مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څه خو به وایم



افضل شوق خپله شعري مجموعه چاپ کوي او ولې به یې نه چاپ کوي چې اوس په شعر وئیلو کې پوخ کاره یادېدی شي � او برسېره پر دې، دَ ځان دَ انفرادیت دَ مُشخص کولو په کار، دَ ملګرو نه که زیات اخته نه دی نو کم هم نه دی � دَ ده هسې شعرونه آخر څه ته اوچته غاړه غزَوي ...

مازي دَ یار دَ موسولو په نیت
ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده
ـــــــــــــــ
دَ زړه په لورې هره تلونکې لاره
ازغي ازغي ده سر تر پایه څله؟
ـــــــــــــــ
لمحه لمحه مې له وسواسه دَ مرګ
ځي او راځي زړه ته دَ ډار اندېښنې
ـــــــــــــــ
یو احساس دَ ژوند دی شوقه چې ما وژني
بل مرګي ژوندی ساتلی یم په وار وار
ـــــــــــــــ

دا رنګ ګوا دَ ده په اړه دَ فکري اثباتیت رنګ دی چې که هم دغه یې رنګ او ګرځېدو ، نو دَ ده په لوی شاعر جوړېدو کې به هیڅ شک نه شي پاتې - په اصل کې شعر وئینه یو عجب فن دی ، چې په یوه وخت دَ فکر پوخ والی هم غواړي ، دَ جذبې نرماي او تودش هم او دَ ټکو مناسب او ښکلی چُوڼ هم - په دې کې که یو څه کم شي نو خبره پوره یا په زړه پوری او یا دَ واړو زمانو غږ لرونکي نه ښکاري - دَ مثال په طور صرف دَ ماضي ذکر هم کُلیت موندلی شي که چرته دغه پورته اسباب په کې برابر وي �

یاد ماضي عذاب هی یارو
چهین لې مُجهسې حافظه مېرا

اوس زما دَ خیال دَ تصدیق دپاره شاید چې نور بحث ضروري نه وي .... هن نو وئیل مې دا چې ــــــــ دَ افضل شوق پر دغه حقیقت نظر دی او چې تظر یې پوره وي نو مخکې ذکر شوي شعرونه ترې په آسانه خپل وجود مومي ، ګنې دائی هم دَ تېر بېر ښکار شي او هسې شیان هم یقیناً په دې مجموعه کې شته -

افضل شوق زما په نزد دَ نظم او په نظم کې هم دَ مختصر نظم شاعر دی � دلته دَ ده کړاؤ، فکري وحدت او دَ موضوع تفصیل زیات پرله پوری لیده شي ــــــــــ دَ مثال په طور دوه نظمونه وړاندي کوم �

"" پیسې""

دَ سهار له لمر ختو
دَ ماښام تر خورېدو
ټول اقدار دَ ژوندانه
ورکړه راکړه ، بد او ښه
ګوا هر څه او تقاضې
نن سبا ښکاري پیسې
ـــــــــــــــ

"" پېژندګلوي""

خبر نه یم
چې زه څوک یم ؟
دَ چا خپل یم ؟
پرېدي څوک دي ؟
بس فقط دومره پوهېږم
چې ساه اخلم
کاڼی نه یم
وینم ، اورم
بُوټی نه یم
خو په ژبه ، زه بې ژبې
دَ بې حسه بُت په شان یم
زه انسان یم
هو، انسان یم
ـــــــــــــــ

لکه ما چې اووئیل چې دائی دَ مختصر نظم شاعر دی نو په دې اړه پورتني دوه نظمونه په اختصار کې تفصیل هم ښاي او دَ ده دَ فکر په تجربې کې ــــــــــــ دَ تجربې بیان هم � هم دغسې دَ ده نظم" تفس" او " دَ ضمیر ژغ" او ځینې نور نظمونه پوره نظمونه یادېدی شي �

دا یو عجبه حقیقت دی چې دَ نظم ویونکي شاعر به دَ شعریت خوا اکثره دَ ده په نظر کې نه وي او یا به یې کمزوره وي- دَ دې سبب له نورو اسبابو نه علاوه دا هم دی چې نظم وَ فکر ته زیات دَ ملګرتیا لاس ورکوي او غزل وَ جذبې ته - ځکه نظم ګو شاعر اکثره نظم ویونکی یواځې نه پاتې کېږي .. غزل هم لیکي � او دَ شعریت هغه خوا دلته پوره کړي - په افضل شوق کې دا څه قدرتي غوندي مجبوري ده چې څه کم څه زیات کم چرته نا چرته پاتې کېږي - دَ دې باوجود که دَ ده نظمونه دَ اختصار دَ صفت له کبله دَ ده په وس کې ځان په ډېرو ځایو کې ښاي نو دا به یې زیار هم ګڼو او کمال هم �

افضل شوق موضوعات لري � نظم ویونکی شاعر دَ غزل ویونکي په مقابله کې په دې اړه فوقیت لري چې هغه که هر څو مخته تګ اوغواړي نوچوکاټ نه له سره نه شي وتی � دَ مثال په طور غزل دَ حُسن له لطافت او دَ عشق له سرخمۍ نه دېخوا آخوا څومره تلی شي ، دَ معاملې یو پوهاند ښه بوهېږي � کائنات یې موضوع دی خو لطیف او خواږه اړخونه به یې تر بحث لاندي وي � لاکن نظم کمپیوټر هم موضوع ګرځولی شي ، که جُزیات یې سم بیان شي � ګوا دَ نظم شاعر مفکر او تر حد دَ پاسه دَ یو شي نفسیات بین ضرور وي ، ګنې تفضیل ته معامله څنګه وتی شي ؟ او بیا هر نظم نوې بیان . یوه نوي اډاڼه او یو نوې ښار عمارت کوي- ځکه تر کُلیو لاندې نه شي راتلی او پدې اړه دَ نظم ویونکي ذهن زیاته زرخېز (Fertile) ګڼلی کېدی شي �

هن ... لکه پورته چې ما اووئیل ، افضل شوق دَ نظم وئینې ملکه زیاته لري - ذهن به یې که پوره فکري نه وي نو له څلورو نه درې برخې خو به ضرور وي او که داسې نه وای نو دا کار دَ بېکارۍ به یې ولې په سر اخیستو چې مروجې سانچې ( دَ غزل) پرېږدي او نوي سانچې ( نظم ) خپلې کړي �

ما لکه اول چې اووئیل چې ښه ښه نظمونه یې شته او زما له ده سره نیږدې تعلق هم دا راته په ګوته کړي ده چې که دائی نظم ته پوره متوجه شي نو ..... دَ کار شاعر به اوګرځي او پښتو ادب به له موضوعاتو نه ډک او په موضوعاتو به موړ شی �

په آخر کې به دا اووایم چې دَ عبدالغني مبارز او عبدالسلام جوهر نه یې راواخلې تر محمود ایاز او سهېل جعفر خټک پورې ، دَ دغه کهول ( چې دَ تېرو لسو دولسو کالو نه شاعري کوي) یو داسې شاعر دی چې خپله څېره هم لري او خپل انفرادیت په قائمه ولو کې بوخت هم - دَ دغه کهول المیه دا ده چې شاته یې سم دستي دَ سید خېرمحمدعارف، ابوالخېرځلاند، ګل شاه خوستي، سعیدګوهر، عبدالکریم بریالی، عمرګل عسکر او سرور سودائي کهول ولاړ دی او څه وروسته مقدس خان معصوم، صاحبزاده حمیدالله ، زه او نور یُو ـــــــــــ دا ټول ګوا دَ دغې صدۍ دَ دویمې پنځوسمې بعد تحریکونه دي چې که دوئ خپل تشخُص په نوي فکر او نوي موضوع نه په کې اولري نو دَ روایت تسلسل به یو خوا ختم شي او دَ نوي موضوعاتو راتګ به بل خوا �

زه په یو څو ټکو کې ګوا دَ افضل شوق په اړه خپله دا وینا دغسې تمام ته رسَولی شم چې دائ دي غزل او نظم دواړه لیکي ولې چې زه ورته په دواړو کې اُمېندونه لرم � که هسې مه وای نو ما به اول دَ ده دَ غزل شعرونه نه ورکول � لاکن نظم ته دي دومره توجه ورکړي ( دَ پورته شعریت هم درلولو په خیال ) چې دائ زمونږ دَ ادب لمنه په موضوعاتو ډکه کړي - اقبال غزلونه دَ نظم په ژبه اووئیل ، دائ دي نظمونه دَ غزل په ژبه اوواي � دا به دَ ده دَ شعریت حرف هم پوره کړي � په موجوده حال دَ ده دا مجموعه نوې هم ده او زړه راکښونکې هم چې نظمونه په کې جدا رنګ لري او غزلونه هم څه هسې رنګ ....

تنده به وژني ما تر څو دَ آرزوګانو په دشت
کله به بخته!! راکوې ماته بلنه دَ ژوند

ژوند لکه لوُخړه ، زما وَ سترګو ته
ټول څېزونه هیڅ کړي په ګړځنه لار

ناپوهه نه ده ، خو دَ نوي پېغلتوب دَلاسه
نه پوهه وي په مینه ځان او نه سړی ګڼي ما

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پروفېسر رب نواز مایل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery