بيا وخندل
دمرورو وږمو پېغلو مې د شونډوجل وهلې پاڼې بيا ښکل کړې
کلى مې بيا لکه د وينې د زړګي پر فصل وبهېده.

د پلار هوجره لکه کنډکپر پرته ده
نور ترې د ستړو بزګرانو دچلم دودونه نه راخېږي
نوريې انګړکې دښاغلومساپرو د څپليو د ګل مېخونښې هم نه شته
له ماتې ملا يې نړېدلي د سنځلو نازولې څڼې
اوپلار يوازې دکابل په هديرو کې مساپر پروت دى.

بيا مې دکلي د اذان اواز له خوبه ويښ کړم
اذان پر کلي باندې خور دى خو په غږ کې يې هماسې
د سپين ږيري ((بلال)) سوز نه شته (١)
ټول د پکول شاته لمونځونه کوو
اود جومات محراب له مانه د((بلال))سپينه پګړۍ غواړي.

کلى هماسې له دېرو ډک دى
دکلي لارې د زلميو تردرنودرنو ګامونولاندې ساه اخلي
خو ګودرونه ړنګ دي
د کلي پېغلې انګېرونوکې د نيا زړې څرخې تاووي
او زه لګيا يمه دپلار زړه دېره چلوم.

١٣٧١/٦/١٨
١- د شاعر منظور مشر تره مشهور ديني عالم مولوي عبدالحى دى.




ګلونه

کرلي مې جانان دي په اورونوکې ګلونه
زه هسې لټومه په ګلونوکې ګلونه
زاهده رانه کېږي چې ماښام کې قضاګانې
ليدلي مې د زلفو ماښامونوکې ګلونه
وږمې وې نابلدې د کمڅيو له غرونو راغلې
زرغون مې شول دکلي په خوړونوکې ګلونه
هر ګوټ سره ګلاب شي تکې سرې دپيالو مورګې
جامونه په ګلونو کې، جامونوکې ګلونه
په شونډو کې موسکا خو يوه وکوه جانانه!
سپرلى شه غوړوه مې په زخمونوکې ګلونه.

١٣٧١/٧/٢٥
کابل

د ((آدم)) وصيت
زه ((آدم)) يم، زه ((آدم )) يم
له جنته شړل شوى
پر دې ځمکې بادشاه شوى
ورور دې ورور پرکاڼي وويشت
نازولى زوى مې مړ شو.

زويه! زرکاله پوره شول
يو څو ورځې دې مېلمه يم
څو خبرې درته کړمه
نن به يم سبا به ځمه.

دغه سپين مزى در واخله
دپستو پستو ورېښمو
پکى حک مخ د نبيانو
د جمله ووبادشاهانو
پرښتو وو دى اودلى
له جنته دى راغلى.

خو وېښته زما د ږيرې
اوهمدا جنتي مزى
په يوه تابوت خوندي کړه
ورته جوړ قفل او کلي کړه
څوچې ته او دنيا ده
پر دښمن غلبه ستا ده.

دا ګوتمۍ مې هم درواخله
ورته وبه ښيې لارې
دا ((ميمون)) اس مې هم ستا دى
ورسره برېښنده توره
هر برى د ستا برى دى
هر زورګير دستا مريى دى.

زما نښې دستا نښې
زما لکړه ستا لکړه
زما لاره د ستا لاره
زما چاره دستا چاره
خو وروستۍ خبره واوره
وينه توى زما د زوى کړه
دمظلوم زوى په بدل کې
زويه ځه ته هم قاتل شه!
د ((آدم)) د غاړې ګل شه!
١٣٧١/٩/٦
کابل


داحمق په لټون
اورېدلې مې کيسه ده خداى زده کله
له ملانه، له عامي نه که له بله
يو سپين ږيرى چې يې وخت دځنکدن و
په هوښيارو کې هوښيار اوعزتمن و
خپل زامن يې کړل پر ځان باندې چاپېره
وې خبره درته کړم چې نه شي هېره
څه يې چې شته نيم يې په ما پسې خيرات کړئ
څه وېش، څه يې پخه او څه يې سقات کړئ
نيم يې ورکړئ دکوم ځاى نامي دله ته
کوم احمق، نادان، رذيل، حرامزاده ته
چې په نوم د حماقت تر څوک بر نه وي
دغه نيمه برخه ټوله دې دده وي
سړى مړ شو دخيرات کټوې بار شوې
ګېډې ډکې شوې د دار او د نادار شوې
زامن ټول شول مصلحت يې سره وکړ
د احمق سړي لټون ته يې زړه ښه کړ
وې فرض کړى موبابا پر موږ دا کار دى
پسې ګرځو په دې ښار که په بل ښار دى
ګوندې وي چې په دې کارکې کوم حکمت وي
د سپينږيرو خو په نيکو مصلحت وي
زامن لاړل نيمه برخه يې تر ملا کړه
په شپو شپو يې خپل زاړه کلي ته شاکړه
د احمقو يې څارله هره لاره
پسې تلل له يوه ښاره تر بل ښاره
لټوه هغوى احمق چې ښه شاخدار وي
احمقان خو ګنې هر چېرته بسيار وي
خو شاخدار احمق هېچېرې پيدا نه شو
څو چې سر يې د پايتخت پر کوڅو وشو
دوى له ورځو يوه ورځ ليدل په ښار کې
چې راجوړې دي مېلې په هر بازار کې
هرې خوا نه راټول شوي ښه ځوانان دي
څوک يې پېغلې،څوک زاړه، څوک هلکان دي
دچا شونډو کې موسکاوې دي غوړېږي
څوک تندى پر زنګنو وهي ژړېږي
يو خوا ساز دى، پايکوبي ده او خندا ده
بله خوا چغې دي نارې دي او ژړا ده
چا کږه شمله پر سر ايښي خوښي کړي
چاله برېتو نه تار ايستى زبوني کړي
ورونه ګرځي په مېلو کې هورې دورې
دوى ليدل هغه کانې چې نه وې چېرې

دوى ليدل چې د مېلې په هغې خوا کې
تخت ځلېږي د رنګونو په رڼا کې
په کې ناست يو عزتمن سړى دى ګوره
چې ورېږي پرې ګلان له هره لوره
طلايي تاج يې پر سره لکه دلمر دى
تيارسۍ ورته سردار دى که لښکر دى
جوړ ټولګى ورته ولاړ دى د ساقيانو
ښکلې پېغلې او په کې دي دزلفانو
دمېلې پرې بله خوا بله کيسه ده
دوى ليدل چې هلته بله هنګامه ده
دوى ليدلو يوسړى چې عزتمند دى
له يوې پښې له ونې نه ځوړند دى
څوک يې سر وهي په سر څوک په سوکانو
نه زړه سوى د جنکو نه د ځوانانو
له ماشوم نه هم خيرات د خپل سر غواړي
خو وهي په کې هر څوک د لاس سوباړي
د سپين ږيري زامن ډېر ورته حيران شول
بيا په لټه د دليل اود برهان شول
له يو چا ځنې يې وکړل تپوسونه
چې راښيه د خداى پار دى دليلونه

د يوه مو ولې دومره هرکلى کړ؟
او له بل ځنې مو جوړ د کوڅى سپى کړ؟
وى هغه چې اوس د تخت پر سر مستي کړي
پس له دې نه به پرموږه پاچاهي کړي
او دا بل چې تاليده سر په ژړا و
يو ساعت مخکې زموږ پر سر پاچا و
موږ دنوي هرکلى کړو څه چې غواړي
بيا چې زوړ شو نو وهو په کې سوباړي
د بابا زامنو ووې چې مو وموند
ها احمق چې موپه ټول جهان که نه موند
د شاهي په باغ کې ناست نه ګوري مني
ښه پوهېږي د سبا سوباړي ويني
نيمه برخه دبابا يې رابهر کړه
بيايې ټوله د بادشاه په لاس کې ورکړه.

١٣٧١/١٠/٧
کابل




بادشاه او معشوقه

تېره هېره زمانه کې يو بادشاه و
نازولى په هر ملک ددې دنيا و
خداى ورکړې دبدبه دتاج اوتخت وه
په هر ځاى ورته ګونډه اوښه دبخت وه
خزانې يې وې د شتو وتې له شماره
هر خزان يې ښايسته و له بهاره
نه کمى و د لښکرو نه د زرو
نه کمبود په کې د مينځو او نوکرو
شمار يې نه و په حرم کې دبيبيانو
نه د ښکلو معشوقو نه دساقيانو
هر محل يې د دنيا پر سر جنت و
رب ورکړى له ازله دا عزت و
د بادشاه په دلبرانو کې يوه وه
چې په ټولو کې ښايسته لکه ډيوه وه



لکه حوره هسې ښکلې نازولې
ته به وايې له جنته وه راغلې
چا ليدلى داسې حسن چېرې نه و
ډېر شاهان يې په ليدو پسې ړانده وو
د بادشاه ټوله هستي ددې هستي وه
دشپې ورځې پايکوبي وه بدمستي وه
دغه نورې معشوقې، نورې بيبيانې
ورته ټولې د پښو خاورې وې خوارانې
يو وېښته ددې او دا ټوله دنيا
بدلوه کله دداسې عشق بادشا
يوه ورځ يې په شېبو د بدمستۍ کې
د خوندونو او رنګونو په ځولۍ کۍ
سرې د ناز شونډې راپرانيستې ادا ته
څو خبرې وې چې ويې کړې بادشاه ته
وې پلانى حاکم دې ډېر درته خاين دى
ته پوهېږې نه خو ما ته مبين دى





چې خېمه د مستۍ ټوله شوه سهارشو
دمظلوم حاکم تيارې خونې ته لار شو
پس له څو ورځو پوښتنو احوالونو
پس له ډېرو تحقيقونو، تپوسونو
شوه معلومه چې تقصير د حاکم نه دى
تش تومت د معشوقې د ترخه زړه دى
پس له هغې بادشاه ډېر ورنه خفه شو
سلطان لاړو درباريانو ته جرګه شو
وې که څه هم ډېر پر دې ښکلې مين يم
خو والله چې پر هغې پېښې غمجن يم
زه وېرېږمه که بيا هم داسې وشي
خداى خبر چې ددې ملک چارې به څه شي
درباريانو ورته وويل سلطانه
نوريې مه منه خبره عاليشانه
بادشاه ووې ناممکنه ده ملګرو
چې ځان منع کړم دهغې له خبرو


يوه شپه بادشاه دربار نه رابهر شو
معشوقې سره ملګرى په چکر شو
پر بېړۍ سواره روان وو په درياب کې
معشوقه يې کړه ګوزاره په تالاب کې
معشوقه لاړه خو اور يې د عشق بل کړ
لګېدلى د بادشاه پر تش ګوګل کړ
بيا بادشاه شېبې پر اوښکو لنډولې
اوښکې څه چې يې سرې وينې بهولې
بادشاه هسې خواروزار او تورکمندشو
چې ګوزار د عشق او مينې له سمند شو
درباريانو ورته ووې اى اميره!
اى زموږ د سرو سيوريه اى زهيره!
اوس چې مرې ورپسې ولې دې غرقاب کړه
خپله مينه دې لاهو په دې درياب کړه
بادشاه ووې ورته اى عاليجنابه
زه خراب ښه يم نه ملک خانه خرابه.

١٣٧١/١٠/٢٩
کابل




پر قبر مې

ما مې دا خپل قبر په سترګو وليد
قبر،
زما د سفر نوې بېړۍ
د وچې ځمکې سمندرکې غږوي د مساپرو مساپرې شپېلۍ
او قبر کښونکي
ستړي ستړي رانه پښو ځنې څپلۍ وباسي.

بربنډې پښې، سپينې جامې پر غاړه
زه مې دخپلې جنازې پر سر ولاړ يم
د ملا غږ ته مې غوږ نيولى
چې بلوي مې پرګناه د ثوابونو څراغ
زه ورته سرې سترګې ژړېږم
وايم درواغ دي
ملا مه يې وايه!


له کور او کلي نه مې ساندې خېږې
ادې د زوى چيغې وهي
بچيان دادا بېرته له خدايه غواړي
د چاپه خوله کې چېرته نه شته چې شاعر مړ دى
او دلته زما په جنازه کې
يو شاعر
خپلې مېرمنې سره ناڅي او سندرې بولي.
١٣٧١/١١/٥
کابل


بزګر

څنګه سړې ږلۍ په سر واخيستم؟
زما دلاس د خولو فصل نه يوشين بوټى راپاتې نه دى
چېرته يو ژېړ وږى هم نه شته چې يې پاس پر پټکي کېدم
له ګودر ځنې په برېتو کې موسکى تېرشم
په مخه لاړ شم، شاته وګورم
پر ښکلي اشنا بيا د يوې بلې وعدې زېرى وکړم
ږليو څه ونه کړل؟
بزګر لګيا دى تر خپلې
لور سره خبرې کوي
بزګر ژړېږي
او وريو ورته غوږ نيولى.
١٣٧٢/١/٦
لغمان



بنګړيواله

بنګړيواله توړۍ بيا پر کلي راغله
بنګړيواله شرنګ پر ولو،
دښايسته رنګونو څانګه
بنګړيواله زموږ دکلي
دزلميو د ((طالعو)) د نازکې غوټۍ وږم
بنګړيواله زموږ دکلي
د پېغلوټو د اختر د شېبو زېرى.

بنګړيواله توړۍ راغله
ړنګه بنګه ساه نيولې
په پستو پستو زګېروو يې
دهر کاڼي تپوس وکړ
خو زموږ د کلي لارو
د پرديسې بنګړيوالې
تش د خولې سلام وانه خيست
وې يې: هو! رښتيا زړه شوم


دغو سترګو رب وهلو
خدايزده چېرته
بيا پرکومو نابلدو کوڅو سر کړم؟

بنګړيواله توړۍ تم شوه
حک حيرانه پښېمانه
بنګړيوالې په لستوڼي
دبڼو دوړې جارو کړې
هر دېوال يې ددې کلي
له خواږه نظره تېر کړ
وې يې: نه،کلى همدا دى
دا کوڅې هغه کوڅې دي
خو حيرانه يم چې څنګه
نن مې پل په کې پردى شو؟

بنګړيواله ړنګېدله، بوګنېدله
چې له لرې زموږ دکلي
پخوانۍ ښارو ښکاره شوه
يو اشنا سلام يې وکړ
اودانه يې دانګورو
د بوډۍ په خوله کې ورکړه
وې يې: ځه نو بنګړيوالې
ځه ورځه پر مخ دې ښه شه
اوس نو هغه کلى نه دى
او د ښکلو مړوندونه
ډېر کلونه شول چې پرې دي.

١٣٧٢/١/١١

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery