مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

ننګيال د نورو ليکوالو له نظره
 اسحق ننګيال يو رښتينى، ريالست او هيومانيست انقلابي شاعر و او زه به يې د لارښوونې وياړ د ژوند تر پايه په خپلو اوښکو ساتم. پوهاندډاکټرمجاور احمد زيار.
 د اسحق ننګيال شاعري د ژوند شاعري ده، ژوندۍ شاعري ده، دموضوع او شکل دواړو له خوا د څېړلو او ځيرلو وړ ده. حبيب الله رفيع.
 ننګيال خپله شاعري په ژونديو انځورونوکې پلې کړې ده، هغه يو لوى انځورګر دى، د غم ديوه شهکار تابلو يې کښلې ده، چې انځورونه په کې ژاړي. پيرمحمدکاروان.
 ننګيال په غربت کې پيدا شو، په غربت کې لوى شو او په غربت کې يې ژوند تېر کړ، هغه هېڅ نه لرل، خو يوازې شعر يې لاره او دغه شعر د هغه ټوله شتمني وه. ننګيال زموږ د لومړۍ ليکې له مخکښو شاعرانو څخه و، چې په شعر کې يې صميميت، نوښت او خوږوالى و. هغه په خپل عادي ژوند کې هم ډېر عاطفي، صميمي او خواخوږى و، يو انتقاد مننونکى شخص و او هر څه به يې په ورين تندي منل. بريالى باجوړى.
 ننګيال يوازينى عاطفي شاعر و، چې په شعر کې يې له ډېرو نوښتونو سره د ازاد شعر جنډه هسکه کړه او دهغې سيوري ته يې ډېر ستړي دمه کړه. لال پاچا ازمون.
 ننګيال يو نوښتګر او پر ښکلا مين شاعر و. نورالحبيب نثار.
 اسحق ننګيال د پښتو په معاصرو ادبياتو کې داسې يو روڼ او نه هېرېدونکى فصل دى، چې د برېښنا د يوه پړک په شانې وځلېد او ژر الونيا شو او د زړه اس يې ارمانونوله درانه بار سره د ((يوباد)) تر سر ځار شو او زموږ وطن يې له يوه لوى وير سره مخامخ کړ. احسان الله ارينزى.
 ننګيال هغه مجنون شاعر و، چې دخپل ليلى هېواد د ښکلا لپاره د خپلې ځوانۍ او ښايست بدرنګۍ ته هم تيار ولاړ و. بادام ظريفي.
 ننګيال له ((بې ضرورته)) شعر ويلو څخه مخ واړوه، له تقليد څخه يې نوښت ته مخه کړه او دشعر اصلي جوهر ته يې پاملرنه وکړه. نورمراد.
 ننګيال د ښکلي لغمان د شاعرانو د لويې کورنۍ د سرګل، د افغانستان د ځوانې پښتو شاعرۍ سر خېل او د ازاد شعر سالار و.ډاکټرمحمدالله رازق.
 دننګيال شعري ځواک دومره پياوړى و، چې کله ما دده يو شعر (خيبري تنده) چې د سر بيت يې دا دى:
ټول عمر درنه ده سپکېدوته يې چې پرې نه ږدئ
خاوره پښتنه ده او پردو ته يې چې پرې نه ږدئ

ولوست له واره يې په ولولو راوستم. ډاکټر جاويد وردګ.
 د ننګيال د شهرت او برياليتوب يو راز په دې کې نغښتى و، چې ده د واکمن ګوند فرهنګي غوښتنو او سياستونوته يې غاړه نه ايښوده او نه يې غوښتل، چې دستوري خبرو ته ځان تسليم کړي او د ورځې دستور ته په پاملرنه شعر د شعار تر سطحې راټيټ کاندي. دى په واقعي مانا يو روښانفکر و. په فرهنګي، اجتماعي مسايلو کې يې له يکه تازۍ او يوګوندي استبداد څخه کرکه کوله. سرمحقق زلمى هېوادمل.
 که دافغانستان د پښتو د نوي نسل د شعر په حدودو کې يوازې دوه کسه هم تر نورو زيات ځلېدونکي، پياوړي اود پاملرنې وړ وي، يو يې اسحق ننګيال دى. زرين انځور.
 ننګيال د جنګ په ډېرو بدو شرايطو کې د خپل ټاټوبي په غېږ ( کابل) کې فرهنګي او ادبي کارونه په پوره مينه او اخلاص پر مخ وړل، هغه شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه. که مبالغه ونه کړم، نو ويلاى شم، چې ډېر کم وخت يې د ارام لپاره لاره. فرېدون.
 ننګيال لکه څنګه چې په شعر او ادب کې يو روښانه ستورى و، همدغه شان د نېکو اخلاقو څښتن هم و. تل به يې له هر چا سره په ورين تندي چلندکاوه. دمشرانو درناوى دده پر طبعيت واکمن و. له کشرانو سره يې مينه ډېره زياته وه او په نورو ټولنيزو خېرښېګڼو کې ډېر پياوړى و. مولوي عيسى خان عالمي.
 ننګيال د يوه لوى عزت سيورى و، چې تر دې سيوري لاندې د هر لاروي دمه جوړېده، هر چاتردې سيوري لاندې د ارام ساه اخيسته او بيا يې نود خپل منزل پر لوري د يون لپاره ځان جوړاوه. احسان الله الينګارى
 ننګيال يو هڅاند او ښه انځورګر ليکوال او شاعر و، هغه دهېواد ناخوالې په ښه شان انځور کړې او هغه يې د تاريخ په پاڼو کې خوندي کړي دي. محمد حکيم.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery