مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ نظم برخه

نظم ۳۸ ـــ ّ عدالت ّ

زړګی خو غواړي مُدام
چې دَ مارغه په رنګه
بالا بالا الوتی
او دَ بورا په چم یې
ګل ګل ښائیست څټَلی
دَ ژوند له هرې څانګې
خو، ویښ ضمیر یې تړي
دَ فرار لارې ټولې
په دلیلونو باندې
ځکه خو هر انسان دی
ځانته یاغي هم خپله
ځانته قانون هم خپله
ــــــــــــــ


نظم ۳۹ ـــ ّ هکله * ّ

دا چي دَ غره له لورې
بیرته ورغبرګه شي ژر
کلکه هکله دَ شپون
نو دغه لوُڼې ، زامن
دَ دنګو غرو هم باید
چې ژبې وَ نه تړي
دَ بودګانو غوندې
که سرببره پښتو
په چیغو چیغو له دوئ
غواړي دَ سر پړونی
----------------
* هکله ـــ (په ّ ترینو ّ پښتو کې ّ چیغه ّ ته واي)
ــــــــــــــ


نظم۴۰ ـــ ّ لټون دَ سیوري ّ

وړاندې په لاره دَ ژوند
اوچتَوم ګامونه
تش په دې هیله همېش
چې زه به هم وسا کړم
کله په یخ سیوري کې
ستړیا دَ ستړي وجود
خو، دَ دې وخت ناترسه
تودو تودو غرمو کې
نه ښکاري چېرې راته
له پاڼو ډکه ونه
ــــــــــــــ


نظم ۴۱ ـــ ّ اشتهار ّ

هغه حیاء او دَ حیاء مجسمه
هغه دَ کور او دَ عزت مېرمنه
دَ نوې دور له تقاضو سره نن
څومره بېباکه غوندې
سترګو ته وړاندې وړاندې
لکه لېبل دَ شُهرت
لکه ټائیټل دَ کتاب
دَ خپل ښائیست په سوب
دَ ژوندانه په ښاریو کې ښکاري
دَ هر بازار په دُوکانو کې دلته
دَ شرافت په لمن
دَ پېغلتوب او بې شرمۍ اشتهار
ــــــــــــــ


نظم ۴۲ ـــ ّ دَ وخت زلزلې ّ

کرښې دَ لاس وي
بېلې بېلې لارې
دَ لیکل شوې نصیبې ـ ـ ـ منمه
خو، چې منګولې دَ چا ډکې وي تل
دَ ارمانوپه ځای
په سرو تڼاکو
نو، دَ هغوئ دَ خټو مېني څله
نړَوي هر کله دَ وخت زلزلې ؟
ــــــــــــــ


نظم ۴۳ ـــ ّ خپلواکه کوچۍ ّ

په زړه منګولې لګول دَ کوچۍ
څپه دَ باد نه ده نیول
نو څه دي ؟
چې دَ نازکو بُوړبکیانو غوندې
تل په ټولۍ کې له همزولو سره
دَ ژوندانه دَ هر ماښام دَ مخه
کله په دشت
کله لمن کې دَ غره
خپلې کیږدیانې درَوي په اوبو
ــــــــــــــ


نظم ۴۴ ـــ ّ برخې ّ

ته هم ویده شه زیاته
اې دَ ویده بخت سر ته ناست زړګیه!
ویده وي مړي دَ ګور
او مړي نه شي ورکولای چاته
برخې دَ ژوند هیڅکله
ــــــــــــــ


نظم ۴۵ ـــ ّ کرښې دَ یار په نامه ّ

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره سترګه سترګه شومه
لکه خورَه ورَه ښکلا دَ سپرلي
چې په اؤو رنګوکې سترګې ګټي
خو، دَ زړګي په برخه تل وي تیارې

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره شومه سیال دَ خلګو
لکه سره ځوانه یښېدلې وینه
چې په رګو کې وي دَ ژوند علامت
خو، هسې ښکاري سره سیاهي دَ قلم

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره څړیکه شوم دَ پُرهار
لکه تېره تېره ازغي دَ بُوټو
چې پاملرنه دَ ګلونو کوي
خو، پرانوي دَ احساس لارې په دړد

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره تکه سره غرمه شوم
لکه وختونه دَ اور اور پېعلتوب
چې دَ وجود غوښه په تاؤ ویلوي
خو، سوځېده لکه ققنس له ځانه

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره ژوند ته لارې غواړم
لکه دَ بر بېوان تنها مسافر
چې لټوي خپل بې درکه منزل
خو، فاصلې دَ محرومۍ اوږدې دي

***

بې تا مانده دَ ژوند په تول یم ځکه
چې ستا له جوره یم لاهو په ځان کې
لکه تازه غوندې یو مړی دَ ګور
چې ورته پورته وي لاسونه همېش
خو ـ ـ ادیره کې نه وي نخښې دَ ژوند
ــــــــــــــ


نظم ۴۶ ـــ ّ ویښه شپه ّ

سر دَ پاسه دا رُوڼ ستوري
بل څه نه دي ، سرې بڅرکې
چې له اوره دَ هجرانه
الوتلي وي آسمان ته
هم په دې خو حسرتونه
په اوږو دَ اُمیدونو
دَ سهار په هیله ستړي
دَ وچ بُوټي په چم سوځي
دَ بې خوبه سرو سرو سترګو
ــــــــــــــ


نظم ۴۷ ـــ ّ ترانه دَ یاغي مینې ّ

دلته خو سترګې او ایندارې ووړ نظره ښکاري
دلته تیارې دَ بېلتانه له مازیګره ښکاري
دلته ګرېوان وي دَ غماز په لاسو چاک دَ مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې

***

دلته کاختي ده دَ سکون ، وختونه سوځي په اور
دلته آثار نه شته دَ ژوند، ښکاري کور کور لکه ګور
دلته سړی سړی اویښتی دی تر ټاک دَ مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې


***

دلته په لارو زیژه کاڼي او ازغي پراته دي
دلته خو څلي په هر ګام دَ محرومي پراته دي
دلته باران ته دَ خلوص تږی دی خاک دَ مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې
ــــــــــــــ


نظم ۴۸ ـــ ّ کورَ کی ّ

څونې به ښه وای که موږ خپله بیرته
هغه ګړۍ وای نړولی هلته
له خاورو جوړ هغه کوچنی کورَ کی
هغه زموږ دَ ناوکیانو مسکن
چې ما او تا جوړ کړی ؤ په مینه
دَ ماشوالې په تودو غرمو کې
اې دَ غریزي سیمې پېغلې جلۍ!
نو به هیڅکله ګرځېدلې نه وای
هغه ناورانه کورَ کی دَ یادو
په تا چارپېره لکه شپول دَ شپوږمۍ
او نه به ما وای سنجَولی کله
دغه ستا کور دَ ارمانون زیارت
ــــــــــــــ


نظم ۴۹ ـــ ّ ژوندۍ ادیره ّ

دا خو ګڼه ادیره ده
چا وئیل چې ښاریه ده ؟
دلته دي ټوله قبرونه
نه بازار شته ، نه کورونه
مړ احساس دی ، مړې مړې سترکې
مړې جذبې ، مړه ضمیرونه
هر سړی دی کفن کښونکی
ځکه ژوند په کې ساه اخلي
هم په هر ګام دي ولاړي
فرښتې دَ مرګ خارمړي
ــــــــــــــ


نظم ۵۰ ـــ ّ خیالي تړون ّ

اې دَ اشنا په باب دَ ویښې خوبه!
کله خو ته هم شه رښتیا په هېره
چې زه هم وَ وینم دَ سترګو وړاندې
دَ خپل خیالي یار نالیدلې سترګې
چې مې زړګی تخنوي
چې مې اروا موسَوي
هوکه ، هغه چې تهمتي یم باندې
له ننه نه ، زما له ژونده راهسې
خو، بیا هم نه شوې ټولې
ګڼې تیارې دَ هجران
او نه سهار شو کله
زما په دې شپه غوندې ژوند
ــــــــــــــ


نظم ۵۱ ـــ ّ مینه ّ

مینه جذبه ده ـ ـ ـ منم
مینه کڼه ده ـ ـ ـ منم
مینه ړنده ده ـ ـ ـ منم
مینه کتاب دی دَ ژوند
مینه نصاب دی دَ ژوند
هر څه هر څه ، خو انقلاب ده مینه
پښتني هوډه ، مست سېلاب ده مینه
غرونه دَ وخت دي ورته لُوټې لُوټې
دَ روایاتو پړي پرې دي ورته
مرګی هم ځان په ګوتو نه ورکوي
ځکه خو هر مئین زړګی وي یاغي
او دَ یاغي جذبو له اوره امان
چې ... په سره تاؤ کوي خوله په کاڼو
هوکه ، په هغه کاڼو
چې دَ ږلۍ غوندې ورېږي په دوئ
ــــــــــــــ


نظم ۵۲ ـــ ّ دَ ګل په نامه ّ

ویاړمه ـ ـ ـ ـ زه په ازغي ځان هر کله
ځکه چې اې ناپوهه ښکلې ګله!

ّّ پاي له ژونده دَ فنا قدرونه
پاي له خاورو دَ بقا قدرونه
پاي له کاڼو دَ دُنیا قدرونه
پاي له شپې دَ سپین سبا قدرونه
پاي له خیرو دَ ښکلا قدرونه ّ

نو، ته هم پوهی شه که دانا یې ګله
ګله! که ګل یې ، نو له ما یې ګله
ــــــــــــــ


نظم ۵۳ ـــ ّ پټ پُټاڼې ّ

ځینې سترګې دي
چې ما دَ ورکو غواړي
ځینې سترګې دي
چې زه یې لیدل غواړم
خو
نه لاره دَ طلب رسي وَ سر ته
او
نه دغه پټ پُټاڼې زموږ تر منځه
درَوي دَ صبر جګ جګ دېوالونه
ــــــــــــــ


نظم ۵۴ ـــ ّ پښتنه پېغله ّ

ته په خوُی دَ غرسنۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم
ته باران یې ، ته سیلۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

دَ پټکي شمله ده هسکه ستا له جوره دَ پښتون پلار
ته په ښځه ځان زمرۍ یې ، تا په کوم نامه وَستایم ؟

ستا دَ سترګو په حجرو کې دَ خلوص مېلمانه اوسي
ته نرګاړې انجلۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

ستا په مینه کې پښتو ده ، ما ته نه منې له مرګه
ته هم لُور دَ ملالۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

له بنګړئیو او له ګوتکو،خوښې دي په لاس بېړۍ ستا
ته بېرغ دَ خپلواکۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

ستا خندا ده دَژوند زېری ، ستا په خشم کې مرګی پټ
ته وږمه یې ، ته سیلۍ یې، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا په ژغ کې خوږ سرور دی،خوندکوي تل ژغېده ستا
ته نغمه یې، ته شپېلۍ یې، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا چې پټ وي تر څو پورې دَ حیاء په پلؤ مخ لا
ته اومه غوندې غوټۍ یې ، تا په کوم نامه وَستایم؟

وچ دي شي هوس دَ ستورو،چې به ستا وړاندې ځلېږي
ته سکه خور دَ سپوږمۍ یې، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

ستا ښائیست دی له فطرته ، وَ نخرو ته دي حاجت څه
ته بې تاجه هم راڼۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم ؟

ستا شېوه هم لکه شمعه دَ تیارو په ضد سوځېږې
ته رڼا دَ زندګۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

هیڅ دي هرڅه بې تا دلته ، که ایندارې دي که سترګې
ته دَ ژوند اصل ستنۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم؟

شوق هم ستا په تصور کې ، تر مرۍ نیسي غمونه
ته سوب دَ سوکالۍ یې ، تا په کوم نامه وَ ستایم؟
ــــــــــــــ


نظم ۵۵ ـــ ّ دي آئرن اېج ّ

دَ پرون ټوله خوبونه
ټول سوچونه
ټول خیالونه
نن رښتیا دَ ژوندانه شول
ارَبې له حرکته
دَ اېټم له برکته
خو، مرګی ، هغه مرګی دی
چې دَ ّجین بم ّ په وسواس یې
دَ روبوټ غوندې انسان هم
په خپل غم دی لا نیولی
ــــــــــــــ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery