مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ غزل برخه

( نعتیه غزل)

تږې اروا یم ...... اوبېده غواړمه
تا ته دَ ژوند چینې در تله غواړمه

فقط مې ته زړه ته بیا ځې او راځې
مقصد چې زه دَ ژوندانه غواړمه

یخ شي لفظونه زما دَ ژبې په سر
ستا په بابت چې ژغېده غواړمه

خوښَوم ځان هم وچه پاڼه لاکن
زه ستا په پښو کې رغړېده غواړمه

ټولې کړه زُ لفي زما له سترګو دَ شپې
ځلنده لمره !! ویښېده غواړمه

راکړه په ګُوتو خپله لار اشنایه !
منزل ته زه شوق رسېده غواړمه
ـــــــــــــــ

(غزل)

لاخو دَ باد مسته څپه یې ، چې په لاس نه راځې
لا خو جل نه یې ، فرښته یې چې په لاس نه راځې

لاخومې بخت دی ستا په وار باندې تورسپي څټلی
لا خو بیا ته زما نصیبه یې ، چې په لاس نه راځې

لا خو چُړتو دَ سباؤن یم زه اخیستی په سر
لا خو بیا ته تېره لمحه یې ، چې په لاس نه راځې

لا خو ځنګېږم شپه او ورځ ستا دَ یادو په ټال کې
لا خو دَ شعر هغه مصرعه یې چې په لاس نه راځې

لا خو زه ړوند یم ، سترګې هسې ټپوم درپسې
لا خو بیا ته خیالي وړانګه یې چې په لاس نه راځې

لا خو زه خپله په قفس کې دَ خپل شوق قیدي یم
لا خو بیا ته په ځان غره یې چې په لاس نه راځې
ــــــــــــــــ

(غزل)

دا دَ مینې لېونتوب دی ، که جنون دی نه پوهېږم
زما دَ ویښو سترګو خوب دی ،که ژوندون دی نه پوهېږم

پاڼه پاڼه غوړېده کړم ، چې ښکلاؤ تخنوي ما
دا اثر دَ زُلمیتوب دی ، که افسون دی نه پوهېږم

څه سوب دی چې تاوېږم دَ لمبې غوندې له جوشه
زړه زَما یو سَوی چوب دی ، که مجنون دی نه پوهېږم

یو سېځل په اور دَ مینې ، بلې خوا پسخوند او ظلم
دا عجبه شان زیاتوب دی ، که قانون دی نه پوهېږم

دَ یار سترګې په ما سرې وي خُدای خبر چې مُدام ولې
دا یې خوُی دَ ماشومتوب دی که هسکون دی نه پوهېږم

تر سهاره په سرو اوښکو ټوله شپه رُوڼوَل شوقه !
له سکونه یاغي توب دی ، که مرګون نه پوهېږم
ـــــــــــــــ

(غزل)

چې پلمه ستا دَ ګودر یم ، نو هم ښه یم
که په ژوند ژېړ مازیګر یم ، نو هم ښه یم

چې بې تا نه رښتیا کېږي په سهار لا
که دَ خوب هغه منظر یم ، نو هم ښه یم

چې مَړې مې کچکولۍ سترګې په دید وي
که دي بیا ملنګ دَ در یم ، نوهم ښه یم

چې په سر دَ یار له خپله پخلا بخته
که ټول عمر مرَور یم ، نو هم ښه یم

چې زه شوق لا دَ زړګي په حېثیت ستا
که بندي ستا دَ ځیګر یم ، نو هم ښه یم
ـــــــــــــــ

(غزل)

زه دي مزل کوم په پلونو باندې
ته مې ږدې پښې په ارمانونو باندې

زه دي له لمره په خپل سیوري ژغورم
ته کړَوې ما په اورونو باندې

زه دي په لپو اوبَومه تنده
ته وژنې ما په سرابونو باندې

زه دي په مینه احساسات تخنوم
ته مې ږدې مالګې په زخمونوباندې

زه په تا خورمه دَ زړه غوښې په شوق
ته کوې یَه په وصالونو باندې
ـــــــــــــــ

(غزل)

څوني دروغ شوله رښتیا دَ ژوند لا
چې باوري نه شوه یوساه دَ ژوند لا

ته دَ لمر سیال او زه دَ شپې علامت
تیارې ورکېږي په رڼا دَ ژوند لا

که وَ څیښمه سمندر په لپو
پاته به تږې وي اروا دَ ژوند لا

دَ زړه ویښتل په بڼو نه دی عجب
پلمه دَ وٍیر ښکاري ښکلادَ ژوند لا

شوقه ! دَ مرګ له فرښتې څه ګیله
وایم چې بد دی نیت په تا دَ ژوند لا
ـــــــــــــــ

(غزل)

تور په تندي تپَل څه ټوکه نه ده
دَ چا په نوم کېدل څه ټوکه نه ده

په زیژو کاڼو دَ حسرت تر چینې
دَ لڅو پښو مزل څه ټوکه نه ده

مازې دَ یا ر دَ موسَولو په نیت
ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده

پښتو وئیل خو دي آسانه لاکن
پښتو ته ملا تړل څه ټوکه نه ده

یوازې زړه په بدل چاته شوقه!
سر په ورغوې ږدل څه ټوکه نه ده
ـــــــــــــــ

(غزل)

څوک چې دَ ځان ګڼمه زه هغه پرېدی ګڼي ما
پسخوند وهي را باندې تل او لېونی ګڼي ما

نه مې ربلېږي په یار غم او نه سخترې دَ ژوند
که څه هم دای دَ لارې یو تېره ازغی ګڼي ما

ناپوهه نه ده ، خو دَ نوې پېغلتوب دَ لاسه
نه پوهه وي په مینه ځان او نه سړی ګڼي ما

زه یې دَ زړه وَر ټکوم ، خو دا کڼه غوندې ده
نه اوري زما دَ مینې ژغ او هم ګونګی ګڼي ما

مینه مې ټوکه سنجَوي ، پوهېږم نه چې ولې
لا خو به وي خپله وړه او لا کوچنی ګڼي ما

په ځان کې ورک دی هر سړی او ځان ځاني ده شوقه!
چا ته به ژوند سپارمه زه ، څوک به زړګی ګڼي ما
ـــــــــــــــ

(غزل)

څنګه به لنډ شي په ستړیا دا دَ عمرونو مزل
په ستړي لار دَ ستړو ستړو ساعتونو مزل

دلته ژوندون هم بې قراره دَ قرار په لټون
سم له انسان سره کوي په سرو اورونو مزل

اوس خومې خپل خوشمړی رُوح هم دَ الوت په تمه
دَ مرګ وَ خوا ته لنډَوي دَ دې عمرونو مزل

په منډو ترنډو به تر څو داسې کوم په هیله
دَ آرزوګانو په دې دشت دَ اُمیدونو مزل

په تورو شپو کې مې دَ غم ځوانې سرتورې تیارې
دَ سپین سهار په لور کوي دَ تورتمونو مزل

دلته به شوقه !! تږی ته تر څو په تږو لارو
وَ هرې تندې ته کوې دَ سرابونو مزل
ـــــــــــــــ

(غزل)

یو ، غاښو دَ وخت چیچلی یم په وار وار
بل ، نصیب خپل کړَولی یم په وار وار

یو ، خو ته لوُر یې دَ غرونو .. غرسنۍ یې
بل ، پښتو درته تړَلی یم په وار وار

یو ، خو ستا مینې ویده کړمه په ویښه
بل ، دي خوب را پاسَولی یم په وار وار

یو ، اڼَلی دَ رنجو په نیت هم تا یم
بل ، دي خپله خاک ګڼلی یم په وار وار

یو ، مې ته برخه ګڼلې دَ وجود یې
بل ، له ځانه در وتلی یم په وار وار

یو، وسواس دَ ژوند دی شوقه چې ما وژني
بل ، مرګي ژوندی ساتلی یم په وار وار
ـــــــــــــــ

(غزل)

زه چې په تا باندې شیدا یمه ، لا نور څه غواړې
ستا په وجود کې چې فنا یمه، لا نور څه غواړې

یو دي دَ مینې په لوظونو یم ولاړ لکه غر
بل دي لالیه په رضا یمه ، لا نور څه غواړې

ما خو هر څه درباندې وَ بائیلل په مینه مینه
زیاته خو ستا په نامه پایمه ، لا نور څه غواړې

غم دي اشنا که خوشحالیانې نه پرېږدي وَڅنګ ته
زه چې سوب ستا دَ خندا یمه ، لا نور څه غواړې

لکه مجرم زه لاس تړلی ستا په مینه کې نن
ویښته ویښته ګوره رسوا یمه، لا نور څه غواړې

اوري که شوقه! د َ ږلۍ غوندې هم کاڼي په ما
زه چې ملهم ستا دَ شفا یمه ، لا نور څه غواړې
ـــــــــــــــ

(غزل)

چېرې دَ چا غریبي ، چېرې رسمونه دَ ښار
چېرې ستړیا ستوماني ، چېرې خنډونه دَ لار

ورک به له یو بله کړي ، دغه تیارې ما او تا
چېرې دَ غلا اشنائي ، چېرې وختونه دَ څار

څنګه به نه وي مانده مینه په تول دَ خلوص
چېرې دا زما بې وسي ، چېرې ظلمونه دَ یار

دَ ژوندانه فلسفه .... ښکاري دغه یو تپوس
چېرې خندا خوشحالي ، چېرې چُرتونه دَ ډار

شوقه زړه کښونکی سپرلی لیدل په ویښه هم خوب
چېرې ښکلا کاغدي ، چېرې ګلونه دَ هار
ــــــــــــــــ

(غزل)

زړه مې وَ سپړي زخمونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي
مړه مې هم شي حسرتونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي

تلوسې مې لکه ستورې ، وړاندې زما سترګو ته ټولې
واغوندي سپین کفنونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي

دَ مئین سړي په برخه ، په سوب دَ یار ناترسه
وي سُلګی، وٍیر او آهونه، چې دَ شپې تیارې خورې شي

څوک په اوښکو،ځوک په مینه،څوک دَخپل وجود په وینه
بل کړي هر څوک څراغونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي

ځان سره مې رڼاګانې ، یُو سي ټولې آرزوګانې
پاته شو زه او غمونه ، چې دَ شپې تیارې خورې شي

څه دي شوقه په سکون کې ، رنګ، رڼا او په ژوندون کې
تت کړي هرڅه تورتمونه ،چې دَ شپې تیارې خورې شي
ــــــــــــــــ

(غزل)

که ژوندی ومه هم ، پښتو به کوم
که مړکېدمه هم ، پښتو به کوم

مازې یوه پلا دَ بڅرکې غوندې
که برېښېدمه هم ، پښتو به کوم

قسم په خدای چې دَپښتون په نامه
که ګارېدمه هم ، پښتو به کوم

دَ باد وَ مخې ته دَ خلې په چم
که رغړېدمه هم ، پښتو به کوم

تر سیورې لاندې دَ اورونو شوقه!
که اوسېدمه هم ، پښتو په کوم
ـــــــــــــــ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery